• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل وايي، چې د حماس پوځي مشر محمد ضعیف یې په غزه کې وژلی دی

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د حماس د پوځي څانګې مشر محمد ضعیف تېره میاشت په غزه کې د اسراییل په یو هوايي برید کې وژل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په تهران کې د دغې ډلې سیاسي مشر د اسراییل به یو برید کې وژل شوی و.

داسې انګیرل کیږي، چې ضعیف د اکټوبر په اوومه د سوېلي اسراییل د برید یو له طراحانو څخه و، چې پر فلسطین د پراخ اسراییلي بریدونو او جګړې لامل شو.

د اسراییلو ځواکونو اعلان کړی، چې د جولای په ۱۳ د اسراییل پوځي الوتکو د خان یونس په سیمه کې برید کړی و او د یوې استخباراتي ارزونې وروسته، دا تایید کېدی شي، چې محمد ضعیف په دغه برید کې له منځه تللی دی.

حماس د ضعیف وژنه نه تایید کړې او نه یې رد کړې؛ خو د دغې ډلې یو چارواکي عزت رشاق ویلي، چې د دوی د مشرانو د وژنې په اړه هر ډول څرګندونې یوازې د دوی مسوولیت دی.

رشاق وویل: «تر څو چې دوی (د حماس سیاسي او پوځي مشرتابه) دا اعلان ونه کړي، په رسنیو کې خپاره شوي خبرونه او یا کوم بل اړخ دغه ډول خبرونه نه شي تاییدولی.»

د اسراییل دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د ایران په پلازمینه کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې ګڼ شمیر خلک راټول شوي دي.

ايران او حماس د هنيه د وژنې پړه پر اسرايیل اچولې؛ خو اسراییل بیا نه په دغه وژنه کې لاس لرل رد کړي او نه يې هم تاييد کړي دي.

اسراییل د سې شنبې په ورځ په بیروت کې د لبنان د حزب الله غورځنګ یو جګپوړی قوماندان هم وژلی دی.

حزب الله او حماس د ایران ملاتړې ډلې دي.

وروستي وژنو په منځني ختیځ کې د جګړې د لا زیاتوالي اندیښنه راپارولې ده.

ایران ویلي، چې سیمه ییز جګړه نه غواړي؛ خو هر برید ته به په کلکه ځواب ورکړي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه وايي: په ټوله نړۍ کې یوازې ۴۸ سلنه ماشومان د مور په شيدو تغذیه کېږي

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق او د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې په نړۍ کې یوازې ۴۸سلنه ماشومان د مور په شیدو تغذیه کیږي. دغو سازمانونو ویلي، په تېرو ۱۲ کلونو کې ماشومانو ته د مور د شیدو ورکولو کچه ۱۰سلنه لوړه شوې؛ خو لا هم ۵۲سلنه ماشومان د مور له شیدو بې برخې دي.

د ماشومانو د ملاټړ او د روغتیا نړۍوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د «د مور د شیدو ورکولو نړۍوالې اونۍ » په مناسبت د احصایې په خپرولو سره وویل، چې د مور د شیدو ورکولو د کچې لوړېدل کولای شي په کال کې د څه باندې ۸۲۰زره ماشومانو ژوند وژغوري.

د يادو بنسټونو په ګډه اعلاميه کې راغلي، چې د مور په شيدو کې موجود انټي باډي د ماشومانو له ناروغۍ او مرګ څخه د ژغورولو ترڅنګ ميندو کې د سرطاني او غير ساري ناروغيو خطر هم کموي.

په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د نړۍ له نيمايي څخه زيات نفوس، يعنې په نړۍ کې څلور نيم ميليارده وګړي له لازمو روغتيايي خدمتونو بې برخې دي او له همدې امله په نړۍ کې زياتې ښځې خپلو ماشومانو ته د شيدو ورکولو توان نه لري.
دغه سازمانونه وايي؛ اوس مهال یوازې نیمایي هېوادونه د مور د شیدو د کچې په اړه معلومات راټولوي. د ملګرو ملتونو د بنسټونو په وینا، د روغتیایي نابرابرۍ پر وړاندې د سمو معلوماتو راټولول د کورنیو له خوا د میندو د ملاتړ د کچې په پوهاوې کې مرسته کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان او یونیسف ټینګار کړی، چې کورنۍ، ټولنې، روغتیايي کارکوونکي، پالیسي جوړونکي او نور چارواکي باید د شیدو ورکوونکو میندو د ملاتړ په برخه کې خپل ګډ مسوولیت ترسره کړي.

ټي ټي پي: هغه ۲ وسلوال مو ژوندي او خوندي ځای ته رسېدلي چې پاکستاني پوځيانو ژوندي خښ کړي وو

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د پاکستان طالبانو تحریک د خپلو هغو دوو وسله والو د ژوندي پاتې کېدو خبر ور کوي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د پښتونخوا په مومند ولسوالۍ کې ژوندي خښ کړي و. دې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ډېر ژر به د خپلو دغو وسله والو ویډیو هم خپره کړي.

د پاکستان طالبانو تحریک څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د وزیر باجوړي او عاصم په نوم د دوی دوه وسله وال له ساعتونو جګړې او د مرمیو تر ختمېدو وروسته د مومند په انبار سیمه کې په یوه سمڅه کې پټ شوي و، چې پاکستاني پوځیانو پرې خاورې اچولوې وې او خښ کړي یې وو.

خواله رسنیو کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د دې وسلوالو د سمڅې د بندولو ویډیو هم خپره شوې او له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخامخ شوې وه.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم رسېدلې ویډیو کې ښکاري، چې لومړی د پاکستاني ځواکونو له خوا پر سمڅه ډزې کیږي او بیا وروسته د اکسواټرونو پر مټ پر دغو کسانو خاورې اړول کیږي.

100%


خو نن پاکستاني طالبانو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «د پېښور د مومندو ایجنسۍ په انبار کې د سي ټي ډي "د پاکستان پوځ" له خوا محاصره شوي او ژوندي خښ شوي «مجاهدین» د الله تعالی په خاص مدد او نصرت سره روغ راووتل او خپل خوندي ځای ته ورسېدل.»

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د ټي ټي پي مشر دغږ کسانو ته د هغوی د مقاومت له امله سل سل زره روپۍ د انعام په توګه په پام کې نیولې دي.

پاکستان د حافظ ګل بهادر ډله او مجید لېوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شاملې کړې

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې ملي ادارې د حافظ ګل بهادر او د بلوڅ بېلتونپالو مجید لېوا په نوم ډله د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شاملې کړې او د هغوی پر ټولو فعالیتونو یې بندیزونه لګولي دي.

دغو دواړو ډلو تر دې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ وسله‌والو ډلو سره تړاو لاره.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د اګسټ په لومړۍ نېټه) راپور ورکړی، چې د ترهګرۍ سره د پاکستان د ملي ادارې په نوملړ کې د ترهګرو ډلو نوملړ ۸۱ ډلو ته رسېدلی دی.

دغې ادارې په روان کال کې د درېیو نویو ډلو نومونه هم په دغه نوملړ کې ور زیات کړي دي.
د حافظ ګل بهادر په مشرۍ ډله د پاکستان پر ضد تر ټولو مهمه ډله ده، چې تر دې وړاندې د تحریک طالبان پاکستان په اډانه کې د یوې څانګې په توګه پېژندل کېده.

دغې ډلې په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو پر ضد ګڼ مرګوني بریدونه کړي دي.
پاکستان ادعا کوي، چې دغه ډله د تحریک طالبان پاکستان تر څنګ د افغانستان د ننه پوځي مرکزونه او روزنځایونه لري.
د تیپ مجید ډله نوې د یوې خپلواکې ډلې په توګه د پاکستان په ترهګریزو ډلو کې شامله شوې ده.

تر دې مخکې دغه ځواکمنه ډله د «بلوڅو د ازادي غوښتونکي پوځ» په نامه پېژندل کېده.

دغې ډلې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د پاکستان پوځ پر ضد ډېر بریدونه سمبال او ترسره کړي دي.
د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د روان کال په مارچ میاشت کې د ایران د سپاه پاسداران سره تړلې د زینبیون لښکر ډله هم په ترهګریز نوملړ کې شامله کړې وه.

پاکستان هغه بریټانیايي خبریال له خپلې خاورې اېستی دی، چې غوښتل یې عمران خان وویني

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، بریټانوي- امریکايي خبریال چارلز ګلاس چې غوښتل یې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره وګوري، پاکستاني چارواکو له خپلې خاورې اېستی دی.

ښاغلي ګلاس هڅه کوله، چې د عمران خان له خور سره یوځای اډیاله زندان ته د هغه د لېدو لپاره ورشي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د اسلام اباد پولیسو د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۱۰مه) نېټه د بریټانوي- امریکايي خبریال پر استوګنځي چپاو یووړ او هغه ته یې خبر ورکړ چې ویزه یې بې باوره شوې او په راتلونکو څو ساعتونو کې باید له پاکستانه پښې سپکې کړي.
د پاکستان پولیسو نوموړی د یو پاکستاني خبریال له کوره هغه هوټل ته چې هغه په کې اوسېده ورساوه، بیا یې تر هوايي ډګره بدرګه کړ او عربي متحده اماراتو ته یې وشاړه.
ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې چارلز ګلاس څو ورځې وړاندې د عمران خان له خور علیمه خان سره د اډیاله زندان ته تللی و چې له عمران خان سره وویني؛ خو نوموړي ته اجازه نه وه ورکړل شوې.
دا رنګه جیونیوز ټلویزیون هم ویلي، نوموړي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي څخه هم غوښتي و چې د عمران خان سره د لیدلو اجازه ورکړي، هغه مهال هم دغه غوښتنه نه وه منل شوې.
چارلز ګلاس تر دې وړاندې د مطبوعاتو د ازادۍ په ورځ د (مې درېیمه) هم د عمران خان او د ویکي لیکس د افشا کوونکي جولیان اسانژ د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

هغه ویلي و، چې دوی دواړه د امریکا له غوښتنو په سرغړونو بندیان شوي دي.

اسماعیل هنیه څوک و او د حماس په فعالیتونو کې یې څه رول درلود؟

۱۰ زمری ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴، ۲۰:۱۸ GMT+۱

په ۱۹۴۸ کال کې د فلسطین او اسراییل د سختو جګړو له امله یوه فلسطیني کورنۍ له خپل کور او کلي څخه کډوال او عسقلان سیمه کې مېشت شول. جګړه وغځېده او یاده کورنۍ مجبوره شول، چې د غزې ښار په لوېديځ کې د الشاطي د کډوالو په کمپ کې شپې او ورځې تېرې کړي.

بالاخره په ۱۹۶۲ کال کې په دغه کورنۍ کې فلسطیني سیاستوال اسماعیل هنيه وزېږېد.
هنیه د همدې جګړو پرمهال لوی شو او په هغه ښوونځي کې شامل شو، چې د ملګرو ملتونو له خوا بې ځایه شویو فلسطینیانو ته جوړ شوی و.
نوموړي د ښوونځي له پایته رسولو وروسته د غزې په اسلامي پوهنتون کې د عربي ادبياتو په برخه کې لوړې زده کړې وکړې.
اسماعیل هنیه چې په شپاړس کلنۍ کې د خپل تره لور امال هنیه سره واده کړی و، د اته زامنو او پنځه لوڼو خاوندان شول.
هنیه له ۱۹۸۰مې لسیزې د حماس غړیتوب ترلاسه کړی و او د وخت په تېرېدو سره د دغه غورځنګ پر مهمې او اغېزناکې څېرې بدل شو.
په ۲۰۰۷ کال کې حماس د غزې کنټرول ترلاسه کړ او هنیه د لنډ وخت لپاره په غزه کې د لومړي وزیر په توګه خپل کار ته دوام ورکړ.
له هغې ورځې چې اسماعیل هنیه سیاسي فعالیتونه پیل کړل په ځلونو بندي، تبعید او ټپي شو او ان د خپلې کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړل، خو د فلسطین د خپلواکه کېدو له مبارزې لاس پر سر نه شو.
نوموړی چې د خالد مشعل ځای ناستی و، په وروستیو کلونو کې یې په جلا وطنۍ کې له قطر څخه د دې ډلې سیاسي چارې سمبالولې او له ډېرې مودې راهیسې غزې ته نه و تللی.

100%


ښاغلی هنیه چې په ۲۰۱۷ کال کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر په توګه وټاکل شو، د اسراییل ملاتړي امریکا بیا هغه په ۲۰۱۸ کال کې د ترهګرو په ډله کې راوست او پر هغه یې بندیزونه ولګول.
حماس د تېر کال په اکټوبر میاشت کې تر هغه وروسته بیا ځلې د نړۍوالو رسنیو سر ټکی وګرځېد، چې یادې ډلې پر اسراییل بریدونه وکړل چې له امله شاوخوا زر اسراییلیان ووژل شول او لسګونه نور د حماس له خوا یرغمل ونیول شول.
اسراییل بیا د حماس د بریدونو په ځواب کې ځمکني او هوایي عملیات په غزې پیل کړل، چې له تېر یوه کال راهیسې نږدې ۴۰ زره فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي.

100%

د دغو جګړو د پایته رسولو په موخه د اسماعیل هنیه په کلیدي رول سره د مصر، قطر او د امریکا په منځګړیتوب له څو میاشتو راهیسې مذاکرات روان ول، خو دغه مذاکرات لا کومې پایلې ته نه و رسېدلي، چې نوموړی د ایران د نوي ټاکل شوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته ولاړ.

دا په ایران کې د نوموړي له وروستیو انځورونو څخه یو دی.

100%

اسماعیل هنیه د اسراییل له تعقیبولو سره سره بالاخره نن سهار وختي په تهران کې په خپل استوګنځي کې د یوه برید له امله ووژل شو.
له دې پېښې سره حماس ډلې یوه اعلامیه خپره کړه او په ایران کې یې د نوموړي ترور تایید کړ.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر علي خامنه يي به د پنجشنبې په سهار (د زمري ۱۱مه) د اسماعیل هنیه جنازه وکړي.
د دغه راپور له مخې؛ دغه جنازه به د تهران په پوهنتون کې د سهار په ۸:۳۰ بجو ترسره شي.
د اسماعیل هنیه پر وژنې د نړۍ د اسلامي هېوادونو مشرانو خپل توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا پېښه د منځي ختیځ کړکېچ لا پیچلی کولی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ټينګار سره وویل، چې د هنیه وینه نه ضایع کیږي او د نوموړي په وژنې سره د ایران او فلسطین ترمنځ اړیکې لا پراخې شوې.

د یادولو ده، چې دغه وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره د «اسماعیل هنیه په وژلو کې امریکا له اسراییل سره په لاس لرلو تورنه کړې ده.