• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اتمر او نبیل له مرستندویه ادارو غوښتي، چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۶ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر او د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په ننګرهار، بامیان، پنجشیر، میدان وردګو، پکتیکا، کاپیسا، کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وروستیو خونړیو سېلابونو پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشنیي وښوده.

اتمر او نبیل له مرستندویه ادارو غواړي، چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
ښاغلي اتمر په خپل اېکس کې لیکلي: «له مرستندویه ادارو هیله کوو، چې له زیانمنو کورنیو سره مرستې وکړي، موږ به هم د خپل توان سره سم، زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړو.»
بل خوا ښاغلي نبیل بیا ویلي: «د خواشینۍ خبر دی، چې د ویجاړوونکو اغېزو له کبله زموږ ګرانو هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.»
د نوموړي په وینا: «په داسې سختو ورځو کې زموږ عزتمند هېوادوال تل متحد پاتې شوي او د داسې ناورینونو له امله رامنځته شوي لوی رنځ کمولو لپاره د یو بل تر څنګ درېدلي او په ګډه یې له کړېدلو سره مرسته کړې ده.»
که څه هم د دغو سېلابونو د مرګ ژوبلې دقیق شمېر روښانه نه دی؛ خو له ننګرهار ولایت څخه سرچینو ویلي، چې تر دې مهاله د ۴۷ تنو د مړینې پخلی شوی دی او ډېر کسان بیا تر اوسه ورک هم دي.
له دې سره؛ له ننګرهار ولایت څخه یوې مرستندویه موسسې بیا ویلي، چې په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او توپانونو د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر تر هغه زیات دی، چې طالبانو اعلان کړی دی.
سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې راوتلو سېلابونو د جلال اباد ښار، بټي کوټ، سره رود او د بهسودو په ولسوالیو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار تر څنګ په پنجشیر، کاپیسا، لغمان، کونړ او میدان وردګو ولایتونو کې هم پرون سېلابونه راوتلي دي.
تر اوسه د دې سېلابونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې د کاپیسا ولایت په اله سای او نجراب ولسوالیو کې د درېیو تنو د مړینې خبرونه ورکړل شوي دي.
پر دغو خونړیو سېلابونو د اتمر او نبیل سربېره پخوانیو ولسمشرانو، د ملي روغې جوړې مشر، د پښتون ژغورنې مشر او لسګونو نورو افغان سیاستوالو خواشیني ښودلې ده.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي
۱

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي

۲

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۳

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۴

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۵

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده