• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن پرلتوال: د تېر په څېر د سپین بولدک او چمن تر منځ دروازه پرانېستل شوه

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د چمن پرلتوال وایي، چې د سپین بولدک ـ چمن دروازه د‌ تېر په څېر د تګ راتګ پر وړاندې پرانېستل شوه. پرلتوالو نن وویل، چې پر دغه لاره یې د پاکستان د حکومت له لورې د پاسپورټ د حتمي کېدو په غبرګون شاوخوا لس میاشتي اعتراضونه وکړل.

د پاکستان حکومت د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې د پاکستان حکومت له لورې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ په وسیله د تګ و راتګ د حتمي کېدو پرېکړه وکړه.
د سوېلي پښتونخوا چمن زرګونو سوداګرو، ځايي اوسیدونکو او ځايي سیاسي ګوندونو د پاکستان د دغې پرېکړې په غبرګون پرلت ووهه.
په دې موده کې د پاکستان حکومت څو ځله د پرلت د پای ته رسولو په موخه پر پرلتوالو بریدونه وکړل.
د پاکستان د حکومت له لورې پر پرلتوالو د برید په پایلو کې یو شمېر پرلتوال بنديان، یو کس مړ او لسګونه ټپیان هم شول.
نن یکشنبې (د چنګاښ ۳۱مه) بیا د پرلت د مرکزي کمیټي بندي غړي له بنده خوشي شول.
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی چې له شاوخوا دوه میاشتنې بند وروسته نن راخوشې شوی وايي: ((موږ ژمنه کړي وه، چې د چمن د اوسیدونکو او د پرلتوالو ټولې غوښتنې حل کوو او نن مو هغه ژمنې پوره کړې.))
نوموړی وايي، چې تر دې وروسته دا لاره به د سپین بولدک او چمن د اوسېدونکو پر مخ نه بندیږي.
د یادو کسانو له خوشې کېدو سره سم پرلتوالو اعلان وکړ، چې سر له نن ورځې د سپین بولدک ـ چمن دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته د پخوا په شان پر تذکره او شناختي کارډ د مسافرو پر مخ خلاصه شوه.
قبایلي مشر ملک عنایت الله کاسی وايي:« ستاسو چې څه خوارۍ وې، ستاسو چې څه غوښتنې وې هغه سل سلنه ومنل شوې. له دې وروسته به د چمن په اړه هره مشوره د چمن د لغړیانو سره کیږي. له نن وروسته ستاسو تګ راتګ په تذکره او شناختي کارډ باندې کیږي. هغه ځوانان چې شناختي کارډونه نه لري د هغوی لپاره به ژر تر ژره شناختي کارډونه ورکړل شي.»
خو د یادونې ده، چې تر اوسه د پاکستان د حکومت له لورې د یادې دروازې د خلاصیدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.
پر ډیورنډ کرښه د سپین بولدک ـ چمن دروازه د افغانستان او پاکستان تر منځ یو له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده، چې پر دغه سوداګریزه لاره باندې څو ځله د تېر جمهوري نظام او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال هم د دواړو هېوادونو ترمنخ وسله والي نښتې هم شوې دي.
تر اوسه د کندهار سیمه ییزو چارواکو په رسمي ډول د دغې دروازې د خلاصولو په اړه خپل دریځ نه دی په ډاګه کړی.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ

۵
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې