• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کانګرس لوړپوړی غړی: له افغانستانه د امریکا وتلو د داعش 'بهرني عملیات' زیات کړي

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۵۵ GMT+۱

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، چې د امریکا له وتلو او افغان حکومت له پرځېدو وروسته په «زرګونو ترهګر» له زندانه وتښتېدل چې په نورو هېوادونو کې د داعش په بریدونو کې مرسته کوي. مک‌کال وویل، «داعش ډله د مکسیکو له لارې امریکا ته دننه شوې.»

مایکل مک‌کال د بایډن د ادارې پر سرحدي تګلارو نیوکه وکړه او دا یې د داعش په څېر ترهګرو ډلو ته یو چانس وباله چې پر امریکا بریدونه وکړي.
جمهوري غوښتونکو په وار، وار پر ډیموکراټانو نیوکه کړې چې امریکا ته د لاتینې امریکا د کډوالو د ننوتلو مخه نه نیسي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې که د نومبر په ټاکنو کې بریالی شي نو له مکسیکو سره به پر پوله دیوال جوړ کړي.
درېیو امریکايي چارواکو د چنګاښ په میاشت کې این‌بي‌سي نیوز ته وویل چې له داعش سره تړلې د انساني قاچاق شبکې له منځنۍ اسیا او نورو ځایونو څخه تر ۴۰۰ زیات کډوال امریکا ته راوستي دي.
دوی ویلي چې پر روسیې د داعش وروستي برید د امریکا پر خاوره د دغې ډلې د بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر سي‌بي‌سي شبکې ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ یې یو مطلب خپور کړی او یو ځل بیا یې د پخواني افغان حکومت د پرځېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی.
هغه وویل: «موږ د افغانستان مخکیني حکومت پرځېدل ولېدل. په زرګونو داعش جنګیالي د بګرام له زندانه ووتل او بالاخره د افغانستان، تاجکستان او پاکستان په ځینو سیمو کې میشت شول.»
هغه زیاته کړه، «هغوی (د داعش خراسان څانګه) خپله لاره پرانیزي، دوی د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي.
مک‌کال په متحده ایالاتو کې د داعش د اتو مشکوکو غړو نیول کیدو ته په اشارې سره وویل، «پوښتنه دا ده چې د دوی څومره نور کسان دلته (په متحده ایالاتو) کې دي.»
د متحده ایالاتو رسنیو راپور ورکړ چې اته تنه د تاجکستان وګړي د غبرګولي په ۲۲ په نیویارک، لاس انجلس او فلاډلفیا کې د داعش له خراسان څانګې سره د تړاو په تور ونیول شول.
تر دې مخکې د وري په میاشت کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر له افغانستانه بهر د داعش د مخ پر ودې عملیاتي وړتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.
مایکل مک‌کال خبرداری ورکړ چې داعش اروپا او امریکا ته ګواښ دی.
د امریکا د مرکزي قوماندې پخواني قوماندان هم د داعش له خوا پر امریکا او نورو بهرنیو قدرتونو د برید لپاره د «قوي ارادې» خبرداری ورکړ.
فرانک مکینزي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د داعش خراسان ډلې د ودې لامل وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داعش خراسان ډلې د مالي شبکې د له منځه وړلو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا مالي جایزه به د هغو معلوماتو په بدل کې ورکوي چې د داعش خراسان ډلې د مالي ملاتړ د بهیر ګډوډولو لامل وګرځي.

ډېر لیدل شوي

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ
۱

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۲

ملا برادر له ترکمنستان څخه د ټاپي ګازو د اوږدمهاله قرارداد غوښتنه کړې

۳

امریکا د محمود شاه حبیبي د بېرته کور ته د ستنولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده

۴

پایښت که زوال؛ ایا د طالبانو واکمني به پنځه کاله نور هم دوام وکړي؟

۵
ځانګړی

سرچینه: د نورستان د استخباراتو د مشر ضیاالحق یاسر ساتونکو پر نجونو د جنسي تېري هڅه کړې