• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د اقتصادي درجه بندۍ اداره: د مسلم لیګ "ن" حکومت به تر اتلسو میاشتو دوام وکړي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۷ جولای ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د اقتصادي درجه بندۍ اداره وایي، چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان به تر یوې نامعلومې مودې په بند کې پاتې شي او د مسلم لیګ حکومت به هم تر راتلونکو اتلسو میاشتو دوام وکړي.

دغې ادارې په یوه راپور کې دا څرګندونې د وړاندوینې په توګه لیکلي او دلایلو ته یې هم پکې اشاره نه ده کړې.

دا راپور تر هغه وروسته خپریږي، چې د عمران خان ګوڼد په پارلمان کې له ټولو نورو ګوندونو ډیرې څوکۍ ترلاسه کړي دي.
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون بیا پرېکړه کړې، چې ځانګړې څوکۍ دې د نورو ګوندونو تر منځ ووېشل شي، چې ډېر یې په واکمن ایتلاف کې شامل دي.
له دې سره، د پاکستان دولت دوه ورځې وړاندې پرېکړه کړې، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند فعالیتونه هم منع کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا تارر دغه ګوند له هند او اسراییل څخه د مالي مرستو په تر لاسه کولو تورن کړ.
د پاکستان د اقتصادي درجه بندۍ ادارې د پاکستان ناوړه اقتصادي وضعیت ته هم په دې راپور کې اشاره کړې ده او ویلي یې دي، چې د روان مالي کال تر پایه به په پاکستان کې د انفلاسیون کچه راټیټه شي.
یادې ادارې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د روان مالي کال تر پایه به د پاکستان حکومت د سود کچه ۱۴ سلنې ته ورسوي.
د دغه راپور له مخې؛ د پاکستان حکومت په بودیجه کې تر ټولو سخت اقتصادي هدفونه ټاکلي دي او غواړي چې مالي کسر له ۷،۴ سلنې څخه ۶،۷ سلنې ته راکم کړي.
په دغه راپور کې دا یادونه هم شوې، چې د پاکستان بهرني پورونه، اقتصادي ناورین، سېلابونه او وچکالي ددې هېواد لپاره لویې اندېښنې دي.
د پاکستان د اقتصادي درجه بندۍ ادارې د راپور له مخې؛ ددغه هېواد اوسنی حکومت به د پيسو له نړۍوال صندوق سره په اقتصادي اصلاحاتو کې هم په ګډه همکاري وکړي.
یاده اداره په داسې حال کې دغه راپور خپروي، چې تېره ورځ د نړۍوالې درجه بندۍ ادارې ویلي وو، چې د پیسو نړۍوال صندوق نوی پروګرام به پاکستان ته د مالي مرستو لپاره امکانات ښه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تازه یو ځل بیا له ای اېم اېف څخه پور تر لاسه کړی او د دغه پور له مخې، د پاکستان حکومت مجبور دی، چې د مالیې، برېښنا، ګازو او د خوراکي توکو په بیو کې لوړوالی راولي.
ددغه پور له منظورۍ وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي وو، چې د پېسو له نړۍوال صندوق څخه بیا پور اخیستل یې مجبوري وو او دغو پورونو د پاکستان راتلونکي نسلونه هم ګرو کړي دي.
بل خوا تېر کال بیا د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له بند څخه ای اېم ایف ته د یوه لیک په لېږلو سره له دغه صندوق څخه غوښتي و، څو د شهباز شریف حکومت ته پور ور نه کړي.

ډېر لیدل شوي

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي
۱

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۲

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۳

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۴

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۵

د فاتح په اړه پر تمثیلي ډرامې پښېماني؛طالبانو له خلکو او خپلو دري ژبو جنګیالیو بښنه وغوښته