• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند هڅه کوي چې د مودي له سفر وروسته روسیې ته صادرات زیات کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۱۵ GMT+۱

نوي ډیلي د دوشنبې په ورځ مسکو ته د لومړي وزیر نرېندرا مودي له سفر وروسته ویلي، چې هند روسیې ته د خپلو صادراتو د زیاتولو لپاره د لارو چارو په لټه کې دی. هند غواړي، چې مسکو سره په هندي روپو – روبل سوداګري پراخه کړي او مسکو وهڅوي، چې پر هندي توکو تغرفې لرې کړي.

هند او روسیه چې پخواني ملګري دي، په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، هڅه کړې چې خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

خو دغه اړیکې تر ډېره د هند له لوري د روسیې د تیلو په اخیستو سره پراخې شوې، چې پر اوکراین له برید وروسته، د اروپايي هېوادونو له لوري یې پیر درول شوی دی.

هند ته د روسیې د صادراتو زیاتوالی سره، په تېر مالي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۶۱.۴۳ میلیونو ډالرو څخه ۶۵.۷ میلیارده ډالرو ته لوړه شوې ده.

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د تېر کال په پرتله یو پر درېیمه لوړه شوې، روسیې ته د هند د درملو، ماشینونو او نورو توکو صادرات لږ څه کم شوي دي.

د هند د سوداګرۍ وزارت مرستیال سنیل بارتوال په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې حکومت له روسیې غوښتي چې د هند پر سمندري محصولاتو د روسیې تغرفو ته پام وکړي او په کې بدلون راوستل په پام کې ونیسي.

هغه له نورو جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې نوی ډیلي د هندي روپو - روبلو پر اساس سوداګري هم هڅوي چې په پیل کې دواړه هیوادونه په دې اړه پاتې راغلی وو؛ خو اوس به د دې ستونزې د حل لپاره به پلاوي واستوي.

هغه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: "کله چې موږ روسیې ته ګورو، په دې لټه کې یو چې څنګه دواړه هېوادونه د ښو سوداګریزو اړیکو له لارې ګټه ترلاسه کولی شي. موږ د اجناسو بېلابېل ډولونه په نظر کې نیولې، د بېلګې په توګه الکترونیکي وسایل، انجینري توکي او نور توکي چې روسیې ته صادر کېدی شي."

نوی ډیلي او مسکو هڅه کوي، چې په روبلو او هندي روپو خپله سوداګري لا پراخه کړي، ځکه چې د جګړې له امله پر روسي شرکتونو بندیزونه لګول شوي دي؛ خو دواړه هېوادونه په دې اړه تر اوسه ځکه یوې پایلې ته نه دي رسېدلي، چې هندي اسعار په نړۍ کې ډېره راکړه ورکړه لري او روسیه نه غواړي چې له دې امله تاوان وکړي.

تېره اونۍ روسیې ته د مودي سفر، د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د ماشومانو پر یو روغتون د روسیې د توغندي له برید سره هممهاله وو، چې لسګونه کسان په کې ووژل شول.

د هند لومړي وزیر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل، چې د بې ګناه ماشومانو مرګ دردونکی او وېروونکی دی.

روسیې د برید مسوولیت رد کړی دی.

روسیې او هند د نږدې همکارۍ لپاره نهه ساحې په ګوته کړي، چې له اټومي انرژۍ څخه تر درملو پورې، بېلابېلې سوداګرۍ په کې شاملې دي او ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه غواړي دوه اړخیزه سوداګري پراخه کړي او تر ۲۰۳۰ کال پورې یې ۱۰۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

واشنګټن پر نوي ډیلي له مسکو سره د نږدې اړیکو د ساتلو له امله انتقاد کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي: "موږ له روسیې سره د دوی د اړیکو په اړه خپلې اندېښنې له هند سره په مستقیم ډول شریکې کړي دي".

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

اسراییل په خوندي سیمو کې د لسګونو کسانو له وژلو وروسته په غزې تازه بریدونه کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۱

اسراییل د دوشنبې په ورځ د غزې په سوېل او مرکزي سیمو کې تازه بریدونه کړي، چې پر حماس لا زیات فشار راوړلي.

د شنبې او یکشنبې په ورځ اسراییل د حماس د پوځي مشر د په نښه کولو په موخه پر خوندي سیمو بمبار کړی و او لسګونه فلسطینیان یې وژل وو.

د مدیترانې ساحل ته نږدې د مواسي سیمه د اسراییل د بریدونو له امله ویجاړه شوې او لا هم سوځول شوي موټر او جنازې پر سړکونو پرتې دي.

د دغه سیمې اوسېدونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې نه پوهیږي چې دوی باید چیرته لاړ شي.

د مواسي په ښار کې د سړک سر یو ۳۰ کلن پلورونکي ایا محمد وویل: "په هغه شېبې کې د بمونو د چاودنو له امله زما د پښو لاندې ځمکه ولړزیده او دوړې او شګې اسمان ته پورته شوې، ما ټوټه ټوټه شوي جسدونه ولیدل داسې وضعیت و، چې ما په خپل ژوند کې هیڅ کله نه و لیدلی."

هغه زیاته کړه: "ټول همدا پوښتنه کوي چې چیرته لاړ شي او هیڅوک یې ځواب نه لري."

د خان یونس په لویدیځه څنډه کې مواسي سیمې په سلګونو زره فلسطینیانو ته پناه ورکړې وه او دغه سیمه د اسراییل له خوا د خوندي زون په توګه اعلان شوې وه.

اسراییل وویل، چې د شنبې په ورځ یې هلته د حماس پوځي قوماندان محمد ضیف په نښه کړی و، څوک چې پر اسراییل د اکټوبر د اوومې نېټې د برید پلان جوړوونکی و او پر غزې د اسراییل جګړه د همدې برید وروسته پیل شوه.

فلسطیني چارواکي وايي، چې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۹۰ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي. د رويټرز خبريالانو د پېښې په ځای کې لیدلي چې د سیمې اوسېدونکي د اور او لوګي په منځ کې ټپيان او مړي لېږدوي.

د رفح ښار سویل کې، چې د می میاشتې راهیسې د اسراییلو د پرمختګ اصلي مرکز دی، اوسیدونکو د دوشنبې په ورځ د نويو بریدونو خبر ورکړی.

دوی ویلي، د ښار په لوېدیځو او مرکزي برخو کې اسراییلي ځواکونو ګڼ کورونه په بمونو الوزولي دي. طبي چارواکو ویلي، چې دوی د ښار په ختیځو سیمو کې د اسراییل د بریدونو له امله د وژل شوو لسو فلسطینیانو جسدونه موندلي.

په کویټ کې د اسلامي معارف یو ښوونکی پر ماشومې د جنسي تیري په تور په لس کاله بند محکوم شو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۳۶ GMT+۱

په کویټ کې یوې محکمې د اسلامي معارف یو مصري ښوونکی پر یوې ماشومې د جنسي تیري په تور په لس کاله بند محکوم کړ. رسنیو راپور ورکړی، چې د ښوونکي پخوانۍ سابقه ښیي چې هغه څو ځله پر ماشومانو په جنسي تیري تورن شوی دی.

د محکمې په وینا؛ مصري ښوونکی به د بند د مودې له پوره کولو وروسته له کویټ څخه وشړل شي.

ښوونکی په پیل کې په جنایي محکمه کې په اعدام محکوم شو؛ خو د استیناف محکمې له خوا د استیناف له غوښتنې وروسته د هغه سزا تر یوې لسیزې بند وټاکل شوه.

د کوېټ رسنيو دا هم ليکلي، چې دې قضيې د تورونو د سختوالي او د ښوونکي د جنايي ريکارډ په ګډون د ماشومانو د جنسي تېري د ګڼو تورونو له امله ډېر پام ځان ته اړولی دی.

د راپورونو له مخې؛ د مصر اسلامي ښوونکی په پخوانیو قضیو کې په بند محکوم شوی و.

استیناف محکمې ویلي، چې وروستۍ پرېکړې د استاد پر وړاندې د قانوني کړنو لړۍ پای ته ورسوله او سخته سزا یې ورکړه؛ خو د مرګ له سزا یې ور نه کړه.

د سوریې خلک د پارلمان د وکیلانو د ټاکلو لپاره د رایو مرکزونو ته ولاړل

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۱

د سوریې وګړو د دوشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د سهار په اوو بجو د پارلمان د غړو د ټاکلو لپاره رایه اچونه وکړه. د رایه ورکولو بهیر به د ماښام تر اوو بجو دوام وکړي.

دا په دغه هېواد کې د داخلي کړکېچ له پيل وروسته د سوريې څلورمې پارلماني ټاکنې دي.

د سوريې د عربي جمهوريت خبري اژانس «سنا» د دوشنبې په ورځ د جنګاښ په ۲۵مه راپور ورکړ، چې رايه ورکوونکو په ټوله سوريه کې د رايې ورکولو په ۸۱۵۱ مرکزونو کې خپلې رايې وکارولې.

د دغه راپور له مخې؛ ۱۵۱۶ نوماندان به د ۲۵۰ څوکیو لپاره سیالي وکړي.

د سوریې وروستۍ پارلماني ټاکنې د ۲۰۲۰ کال په جون کې شوې وې.

د چمن پرلتوال: له حکومت سره په خبرو بوخت یو که مو غوښتنې ونه منل شي بیا لاریونونه پیلوو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۱

د چمن پرلتوال وايي،‌ په کوټه او اسلام اباد کې د دوی استازي د پاکستان له ایالتي او مرکزي حکومت سره په خبرو بوخت دي، چې د سپین بولدک ـ چمن دروازه د پخوا په شان له پاسپورټ او وېزې پرته د تګ راتګ لپاره خلاصه کړي.

د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د ګڼو چمن مېشتو له لوري له نږدې لس میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ پرمهال د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون پرلت وهلی دی.

دغه پرلت وال وايي، د پاکستان له لوري شوې دغه پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده، ځکه په دې کار سره د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د مېشتو قومونو پر سوداګرۍ او اړیکو یې منفي اغیزې کړې دي.

د یاد پرلت د مرکزي کمېټي غړي عبدالولي تازه رسنیو ته ویلي، چې په کوټه او اسلام اباد کې د پرلت د استازو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دروازې د خلاصولو په اړه خبرې راوانې دي.

نوموړی ګواښ کوي او وايي، که خبرو اترو مثبته پایله ونه لرله یوځل بیا به په چمن ښار کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې پاکستاني ځواکونو د یاد پرلت پر غړو د کوږک په غره کې هغه مهال برید وکړ چې پرلتوالو د دریو اونیو لپاره د چمن ـ کوټې لویه لاره د تګ راتګ پر مخ تړلې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې د چمن پرلت د مرکزي کمېټې پنځه غړي د پاکستانحکومت له لوري بندیان دي.

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پوځ پر یوه مرکز د موټربم او وسله والو بریدونو وروستي جزیات

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۵ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۴۹ GMT+۱

له سیمې خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په هغه موټربم او وسله والو بریدونو کې چې نن سهار د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز شوي شپږ عسکر وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. په سیمه کې پولیس چارواکي وايي، په پېښه څلور ولسي کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

ويل کیږي، دغه چاودنه ډېره زوروره وه او ورڅېرمه ولسي خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

100%

تر اوسه پورې پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

له سیمې څخه خپلواک خبریال لال وزیر، افغانستان انټرنشنل پښتو ته نن دوشنبه د (چنګاښ ۲۵مه) ويلي چې د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټربم دوه ځانمرګي بریدونه وشول او ورپسې نورو وسله والو بریدونه پیل کړل چې د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

په سیمه کې پولیس چارواکو خبریالانو ته ويلي، چې په دغو بریدونو کې څلور ولسي کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

ویل کیږي لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده او د جګړې پر سیمه اوس پاکستانۍ چورلکې ګرځي.

د دغو بریدونو مسوولیت د ټي ټي پي اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې منلی او دعوه یې کړې چې په مرکز کې شته ټول پوځي عسکر یې وژلي دي.