د طالبانو د کرنې وزارت اعلان وکړ، چې د کروندګرو اضافي غنم به پېري

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۴

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت اعلان وکړ، چې له کروندګرو څخه به اضافي غنم اخلي او د بازار د نرخ د کنټرول لپاره به یې ذخیره کوي.

دغه وزارت وايي، چې اضافي غنم به په سېلوګانو کې ذخیره کړي او د بیې د لوړېدو او هم د بېړنیو حالاتو په صورت کې به بازار ته وړاندې شي.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت ادعا کوي، چې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۳۸۸۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم موجود دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ کندوز، تخار، بدخشان، سمنګان، کندهار، هرات، فراه، بلخ، سرپل، فاریاب، نیمروز او بادغیس ولایتونه د اضافي غنمو د تولید ظرفیت لري.

دغه وزارت وايي، چې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال تر څارنې لاندې د اړوندو ادارو د استازو په ګډون یوه کمېټه جوړه شوې، چې د دغو ولایتونو له کروندګرو غنم واخلي.

د طالبانو د کرنې وزارت په داسې حال کې په ولایتونو کې د زیاتو غنمو د شتون او د هغې د اخیستلو او ذخیره کولو خبر ورکوي، چې اوس مهال افغانستان له قرغزستان څخه غنم او اوړه واردوي.

نور خبرونه

رادیو