د اوکراین پېلوټانو په دغه هېواد کې د عملیاتو لپاره داف -۱۶ الوتکوالوتنې پیل کړې.
ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د روسیې له برید څخه ۲۹ میاشتې وروسته یې امریکايي اف – ۱۶ جنګي الوتکې تر لاسه کړې.
د اوکراین ولسمشر داف - ۱۶الوتکو کارولو اعلان وکړ، هغه څه چې کییف یې د اوږدې مودې راهیسې په انتظار و.
نوموړي په یوې هوايي اډه کې د پوځي پېلوټانو سره په داسې حال کې ولیدل چې دوه اف -۱۶ الوتکې ولاړې او دوه نورو د دغې اډې پر فضا الوتنې کولې.
زېلینسکي دا څرګندونې په داسې یوې اډه کړي، چې د هېواد چارواکو یې له رویټرز څخه غوښتي چې ځای یې افشا نه کړي.
نوموړي ویلي، چې دغه الوتکې په اوکراین کې دي.
هغه وايي: "موږ دا الوتکې ترلاسه کړې. زه په خپلو هلکانو ویاړم، چې د دې جیټ الوتکو مهارت لري او زموږ د هیواد لپاره یې کارول پیل کړي دي."
د جټ الوتکو راتګ د اوکراین لپاره له څو میاشتو انتظار وروسته یو مهم ګام بلل کیږي، که څه هم دا معلومه نه ده، چې څومره دا الوتکې اوکراین ته ورکړل شوي دي او څومره به د هوایي دفاع او د جګړې په ډګر کې اغیزه ولري.
روسیه وايي، چې هغه اډې په نښه کوي، چې ښايي اف – ۱۶ الوتکې پکې شتون ولري او ژمنه یې کړې، چې دوی به دغه الوتکې نسکوري ترڅو جګړه کې اغیزه ونه کړي.
د لاکهید مارتین کمپنۍ له خوا جوړې شوې دغه الوتکې د اوکراین تر ټولو لویه هیله وه، ځکه چې دا الوتکې خورا پراخ ویجاړونکی ځواک لري او ډیر هېوادونه ورته لارسرسی لري.
دغه الوتکې د بمونو، راکټونو او توغندي د لیږدولو توان لري.
زېلینسکي په یوه هوايي ډګر کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، چې اوکراین لا هم په کافي اندازه روزل شوي پېلوټان نه لري چې داف -۱۶او یا نورې جټ الوتکې وکاروي.
هغه وویل: "مثبته خبره دا ده، چې موږ د اضافياف -۱۶الوتکو په تمه یو. ډېری هلکان اوس روزل کیږي."
هغه وویل، چې دا مهمه ده چې د کییف متحدین، د اوکراین پېلوټانو او انجینرۍ ټیمونو لپاره د روزنې پروګرامونو او فرصتونو پراخولو لپاره لارې چارې پیدا کړي.