• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي‌ټي‌پي: د جولای په میاشت کې مو ۲۱۵ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۰۰ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو تحریک په خپل یو میاشتیني راپور کې لیکلي، چې د ۱۴۶ بریدونو له امله یې د پوځ او امنیتي ځواکونو ۹۱ کسه وژلي، ۱۲۴ یې ټپیان کړي او ۱۰ تنه نور یې ژوندي نیولي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دغې ډلې ویاند محمد خراساني خپره کړې او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلې ویل شوي، چې دغه بریدونه یې په ډېره اسماعیل خان، سویلي وزیرستان، بنو، پېښور، ملاکنډ، باجوړ، دېر، چترال، سوات، مردان، صوابۍ، کوهاټ، کورمه، ګلګېت، او د بلوچستان اړونده سیمو کې تر سره کړي؛ خو دا یې هم ویلي چې په کراچۍ کې یې هم یو برید ترسره کړی دی.
په خبرپاڼه کې د دغو بریدونو بڼې ته په اشارې سره ویل شوي، چې د لیزر، د خرپ او ترپ، ځوابي، لاسي بمونو، ځوابي بریدونه او هدفي وژنې شاملې دي.
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، چې دغه بریدونه پر پوځي مرکزونو، د پولیسو په چوڼیو او د سولې په نامه پر جوړو شویو کمیټو ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د دغو بریدونو په ترڅ کې یې ګڼ پوځي وسایط، موټرسایکل، مخابراتي سیسټمونه او پوځي ودانۍ ویجاړې کړې دي.
دا رنګه په خبرپاڼه کې دا ادعا هم شوې، چې د دغو بریدونو له امله یې ګڼې وسلې او مهمات هم نیولي دي.
د پاکستان د طالبانو تحریک د هرې میاشتې په پای کې د خپلو بریدونو په اړه دغه شان تفصیلي راپورونه خپروي؛ خو د دغه نوي راپور په اړه یې د پاکستان پوځ کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د همدغې میاشتې په ترڅ کې پاکستاني چارواکو هم د ډېرو دغو بریدونو منښته کړې او دا یې هم ویلي، چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې مرکزونه او روزنځایونه لري او له هماغه ځایه پر امنیتي ځواکونو دغه بریدونه پلانیږي، هغه ادعا چې تل د افغان طالبانو له‌خوا په کلکه رد شوې ده.

ډېر لیدل شوي

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي
۱

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۴

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي

۵

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده