• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو کرېکټ اسیا جام؛ سرېلانکا هند ته په ماتې ورکولو سره په لومړي ځل اتلولي خپله کړه

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۵۹ GMT+۱

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسیا جام په سيالیو کې نن سرېلانکا لوبډلې په پای لوبه کې هند ته د ۸ وېکټو په توپير ماتې ورکړه او په لومړی ځل يې د دې سياليو اتلولې په خپل نوم کړه. د سرېلانکايي لوبغاړو چماري اتاپتهو ۶۱ او هرشیتا سماراویکراما په ۶۹ منډو لوبډله اتلولۍ ته ورسوله.

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسيا جام د سياليو د پايلوبې پچه هند ښځينه کرېکټ لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هند لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سرېلانکا لوبډلې ته ۱۶۵ منډې هدف وټاکه.

سرېلانکا لوبډلې په ۱۸.۴ اور کې د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې د ۸ ويکټو په توپير وګټله.

سرېلانکایي لوبغاړې هرشتيا سماراويکراما د لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شوه.

دا لومړۍ ځل دی، چې سرېلانکا ښځينه لوبډله د اسيا جام اتلولي په خپل نوم کوي.

د ښځو کرېکټ اسیا جام دې نهم پړاو کې دا نهم ځل دی، چې هند پایلوبې ته وځي.

هند تر دې وړاندي ۷ ځلي دا جام ګټلی؛ خو دا يې دويمه ماته ده.

تر دې وړاندي د ۲۰۱۸ کال د ښځو کرېکت د ۲۰ اوره سياليو په پايلوبه کې بنګلدېش هند په درېیو ويکټو ماتې ورکړې وه.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په نوښت د ښځو کرېکټ اسیا جام د سرېلانکا په کوربتوب جوړ شوی و.

په دې جام کې د بنګلدېش، هند، پاکستان، سرېلانکا، ماليزيا، نيپال، تايلنډ او متحده عربي امارات د ښځو ملي لوبډلو ګډون درلود.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۵

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ