• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالسلام ضعيف طالبانو ته په اشاره: کومه ټولنه کې چې عدالت نه وي امنیت به نه وي

۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۱

اسلام اباد کې د طالبانو د پخواني حکومت سفیر عبدالسلام ضعیف د طالبانو اوسني حکومت ته په اشاره ویلي، « عدالت په ټولنه کې د امنیت ضمانت کوي.» دغه په کور ناست پخوانی طالب چارواکی، کله کله د طالبانو پر اوسني حکومت نیوکې کوي.

عبدالسلام ضعیف نن چهارشنبه د (زمری ۱۰مه) په خپله ایکس پاڼه په اشارې سره د طالبانو پر اوسني حکومت نیوکه کړې چې ګنې دوی عدالت نه پلی کوي نو د امنیت ټینګېدو تمه دې هم نه لري.
تر دې مخکې د طالبانو مشر ملا هبت الله ويلي و، چې د دغې ډلې پر حکومت دې طالب مشران او خلک نیوکې نه کوي او که څه وي نو له ده سره دې یې شریکې کړي.
په تېرو نږدې درېیو کلونو کې نړېوالو د بشري حقونو سازمانونو او یوناما هم د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې چې بشري حقونه ته پام نه کوي او د عدالت د ټينګښت لپاره کار نه کوي.
تر دې وړاندې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر سلاکار او د بهرنیو چارو پخواني وزیر وکیل احمد متوکل په یوه بیان کې چې داسې څرګندېده د طالبانو په حکومت کې د پرېکړو د څرنګوالي په اړه یې ویلي و، «ان خدای هم مشوره کوله.»
نوموړي په یوه بل بیان کې ویلي و چې، «حکومتولي په هوښیارۍ او احتیاطي پرېکړو سره» کیږي.
د طالبانو استخبارات د دغې ډلې پر حکومت نیوکه کوونکي او هغه کسان چې د دوی تګلارې ناسمې بولي، نیسي او په زندانونو کې سختې شکنجې ورکوي چې ډیری هغه یې له زندانه په راوتو له رواني پلوه ناروغان دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم په تېرو دوو کلونو کې د خپل حکومت پر تګلارو او د نجونو د زده‌کړو په اړه توندې ویناوې کړې دي، چې د معلوماتو له مخې څو میاشتې کیږي چې خپلې دندې ته نه پریښودل کیږي.
عبدالسلام ضعیف د طالبانو حکومت ته په خپل کړي ټويټ کې سپارښتنه کړې چې که غواړي امن او ټیکاو ډاډمن شي نو د عدالت پلي کیدا لپاره دې نه ستړی کیدونکی کار وکړي.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۳

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۴

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۵

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول