• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په ټول هېواد کې په نږدې وخت کې د الیکترونیکي لایسنس د ورکړې لړۍ پیلېږي

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې په ټول هېواد کې به په نږدې وخت کې د الیکترونیکي لایسنسونو د ورکړې لړۍ پیل شي. عبدالمتین قانع پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دغه برېښنایي لایسنسونه به په نړۍوالو سټنډرډونو برابر او د غیر قانوني لایسنسونو مخه به ونیول شي.

د نوموړي په خبره، د دغې لړۍ په پیلېدو سره به د ترافيکي پيښو د مخنيوي ترڅنګ د ترافيکو په برخه کې ډېر نور مثبت بدلونونه هم رامنځته شي.
د طالبانو د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې دا پرېکړه د روان کال په غویي میاشت کې کړې وه او ویلي یې و، چې د ترافیکو عمومي ریاست دې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ ژر تر ژره د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د جواز سیر او لایسنس برېښنايي کېدو پروسه پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي څه موده وړاندې ویلي و، چې په دولتي ادارو کې باید کاغذي سیسټم له منځه ولاړ او برېښنايي سیسټم دود شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې وه، چې په هېواد کې د برېښنایي حکومتولۍ د ودې لپاره هڅې روانې دي.
که څه هم په تېر نظام کې د حکومتولۍ ډېرې چارې برېښنایي شوې وې، خو دغه پروسه د جمهوریت له سقوط سره نیمګړې پاتې شوه.
پخواني ولسمشر اشرف غني بیا په یوې مرکه کې امریکا او ملګري ملتونه په دې تورن کړي، چې د دولتي ادارو «د ډیجیټل کېدو مخه یې نیولې وه» او دا په حکومتي چارو کې د فساد اصلي لامل و.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته اندېښنه او پوښتنه دا ده، چې د دغې ډلې ډېری لوړپوړي چارواکي او ماموران چې د شل کلنو جګړو له امله یوازې له مدرسو فارغ دي او له ډیجیټلي سیسټم سره نااشنا دي، څنګه کولی شي برېښنایي حکومتولي رامنځته کړي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۵

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ