• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني پولیسو افغانه څېړونکې کبرا غلامي د حجاب د نه مراعتولو په تور له خپلې خاورې واېسته

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۵۶ GMT+۱

ایراني پولیسو ټولنیزه افغانه څېړونکې کبرا غلامي د ایران پاسپورټ ادارې ته وربللې او وروسته یې له دې امله له خپلې خاورې اېستې ده، چې د دوی د خوښې حجاب ته یې پاملرنه نه کوله.

داسې ویل کېږي، چې نوموړې په ایران کې د پاتې کېدو ټول قانوني اسناد هم لرل.
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو او د کبرا غلامي خواخوږو ویلي، چې دغه افغانه څېړونکې د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۱۱مه نېټه) له هغې وروسته چې د خپل حجاب د وضاحت ورکولو په اړه یې څو پیغامونه تر لاسه کړل؛ نو د پاسپورټ دفتر ته ور وبلل شوه، وروسته پولیسو ونیوله او هغه یې د کورنۍ له نورو غړو پرته د څو ساعتونو په ترڅ کې له ایرانه واېستله.
د خواله رسنیو کاروونکو د «#کبرا_به بېرته_راستنه کړو» د هشتګ په کارولو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې او بېرته یې ایران ته د هغې د ستنولو غوښتنه کړې.
د خواله رسنیو یوې ایرانۍ کاروونکې شیما واعظي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «دا مهال کبرا په موټر کې ده او په دې نه ده توانېدلې، چې د خپلو دوستانو او د کورنۍ له غړو سره خدای په اماني وکړي. هغې په ایران کې د اوسېدو لپاره ټول قانوني اسناد لرل او د الزهرا په پوهنتون کې یې د ماسټرۍ لوړې زده‌کړې هم کړې وې.»
کبرا غلامي تېر کال په ایران کې یوې ټولنیزې - فرهنګي غونډې ته چې د «مېرمنو د فرهنګي او ټولنیز پرمختګ» تر سر لیک لاندې جوړه شوې وه په ایران کې یې «د افغان مېرمنو سره د ظلم او زور زیاتي» په اړه وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې له افغان مېرمنو سره د ایراني چارواکو د نارواو په اړه سختې نیوکې هم کړې وې.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۳
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۴

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۵

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟