• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی د بنو د پېښې په اړه غوښتنې اپېکس کمېټې ته وړاندې کوي

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۴۰ GMT+۱

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی پرېکړه کړې، چې د بنو د پېښې په اړه غوښتنې به د اپېکس کمېټې ته وړاندې کړي. د بنو د پېښې په اړه د جوړې شوې جرګې غړو د وزيراعلی علي امين ګنډاپور سره ليدلي او خپلې غوښتنې يې هغه ته یوه په یوه ویلي دي.

په دغې لیدنه کې وړانديز شويو موضوعاتو کې د پوځ د عملیاتو پر وړاندې مخالفت او د وسله‌والو ډلو ختمول شامل دي.
د جرګې د غړو له‌خوا په وړاندې شویو موضوعاتو کې د امنیتي ځواک پیاوړي کول، شپنۍ ګزمې او د سي‌ټي‌ډي له‌خوا د ترهګرو پر وړاندې د جدي ګام اخیستلو غوښتنې هم شاملې دي.
د جرګې غړو دغه راز د بنو په وروستۍ پېښه کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه هم وکړه.
د جرګې مشر ناصر خان بنګش ویلي، چې وزیر اعلی د دوی ټولې غوښتنې واوریدې او ویې ویل چې د غوښتنو په اړه به د اپېکس کمېټۍ غونډه راوبولي.
هغه وويل، چې وزيراعلي ورته ويلي د اپېکس کميټې په غونډه کې به د جرګې پنځه تنه غړي هم برخه واخلي.
ناصر خان بنګش ویلي، چې په بنو کې به روان احتجاج جاري وي.
له بل پلوه پرکړه شوې، چې وزيراعلی علي امين ګنډاپور به د جمعې په ورځ د بنو پرلت ته ورځي او هلته به د اپېکس کميټې پرېکړه پرلت‌والو ته وړاندې کوي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي