• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړۍوال بانک د افغانستان لپاره نوی مشر ګومارلی دی

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۱

نړۍوال بانک ویلي، چې د افغانستان لپاره د دغه بانک د پخوانۍ مشرې ملېندا ګود پر ځای یې فاریس حداد زیروس ټاکلی چې تېره ورځ یې کار پیل کړ.

نړۍوال بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې حداد زیروس تر دې وړاندې په مالدیف، نیپال او سریلانکا لپاره د نړۍوال بانک د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.حداد زیروس د متحده ایالاتو تابعیت لري او له ۱۹۹۶ راهیسې له نړۍوال بانک سره یې په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی او د بانکولۍ په برخه کې زیاته تجربه لري.د هغې خبر پاڼې له مخې چې د نړۍوال بانک له‌خوا خپره شوې د حداد زیرووس له قوله په کې ویل شوي، چې د نوموړي لومړیتوب به د افغانانو د هوساینې، د هغوی د روغتیا، ښوونې روزنې، د خوړو خوندیتوب او په راتلونکې کې د ښځو او نجونو په ډاډمنتیا راټول وي.هغه د خصوصي سکټور او کوچنیو او منځنیو تصدیو په ځانګړې توګه د ښځو له‌خوا د کارموندنې او هر اړخیزې ودې د پیاوړتیا په برخه کې د ملاتړ پر اهمیت هم ټینګار کړی.په همدې حال کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نړۍوال بانک د دفتر د نوي رییس د ټاکل کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه بانک باید په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو کار بیا له سره پیل کړي.د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، سره له دې چې د افغانستان پر بانکي سیسټم نړۍوالو بندیزونو ناوړه اغېزې پرې اېستې دي؛ خو که چېرته د نړۍوال بانک په څېر نورې نړۍوالې ادارې په دغه هېواد کې نوې پروژې پیلوي، نو له شک پرته به د دغه هېواد د خلکو په ویجاړ اقتصادي حالت کې څه نا څه بدلون راولي؛ خو د دغو کارپوهانو په وینا دا کار به هله ښې پایلې ولري، چې طالبان له خپل دریځه څه نا څه په شا شي او بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته پاملرنه وکړي.






ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ

۵
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې