• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ټوېټر یا اېکس وروسته په پاکستان کې د فېسبوک د بندېدو اندېښنې

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۴۱ GMT+۱

د انټرنېټ څارونکي (نېټ بلاکس) تایید کړې چې له ټویټر وروسته په ټول پاکستان کې د فیسبوک خدمتونه هم تړل شوي دي. ویل کیږي، چې له پرون راهيسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې کاروونکي د فېسبوک، انسټاګرام او نورو ټولنيزو رسنيو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د انټرنېټ څارونکي (نېټ بلاکس) وايي، چې د دوی څارنې ښیي چې په پاکستان کې د انټرنېټ خدمتونو د چمتو کوونکو لپاره د فیسبوک خدمتونه تړل شوي.
له کراچۍ، کوټې، لاهور، ملتان، سیند، حیدراباد، راولپندۍ، خیبرپښتونخوا، فیصل اباد، اسلام اباد، اېبټ اباد او بېلابېلو برخو څخه د خواله رسنیو څارونکو په دې اړه شکایت کړی چې د دوی په سیمو کې له ټویټر یا ایکس وروسته فېسبوک او انسټاګرام له کاره لوېدلي او د لاسرسي وړ نه دي.
پر دې سربیره د نړۍ په کچه د انټرنیټي خدمتونو د څارنې ویب پاڼې (ډاون ډیټیکټر) په وینا، د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې کاروونکي په فیسبوک سربیره انسټاګرام ته د لاسرسي په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.
ظاهرآ داسې برېښي چې پر خواله رسنیو دغه بندېز دې د محرم په ۱۰ او ۱۱ د عاشورا مراسمو د خوندي ترسره کولو په موخه ترسره شوی وي، خو د کاروونکو اندېښنې دا دي چې نن پنجشنبه د محرم میاشتې ۱۲مه هم پر خواله رسنیو بندیز پر ځای پاتې دی.
خو په حکومتي کچه د پاکستان د مخابراتو ادارې (پي ټي اې) په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت د پاکستان حکومت پر ایکس ټولنیزه شبکه بندیز ولګاوه او کارونکي یې د استعمال پر مهال د (وي پي این) ځانګړې مجازې شبکې په کارولو سره ایکس پاڼې ته لاسرسی مومي.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۴

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۵

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي