• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مشهد کې د طالبانو سرقونسل ویلي، چې ایران هغه د دغې څوکۍ لپاره منلی دی

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۱

په مشهد کې د طالبانو سرقونسل فیض‌الرحمان عطایي ویلي، چې ایران په مشهد کې هغه د افغانستان د سرقونسل په توګه منلی دی. تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې ښاغلي عطایي د دوشنبې په ورځ په یو لړ مراسمو کې له ایرانه مننه کړې ده.

ایران د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د کاري دورې په لومړۍ ورځ او ایران ته د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال له سفر سره هم‌مهاله په مشهد کې یې د افغانستان قونسلګرۍ دغې ډلې ته وسپارله.
تر هغې یوه شپه وړاندې د افغانستان پخواني سرقونسل عبدالجابر انصار په دغې استازولۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د خپل کار د پای اعلان وکړ.
طالبانو له غبرګولي میاشت راهیسې په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې او په وروستیو کې ښاغلی انصار اړ شو، چې خپل ځای د طالبانو استازي ته پرېږدي.
په مشهد کې د افغانستان قونسلګري له هرات سره د نږدې‌والي له امله په تهران کې د افغانستان سفارت څخه وروسته دغه استازولۍ په ایران کې یو له مهمو استازولیو شمېرل کېږي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۴

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۵

ایټالیا کې افغان سفارت: د هېواد برخلیک باید د بهرنیانو او طالبانو د پټو معاملو قرباني نشي