• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: د خیبرپښتونخوا ډېره اسماعیل خان کې د ملګرو ملتونو پر موټر ډزې شوې

۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۴۴ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله ویلي، چې ناڅرګندو وسله والو تېره ورځ د دغه هیواد په شمال لوېدیځ کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر موټر ډزې کړې خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی. د پولیسو په وینا دغه کسان په سیمه کې د څښاک پاکو اوبو د نمونې اخیستلو لپاره روان وو.

پولیسو ویلي، د ملګرو ملتونو دغه موټر د مرمۍ ضد و او د دغې ادارې سیمه ییز کارکوونکي په کې سپاره وو.
پاکستاني پولیس وايي، چې په موټر کې سپرو کسانو ته هیڅ کوم زیان نه دی رسېدلی او یوازې د دوی د موټر ځینې برخې زیانمنې شوې.
په سیمه کې پولیس چارواکو پاکستاني رسنیو ته ويلي چې په وسله والو بریدګرو پسې د پلټنې عملیات روان دي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغه برید په اړه څه نه دي ويلي، او ټي ټي پي بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوی دغه کار نه دی کړی.
خو په دغه سیمه کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې د ډیرو بریدونه مسووليت ټي ټي پي په غاړه اخلي.
تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي وسله والې ډلې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې نږدې ۵۰۰ بریدونه کړي. چې ډیری هغه یې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې شوي.
دا په دې وروستیو کې لومړی ځل دی چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو پر موټر وسله وال برید کیږي، او مسوولیت یې هم څوک نه مني.

ډېر لیدل شوي

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي
۱
ځانګړی راپور

جبري الفاظ او القاب؛ طالب استخباراتو افغان رسنیو ته د رسنیزو ادبیاتو کرښې ټاکلې دي

۲
ځانګړی

د پاکستان حکومت ۶۴ پوهنتونونو او پوهنځیو ته د افغان محصلانو د اخراج امر کړی

۳

په امریکا کې یو افغان پخوانی ژباړن د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی

۴

ملبورن ریویو: پاکستان د پخوانیو افغان سرتېرو او جهادي قوماندانانو د سمبالولو هڅه کوي

۵

د سواد نړۍواله ورځ؛ په کندهار کې د سواد زده‌کړې مرکزونه تړل شوي دي