• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: د اګسټ تر درېیمې نېټې د ستنو شویو افغان کډوالو شمېر نږدې اوو لکو ته ورسېد

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۲۵ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور خپور کړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال (د اګسټ تر درېیمې نېټې) له پاکستانه د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۷۵۱۹۰ تنو ته رسېدلی او د ستنېدو لړۍ لاهم روانه ده.

راپور کې راغلي، د جولای له ۲۱مې نېټې څخه د اګسټ تر درېیمې نیټې پورې له ۱۵۵۳۷ افغانانو له ډلې ۶۳۴۵ یې نارینه، ۴۹۶۳ یې ښځې او ۴۲۲۹ یې ماشومان وو، چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، دغه ۴۲۱ کورنۍ افغانستان ته په ۴۸۹ موټرو کې ستنې شوې دي.

دغه شمېرې پاکستاني چارواکو داسې مهال خپرې کړې دي چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل شوی او دا مهال د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو نیول او ایستل روان دي.

پاکستاني چارواکو مخکې ويلي وو، که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي؛ نو د دوی د نیولو او شړلو له ګواښ سره مخامخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم په تېره چنګاښ میاشت کې ويلي و، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې هېواد د پنځه مېلیونو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی چې ۱.۴ مېلیونه یې راجستر شوي، چې پاتې یو مېلیون نا راجستر شوي او په زرګونه بې اسناده کډوال لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې وه، چې ۱.۴ مېلیونه راجستر شوي کډوال به هم ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دغه لړۍ روانه ده او دوی په پام کې لري چې د استوګنې له اسنادو پرته افغان کډوال له پاکستانه وباسي.

د افغان کډوالو د نیولو په بهیر کې پاکستاني پولیسو په تېرو څو ورځو کې ۱۵۰ تنه افغان کډوال یوازې په اسلام اباد کې نیولي او ځینې هغه یې له دغه هیواده په زور ایستلي دي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۴

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۵

سرچینې: د مولوي هبت الله په امر د ځینو پخوانیو افغان چارواکو کورونه تخلیه کېږي