د مالیې په چارو کې د پاکستان د دولت وزیر په دغه هېواد کې د فرانسې سفیر سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي دي.
علي پرویز ملک او د فرانسې سفیر نیکولاس ګالي ترمنځ د لیدنې پر مهال د داړو هېوادونو تر منځه د سوداګرۍ په زیاتوالي ټینکار شوی دی.
د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې دغه لیدنه نن جعمه په اسلام اباد کې ترسره شوې ده.
په دغه لیدنه کې د مالیې په چاروکو د پاکستان دولت وزیر علي پرویز ملک د فرانسې سفیر ته ددغه هېواد د اقتصادي پرمختګونو او پر وړاندې یې خنډونو په تړاو معالومات ورکړی دی.
علي پرویز ملک د اسعارو د زېرمو زیاتېدل، انفلاسیون کمېدل، د انرژۍ سکتور پرمختګ او د دولتي تصدیو د بیارغونې په ګډون د مهمو اصلاحاتو په اړه خبرې کړي دي.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد د ګمرکونو او داخلي عوایدو په برخه کې د پام وړ ښه راغلی او د ددې برخې بریښنايي کولو لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي.
د پاکستان د دولتي راډیو خبر له مخې سفیر نیکولاس ګالي د پاکستان له خوا د غوره اصلاحاتو ستاینه وکړه او د دوه اړخیزو همکاریو په برخو کې د فرانسې له خوا د تخنیکي مرستې وړاندیز یې وکړ.
هغه د اقتصادي ثبات په برخه کې د پاکستان د حکومت له خوا شوي پرمختګونو وستایه او په دغه برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.