• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د دوحې د تړون له لاسلیک وروسته ۸ میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانستان شاوخوا اته میلیونه اوسیدونکي له خپلې خاورې وتلي دي. دغه سازمان وايي، یو میلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې ده او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

د امریکا حکومت د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

ډیری منتقدین په دې باور دي، چې دغه تړون د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط او کابل ته د طالبانو د ننوتلو لاره هواره کړه.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې ویلي چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، انفلاسیون د پام وړ لوړ شوی، چې د هېواد تر نیمایي زیات نفوس له بې وزلۍ سره مخ دی.

ددې سازمان په راپور کې راغلي، چې شاوخوا ۷۰ سلنه افغانان چې ایران ته کډوال کیږي وايي، د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله یې خپل هېواد پرېښی دی.

دغه سازمان زیاتوي، له ایران د راستنېدونکو افغانانو شمېر هم د پام وړ دی، چې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا یو میلیون افغانان له ایران راستانه شوي دي.

دغو ۷۰ سلنه راستنېدونکو په ایران کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لرل.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي ډېری افغانان د پاسپورټونو او ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د ستونزو له امله نورو هېوادونو ته په غیر قانوني توګه کډوالي غوره کوي، چې په عمده توګه له پولې هاخوا انساني قاچاقبرانو ته پیسې ورکوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان راپورونه وايي هغه افغانان چې د سفر کولو اسنادو ته لاس رسی نه لري د پولو په اوږدو او په ګاونډیو هېوادونو کې له کواښونو په ځانګړي توګه بشري حقونو د سرغړونو له زیاتوالي سره مخامخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاتوي چې دغه افغانان له «ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي» چلند سره مخامخ دي.

په همدې حال کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان ددې راپورنو په ادامې سره له هېوادونو غوښتي دي، چې تر هغې دې د افغانانو اېستل وځنډوي تر څو چې هغوی خپل هېواد ته "خوندي، باعزته او داوطلبانه" ستنېدو شرایط برابر شوي نه وي.

خو پاکستان او ایران حکومتونو په وروستیو میاشتو کې د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې هره ورځ له دواړو هېوادونو څخه تر ۱۰۰۰ ډېر افغان کډوال اېستل کېږي.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۳

د امریکا یوې محکمې د افغان کډوالو کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

۴
ځانګړی

سرچینې: د هبت‌الله د فرمانونو ریاست د طالبانو د یو وزیر له خوا د خپلوانو ګومارنې څېړي

۵

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه