• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې د اسماعیل هنیه لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړل

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۱

طالبانو د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) د کابل په عیدګاه جومات کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر د فاتحې مراسم ترسره کړل. په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي لیدل کیږي، چې د دې مراسمو ګډون کوونکو د طالبانو او فلسطین بیرغونه پورته کړي دي.

د مراسمو له ترسره کېدو مخکې یو شمېر طالب چارواکو د ټولنیزو رسنیو له لارې له خلکو غوښتي و، چې په دې مراسمو کې برخه واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتو او مطبوعاتو مشر عبدالواحد ریان هم د دې مراسمو یوه ویډيو په خپل اېکس کې خپره کړې ده.
د یادولو ده، چې دغه وزارت تر دې وړاندې د خپلو کارکوونکو په حضور کې د اسماعیل هنیه د فاتحې مراسم ترسره کړي و.
د یادې ډلې رییس الوزرا محمد حسن اخوند هم د هنیه له ترور کېدو پنځه ورځې وروسته د یوه پیغام په خپرولو سره اسراییل دوښمن بللی دی.
د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د یوه برید په پایله کې ترور شو، چې مړه یې بیا د قطر په پلازمېنې دوحه کې خاورو ته وسپارل شو.
د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم د یوه پلاوي په مشرۍ بیا د نوموړي د جنازې په مراسمو کې برخه اخیستې وه.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۳
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۴

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۵

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟