• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسماعیل هنیه څوک و او د حماس په فعالیتونو کې یې څه رول درلود؟

۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۱۸ GMT+۱

په ۱۹۴۸ کال کې د فلسطین او اسراییل د سختو جګړو له امله یوه فلسطیني کورنۍ له خپل کور او کلي څخه کډوال او عسقلان سیمه کې مېشت شول. جګړه وغځېده او یاده کورنۍ مجبوره شول، چې د غزې ښار په لوېديځ کې د الشاطي د کډوالو په کمپ کې شپې او ورځې تېرې کړي.

بالاخره په ۱۹۶۲ کال کې په دغه کورنۍ کې فلسطیني سیاستوال اسماعیل هنيه وزېږېد.
هنیه د همدې جګړو پرمهال لوی شو او په هغه ښوونځي کې شامل شو، چې د ملګرو ملتونو له خوا بې ځایه شویو فلسطینیانو ته جوړ شوی و.
نوموړي د ښوونځي له پایته رسولو وروسته د غزې په اسلامي پوهنتون کې د عربي ادبياتو په برخه کې لوړې زده کړې وکړې.
اسماعیل هنیه چې په شپاړس کلنۍ کې د خپل تره لور امال هنیه سره واده کړی و، د اته زامنو او پنځه لوڼو خاوندان شول.
هنیه له ۱۹۸۰مې لسیزې د حماس غړیتوب ترلاسه کړی و او د وخت په تېرېدو سره د دغه غورځنګ پر مهمې او اغېزناکې څېرې بدل شو.
په ۲۰۰۷ کال کې حماس د غزې کنټرول ترلاسه کړ او هنیه د لنډ وخت لپاره په غزه کې د لومړي وزیر په توګه خپل کار ته دوام ورکړ.
له هغې ورځې چې اسماعیل هنیه سیاسي فعالیتونه پیل کړل په ځلونو بندي، تبعید او ټپي شو او ان د خپلې کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړل، خو د فلسطین د خپلواکه کېدو له مبارزې لاس پر سر نه شو.
نوموړی چې د خالد مشعل ځای ناستی و، په وروستیو کلونو کې یې په جلا وطنۍ کې له قطر څخه د دې ډلې سیاسي چارې سمبالولې او له ډېرې مودې راهیسې غزې ته نه و تللی.

100%


ښاغلی هنیه چې په ۲۰۱۷ کال کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو، د اسراییل ملاتړي امریکا بیا هغه په ۲۰۱۸ کال کې د ترهګرو په ډله کې راوست او پر هغه یې بندیزونه ولګول.
حماس د تېر کال په اکټوبر میاشت کې تر هغه وروسته بیا ځلې د نړۍوالو رسنیو سر ټکی وګرځېد، چې یادې ډلې پر اسراییل بریدونه وکړل چې له امله شاوخوا زر اسراییلیان ووژل شول او لسګونه نور د حماس له خوا یرغمل ونیول شول.
اسراییل بیا د حماس د بریدونو په ځواب کې ځمکني او هوایي عملیات په غزې پیل کړل، چې له تېر یوه کال راهیسې نږدې ۴۰ زره فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي.

100%

د دغو جګړو د پایته رسولو په موخه د اسماعیل هنیه په کلیدي رول سره د مصر، قطر او د امریکا په منځګړیتوب له څو میاشتو راهیسې مذاکرات روان ول، خو دغه مذاکرات لا کومې پایلې ته نه و رسېدلي، چې نوموړی د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته ولاړ.

دا په ایران کې د نوموړي له وروستیو انځورونو څخه یو دی.

100%

اسماعیل هنیه د اسراییل له تعقیبولو سره سره بالاخره نن سهار وختي په تهران کې په خپل استوګنځي کې د یوه برید له امله ووژل شو.
له دې پېښې سره حماس ډلې یوه اعلامیه خپره کړه او په ایران کې یې د نوموړي ترور تایید کړ.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر علي خامنه يي به د پنجشنبې په سهار (د زمري ۱۱مه) د اسماعیل هنیه جنازه وکړي.
د دغه راپور له مخې؛ دغه جنازه به د تهران په پوهنتون کې د سهار په ۸:۳۰ بجو ترسره شي.
د اسماعیل هنیه پر وژنې د نړۍ د اسلامي هېوادونو مشرانو خپل توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا پېښه د منځي ختیځ کړکېچ لا پیچلی کولی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ټينګار سره وویل، چې د هنیه وینه نه ضایع کیږي او د نوموړي په وژنې سره د ایران او فلسطین ترمنځ اړیکې لا پراخې شوې.

د یادولو ده، چې دغه وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره د «اسماعیل هنیه په وژلو کې امریکا له اسراییل سره په لاس لرلو تورنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د اسماعیل هنیه د ساتنې مسوولیت چا درلود؟

۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۵۳ GMT+۱

د ایران د بهرنیو مېلمنو د ساتنې مسوولیت د سپاه حفاظت ولي امر پر غاړه دی. د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي په میاشت کې د هغه وخت د سپاه حفاظت قوماندان علي ناصري، سپاه پاسداران سره تړلې تسنیم خبري اژانس ته د هغو بهرني چارواکو د ساتنې په اړه چې ایران ته سفر کوي معلومات ورکړي وو.

نصیري ویلي و، مخکې له دې چې لوړپوړي بهرني چارواکي ایران ته سفر وکړي، سپاه د هغه هېواد داخلي وضعیت څېړي.

د هغه په ​​وینا: «په دې څېړنو کې سپاه د هغه هېواد د داخلي ګواښونو ارزونه کوي، چې ایران ته د هغه هېواد داخلي ګواښونه تر کوم حده لیږدول کېدلی شي او زموږ په هېواد کې هغه بهرني چارواکي ګواښلی یا هم په نښه کولی شي.»

د سپاه حفاظت د هغه وخت قوماندان ټینګار کړی و، که چیرې سپاه دې پایلې ته ورسیږي، چې په ایران کې دې بهرني چارواکي ته ګواښونه شته، له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره ځانګړې وړاندوینې کوي تر څو د بهرنیو چارواکو ساتنې وکړي.

له دې مرکې یو کال وروسته په ۱۳۹۸ کال کې داسې اوازې خپرې شوې، چې نصیري نیول شوی دی. نیویارک ټایمز هم په یوه راپور کې د دفاع وزارت د لسګونو کارکوونکو نیول کېدو ته په اشارې سره دا خبره تایید کړې وه.

د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې راهیسې، چې د نصیري د تېښتې اوازې خپرې شوې، حسین سلامي فتح الله جمیري د سپاه محافظت د قوماندان په توګه وټاکل شو.

د ساتنې بودیجه

د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۳۱مه نېټه، د ایران د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب وویل: «د لس چنده زېربنایي بودیجې او د ولسمشر، پارلمان او د بودیجې قانون په تعقیب سره، موږ وکولای شو چې امنیتي زېربناوې پراخې کړو او له اسراییل سره په ښه توګه مقابله وکړو.»

هغه د ۱۴۰۳ کال د زمري په درېیمه د هنیه له ترور څخه یوه اونۍ مخکې ویلي وو: « د موساد نفوذي شبکه، چې زموږ علمي شخصیتونه یې وژل یا حیاتي مرکزونه یې ورانول له منځه ولاړه.»

د ۱۴۰۲کال د بودیجې په قانون کې د اطلاعاتو وزارت بودیجه له ۱۶زرو میلیارد تومان څخه زیاته وه.

د ۱۴۰۲ کال د بودیجې په قانون کې د سپاه حفاظت بودیجه ۳۷۴/۵ میلیارده تومان په پام کې ونیول شوه.

د دې دستګاه بودیجه په ۱۴۰۱ کې شاوخوا ۳۰۶ میلیارده تومان او په ۱۴۰۰ کال کې شاوخوا ۱۵۴ میلیارده تومان وه.

د سږني کال په بودیجه کې د سپاه محافظت بودیجه ۴۳۳ میلیارده تومان ده.

په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو سره هغه هم د تهران په سعداباد سیمه کې چې د پزشکیان د لوړې د مراسمو پر مهال په لوړه کچه امنیتي تدابیر نیول شوي، داسې ښکاري چې لس برابره بودجه په ښکاره توګه ناکامه شوې ده.

په برېتانیا کې افراطي اسلامپاله "انجم چوهدري" په عمري بند محکوم شو

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د برېتانیې یوې محکمې د سې شنبې په ورځ په دغه هېواد کې یو افراطي اسلامپال مبلغ انجم چوهدري د ترهګریز سازمان د مشري په تور په عمري بند محکوم کړ. انجم چوهدري باید ۲۸ کاله په بند کې تېر کړي او له هغه وروسته په مشروط ډول د ازادۍ لپاره غوښتنلیک ورکړي.

تېره اونۍ د برېتانیا پولیسو د دغه ۵۷ کلن افراطي برېتانوي مبلغ د درېیو تروریستي جرمونو په تور د نیولو اعلان وکړ.

د لندن د وولویچ جرمونو محکمې هغه د منع شوي المهاجرون سازمان د رهبرۍ او د څو وروستیو بریدونو سره د تړاو په تور مجرم وګاڼه.

انجم چوهدري د جوماتونو، سفارتونو او د برېتانیا د پولیسو د دفترونو مخې ته د مظاهرو په رهبرۍ کولو سره په برېتانیا کې یو له مشهورو اسلامپالو مبلغینو څخه و.

پاکستاني الاصله اسلامپال مبلغ وروسته له هغه په ​​برېتانیا کې د خلکو پام ځانته راواړوه، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د عاملینو ستاینه یې وکړه.

چوهدري وويل، د هغه حتمي هدف د برېتانيې د لومړي وزير د استوګنې په لس نمبر داونینګ کوڅې باندې د اسلام بيرغ پورته کول دي.

له ایران سره د طالبانو ځایګی؛ طالبان په څلورمه درجه کې مګر حماس په لومړۍ درجه کې ځای لري

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۱

د ایران د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو ډله ییز انځورونه ښيي، چې د حماس د دفتر مشر او د یمن د حوثي یاغیانو ویاند په لومړي صف کې او د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال په څلورم صف کې ولاړ دی.

د رسمياتو له مخې؛ د چارواکو د څوکۍ ترتیب د هېوادونو په ډېپلوماتیکو اړیکو کې لومړیتوبونه په ګوته کوي.

په لومړي صف کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او د یمن د حوثي یاغیانو ویاند محمد عبدالسلام ځای لري.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر په څلورم قطار کې ولاړ دی.

په همدې حال کې عبدالکبیر د طالبانو د رژیم یو له مهمو شخصیتونو څخه دی او د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن د ناروغۍ له امله ځیني وخت کې د دغې ډلې د رییس الوزرا رول لوبوي.

په څلورم صف کې د هغه ځای پر ځای کېدل ښيي، چې د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د طالبانو رژیم ته ډېر اهمیت نه ورکوي.

تر دې وړاندې ایراني رسنیو هم د مسعود بزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د طالبانو د پلاوي د انځورنه په حواله دا موضوع مطرح کړې وه.

د ایران د دیارلسم ولسمشر ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې د پخواني جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني ګډون کړی و، چې د ډېپلوماتیک عرف په اساس په لومړي قطار کې ولاړ و.

100%

عکسونو ښودلې، چې د ایران اسلامي جمهوریت د طالبان پر وړاندې د حماس او حوثیانو په پرتله ټیټ دریځ لري.

لوېدیځ هېوادونه د یمن حوثي او حماس د ایران اسلامي جمهوریت نیابتي ډلې ګڼي.

طالبان له ایران سره هم نږدې اقتصادي او ډېپلوماتیکې اړیکې لري.

په دې وروستیو کې ایران اسلامي جمهوریت د مشهد کونسلګرۍ دغې ډلې ته وسپارله.

ایراني چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود بزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ۸۶ هېوادونو مشرانو او چارواکو حضور درلود.

دغه راز د تاجکستان ولسمشر، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د ارمنستان لومړی وزیر هم کډون کړی و.

مسعود پزشکیان د ایران د نهم ولسمشر په توګه لوړه وکړه

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۱۴ GMT+۱

مسعود پزشکیان د اسلامي شورا په یو لړ مراسمو کې د ایران د نهم ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له دې مراسمو مخکې هغه په ​​سیمه کې د ایران له ملاتړه برخمنو نیابتي ډلو له مشرانو سره وکتل.

د ښاغلي پزکشیان د لوړې مراسم د سې شنبې په ورځ (د زمري ۹مه) د ایران پر وخت د مازیګر ۴ بجې د اسلامي شورا په تالار کې د بهرنیو پلاويو او ملي او نظامي چارواکو په شتون کې ترسره شول.

پزشکیان په ​​دغه مراسمو کې په خپله وینا کې د ایران د نظام او اساسي قانون د ساتنې له ژمنې وروسته وویل، څوارلسم حکومت به د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ له خوا د تصویب شوي لید او عمومي پالیسیو په اساس عمل وکړي.

همدا راز، پزشکیان په خپله وینا کې یو ځل بیا د اسراییل پر ضد دریځ خپل کړ.

له دغو څرګندونو وروسته، په مراسمو کې يو شمېر حاضرو کسانو د بهرنيو مېلمنو په شتون د اسراییل پر ضد شعارونه ورکړل.

د ایران د ولسمشر د لوړې مراسمو ته له کابل څخه د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ورغلی دی.

پاریس ۲۰۲۴؛ د فرانسې حکومت د اولمپیک لوبو د ګډوډولو په تور ۵۰ تنه نیولي دي

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۸:۴۶ GMT+۱

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارمنین اعلان وکړ، چې د المپیک لوبو پر مهال د تخریب په هڅه کې تورن ۵۰ کسان نیول شوي دي. دارمنین وویل: "موږ داسې کسان پېژندلي چې ممکن ورانکارې کړنې یې په قصدي او هدفي ډول ترسره کړې وي."

دغه فرانسوي چارواکي د دوشنبې په ورځ فرانس 2 تلویزیون ته وویل: "موږ څو کسان پېژندلي دي."

نوموړي زیاته کړې، چې ورانکاري د کیڼ اړخو سخت دریځو ډلو ځانګړتیاوې لري.

جرالد دارمنین ټینګار وکړ، چې فرانسوي چارواکو د تخریبي کړنو مخه نیولې ده.

تیره اونۍ د پاریس د اولمپیک د پرانستلو په ورځ د فرانسې د اورګاډي لیکې له کاره ولوېدې او د اروپا او فرانسې له مختلفو ښارونو څخه پاریس ته د اورګاډي تګ راتګ ګډوډ شو.