• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني سرچینو د پوځ پر اډې د افغان طالبانو د یوه بل غړي د لاس لرلو خبر ورکړ

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۸ GMT+۱

له پاکستانه امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو یو بل غړی فضل عمر هغه کس دی، چې د تحریک طالبان پاکستان بریدګرو سره یې په خیبر پښتونخوا کې د پوځ تر اډې ملتیا کړې ده. د سرچینو په وینا؛ فضل عمر د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې د حافظ ګل بهادر جنګیالیو د دوشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر یوې پوځي اډې برید وکړ، چې په پایله کې یې اته پاکستاني سرتېري ووژل شول.
د پاکستان امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې برید کې دوو افغان طالبانو لاس درلود.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ فضل عمر د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکی و او ټاکل شوې وه، چې د جمعې په ورځ یې د واده مراسم ترسره کړي.
د پاکستان پوځ د حافظ ګل بهادر په مشرۍ له برید وروسته د خیبر پښتونخوا په بنو کې د عملیاتو اعلان وکړ او په ترڅ کې یې لس جنګیالي وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ وایي، چې د حافظ ګل بهادر ډله په افغانستان کې مېشته ده او د پاکستان په خاوره کې ترهګریز بریدونه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د پاکستان امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو یوه جنګیالي د عثمان الله کامران په نوم د پاکستان د پوځ پر اډې برید کې لاس درلود.
له دې برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر مرستیال احضار کړی و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي، چې په دې اړه په بشپړه توګه څېړنه وکړي او د بنو د پېښې د عاملینو پروړاندې دې ژر تر ژره اقدام وکړي.
د یادولو ده، چې طالبانو بیا تراوسه په دې برید کې د دغې ډلې د جنګیالیو د لاس درلودو په اړه څه نه دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟