د ماشومانو ژغورنې سازمان: شاوخوا ۹۰۰ زره افغان ماشومان د اقلیمي بدلون له امله اغېزمن شوي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان د سه شنبې په ورځ وویل چې په کونړ، لغمان او ننګرهار کې د اقلیم د بدلون له امله د ۸ لکه او ۵۸۰۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱،۳۶ میلیون کسان اغېزمن شوي دي. د دغه سازمان په وینا په وروستیو بارانونو کې شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان بې کوره شوي دي.