د غزې د جګړو ۶۹ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي

پر غزې د اسراییل د بریدونو ۶۹ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي. یو شمېر ایراني رسنیو د غزې د رسنیو د دفتر له قوله لیکلي، چې له تېر نږدې یو کال راهیسې پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله ۲۷ زره او ۲۹۴ ښځې او ماشومان وژل شوي دي.