• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: مولوي کبیر د حماس له مخکښ غړي خالد مشعل سره کتلي دي

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دوحه کې د حماس له مخکښ غړي خالد مشعل سره کتلي دي. د طالبانو تر واک لاندې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې له نوموړي سره د هنیه د وژل کېدو له امله غمشریکي کړې ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې ښاغلي کبیر د هنیه له مرستیال موسی ابو مرزوق او د هغه له زوی عبدالسلام اسماعیل هنیه سره هم کتلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسماعیل هنیه د جنازې د مراسمو په څنډه کې د طالبانو بل غړي انس حقاني هم له خالد مشعل سره کتلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس بیا د سپوتنیک خبري اژانس له قوله خبر ورکړی، چې خالد مشعل د اسماعیل هنیه له ترور کېدو وروسته د هغه د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی دی.
خو حماس بیا تراوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې مشعل تر هنیه مخکې هم د حماس د سیاسي دفتر مشر او له مهمو غړو څخه و او په ٢٠١٧ کال کې یې دا دنده اسماعیل هنیه ته پرېښی وه.
تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس هم د حماس د یوشمېر چارواکو او کارپوهانو له قوله لیکلي و، چې د اسماعیل هنیه اصلي ځای ناستی به خالد مشعل وي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه چې څو ورځې وړاندې په تهران کې ترور شو، د جنازې مراسم یې نن په قطر کې ترسره شول.
په دې مراسم د یو شمېر اسلامي هېوادونو د مشرانو سربېره د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او مل پلاوي هم ګدون کړی و.
په ایران کې د اسماعیل هنیه ترور نړۍوال غبرګونونه را پارولي او ګڼو اسلامي هېوادونو دغه برېد غندلی.
بل خوا د نړۍ یو شمېر هېوادونونو بیا خبرداری ورکړی، چې دا به په منځني ختیځ کې روان کړکېچ لا پراخ کړي.

ډېر لیدل شوي

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و
۱

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۲

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۳

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې

۴

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۵

د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ: په افغانستان کې «یو نیم میلیون» کسان پر سرطان اخته دي