• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د پوځ عقيدتي او فرهنګي مشر: نظامیان باید د مشرتابه اطاعت وکړي

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت د عقيدتي او فرهنګي چارو او امربالمعروف رياست مشر وایي، چې نظامیان باید د دغه ډلې د رهبرۍ او مشرتابه اطاعت وکړي. سید اغا ابومقبل د دې ډلې د مشر هبت الله اخونزاده د «فرمانونو پر ښه عملي کولو» هم ټينګار کړی.

د طالبانو دفاع وزارت د يکشنبې په ورځ «د زمري ۱۴مه» په يوې اعلامیه کې ويلي، چې د دوی پوځي مسولينو د دفاع وزارت د عقيدتي، فرهنګي او امربالمعروف رياست لپاره سید اغا ابومقبل د نوي رییس په توګه معرفي کړ.

نوموړي د خپلې دندې په لومړۍ ورځ له خپلو نظامي طالبانو غوښتي، چې د «مشرتابه د هر ډول اوامرو په اطاعت کې باید خپلې هڅې درېغ نه کړو.»

ډېری کسان په دې باور دي، چې طالبان په خپلو نظامي روزنيزو مرکزونو کې تر ډېره «ديني، جهادي او افراطي» انګېزه خپروي او هڅه کوي، چې د خپلې ډلې مفکورې خپرې کړي.

د طالبانو د پوځ مسولين په داسې حال کې له خپلو نظامي کسانو څخه د «مشرتابه د اطاعت او امر منلو» خبره کوي، چې درې ورځې وړاندي په کندهار کې د «اسلامي اردو ۶۰۰ مسولينو اصلاحي غونډه» جوړه شوې وه او هبت الله هم له ټولو غوښتي و، چې «په قدرت مغروره نه شي او د اطاعت په وړاندې د بې روحه جسد په څیر و اوسي.»

ملا هبت الله دغو مسوولینو ته سپارښتنه کړې وه، چې د طالب مشرانونو فرمانونه ومني، ځکه د نوموړي په خبره دا د دوی لپاره جهاد دی.

له دې سره، د کندهار په غونډه کې د طالبانو د استخباراتو مشر هم ويلي وه، چې په افغانستان کې ګرمه او فزيکي جګړه پای ته رسېدلې؛ خو فکري او سړه جګړه لا هم دوام لري.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۵

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ