• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې په سوېلي او مرکزي سیمو کې د اسراییل د هوايي بریدونو له امله ۵۷ فلسطینیان وژل شوي دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۵۰ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د غزې په سوېلي او مرکزي برخو کې د اسراییل په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

اسراییل یوازې په خان یونس کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر پنډ غالو بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې د ماشومانو په ګډون ۱۷ فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ وايي، په دغه بریدونو کې یې د فلسطیني وسله‌والو ډلو غړي په نښه کړي او د ملکي تلفاتو د راپورونو په اړه پلټنې کوي.
د اسراییل پوځ ادعا کوي، چې په غزه کې د اسراییل د هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د حماس د پوځي څانګې نیمايي مشران وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه کې تر ۳۸ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.
حماس پر اسراییل تور پورې کړی، چې په غزه کې یې بریدونه زیات کړي چې د اوربند هوکړې ته د رسېدو هڅې له خنډ سره مخ کړي.
اسراییل بیا وايي، هڅه کوي د حماس وسله‌وال له منځه یوسي.
له بل پلوه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، چې په غزه کې د اسراییل د بریدونو له امله د رامنځته شویو ویجاړیو پاکول ممکن ۱۵ کاله وخت ونیسي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی