ملګري ملتونه: د سېلاب ځپلو کسانو شمېر د غبرګولي میاشتې څخه ۳۰۰ تنو ته رسېدلی دی

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، چې د غبرګولي له میاشتې راهیسې په افغانستان کې ناڅاپي سېلابونو ۳۰۰ کسان وژلي او ۹ زره کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي، چې د غبرګولي له میاشتې راهیسې په افغانستان کې ناڅاپي سېلابونو ۳۰۰ کسان وژلي او ۹ زره کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په پام کې لري چې د دغو سیلاب ځپلو لپاره لنډمهاله سرپناه جوړه کړي.
دغې ادارې پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د نورو بشردوستانه سازمانونو سره کار کوي ترڅو لومړني د اړتیا وړ شیان لکه اوبه، لنډمهاله سرپناه لکه خواړه او روغتیايي پاملرنې سیلاب ځپلو ته ورسوي.د کار په بدل کې د نغدي مرستو د ویش پروګرام، د کرنیزو ځمکو، کانالونو او د اوبو سرچینو په پاکولو تمرکز، د دې موسسې یو له لنډمهاله پروګرامونو څخه دی چې له سیلاب ځپلو سره مرسته کوي.دغه بنسټ وايي، د سړکونو رغول، د سېلاب ځپلو کورونو رغول او د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د اوږدمهاله پلانونو له ډلې دي.د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وايي چې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب سره د مبارزې لپاره یې په اغیزمنو سیمو کې د خوراکي توکو د ویش پخلنځي هم جوړ کړي دي.دغه سازمان وايي، د خطر د نقشو پر بنسټ به د اغېزمنو کورنیو د اوسېدو لپاره موقتي او دایمي سرپناوې جوړوي.دغه اداره وايي، د حفاظتي زیربناوې لکه محافظوي دیوالونه او د اوبو کانالونه د هغو اقداماتو له جملې څخه دي چې ملګري ملتونه یې په اغیزمنو سیمو کې د ناورین د مقاومت او مدیریت د زیاتوالي په موخه جوړوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې په تېرو درېیو کلونو کې ۸۷ کسان د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې د شکنجې له امله مړه شوي دي.
سرچينو زياته کړې، چې دغه کسان په بېلابېلو لارو مړه شوي، چې په کې برېښنایي شاک، ساه بندول، په اوبو کې ډوبول او د تناسلي الې شکنجې شاملې دي.
د طالبانو اکثره بندیان پخواني پوځیان، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو پر ضد ټولنیز فعالان دي.
تېر کال یوناما د طالبانو د زندانونو وضعیت څېړلی و.
د یوناما د راپور له مخې؛ طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره بندیان د «برېښنایي شاکونو، ساه بندۍ، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سخت درد» سره شکنجه کړي دي.
اوس سرچینو افغانستان انټرنشنل ته په ډاګه کړې، چې د زندانیانو د شکنجې او پلټنو پر مهال ۸۷ کسان مړه شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د استخباراتو پخوانى غړى خالد حکمت چې له القاعدې سره يې نږدې اړيکې درلودې، د بنديانو په شکنجه کولو او وژلو کې لاس درلود.
سرچينو دا هم وویل، چې په يوه قضيه کې د کاپيسا ولايت اوسېدونکى ګلستان دوه کاله وړاندې د جدي په مياشت کې ونیول شو او څه موده وروسته د طالبانو په زندان کې په مرموز ډول مړ شو.
د هغه د کورنۍ له غوښتنې وروسته معلومه شوه، چې ګلستان د طالبانو د ۶۵ مې ادارې د استخباراتو د پخواني مشر خالد حکمت تر شکنجې لاندې مړ شوی دی.
د ۶۵ مې ادارې پخوانی مشر خالد حکمت القاعده ته نږدې کس و او کابل ته د ایمن الظواهري په لېږدولو کې یې رول درلود.
کابل ته د القاعدې د مشر په لېږدولو کې د خالد د رول تر افشا کېدو وروسته، هغه ونیول شو او په دې وروستیو کې له بنده خوشې شوی او پاکستان ته ستون شوی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ خالد حکمت د طالبانو د استخباراتي مامورينو په يوه غونډه کې د بنديانو په وژلو اعتراف کړى او ويلي يې دي، چې دغو کسانو د امارت پر ضد تبليغات کول او د مرګ مستحق وو.
د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې؛ د زندانیانو په وژلو کې د طالبانو د استخباراتو یو بل کارمند خلیل همرار هم لاس درلود.
سرچينو زياته کړې، چې ارش د خلیل زوی او علي د رمضان زوی، د کابل د لوېديځ اوسېدونکي وو، په ټولنيزو شبکو کې د طالبانو پر ضد د تبليغ په تور ونيول شول او د خليل همرار په نوم د طالبانو د استخباراتي کارمند تر شکنجې لاندې مړه شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ خليل همرار غوښتل، چې شاعر او ليکوال عماد دوران چې پخوانى دولتي کارکوونکى هم و ووژني؛ خو وروسته له دې چې د هغه قضیه رسنیزه شوه، همرار د هغه له وژلو ډډه وکړه.
همدازار سرچینو وویل، چې د طالبانو په زندانونو کې د مرګ ژوبلې له زياتېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثيق په دې اړه غير رسمي څېړنې پيل کړې، چې په کې څرګنده شوه، چې ٨٧ کسان تر شکنجو لاندې مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوناما د تېر کال د وږي په ۲۹مه د طالبانو په زندانونو کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه په یوه راپور کې ټینګار وکړ، چې د دغو سرغړونو نږدې ۵۰ سلنه شکنجه او نور چلندونه یا «ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي» دي.
په دې راپور کې راغلي دي، چې د شکنجې او غیر انساني چلند قضیې «په عمده توګه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو د ریاست تر څارنې لاندې توقیف ځایونو کې ترسره شوي.» یوناما دا هم وايي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې مدافع وکیلانو ته د لاسرسي د نه منلو په ګډون د محکمې له تضمینونو سرغړونه معمول ګرځېدلی دی.
طالبان د بندیانو د شمېر په اړه ضد او نقیضې احصایې وړاندې کوي.
په دې وروستیو کې د طالبانو د زندانونو څانګې مشر ویلي، چې د دې ډلې په زندانونو کې شاو خوا لس زره بندیان موجود دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، ترکمنستان غواړي «نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه پیل کړي.» د دې دفتر د اعلامیې له مخې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر نن له ملا برادر سره خبرو کې د خپلمنځي سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو ژمنه هم وکړه.
د دې اعلامیې له مخې ملا برادر او رشید مرادوف «د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو د لارو چارو، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ سټېشن د پراختیا، ترانزیټ او ټرانسپورټ کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.»
طالبان د ترکمنستان دبهرنیو چارو وزیر له قوله زیاتوي، چې هېواد یې چمتو دی «له افغانستان سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه پیل کړي.»
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دې برخه کې د چارو د چټکتیا لپاره تېره میاشت پاکستان ته هم سفر درلود.
د پاکستان د پترولو وزیر مصدق ملک تېره اونۍ وویل، له ښاغلي مرادوف سره لیدنه کې یې د ټاپي پروژې په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره پرمختګ شوی او له مخې به یې د دې پروژې د پلي کولو چارې چټکې شي.
ټاپي پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته رسېږي او بیا د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسېږي.
د دې پروژې د پلي کولو خبرې د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ کې په ۱۹۹۰ کلونو کې پیل شوې.
د دې پروژې د رسمي کار پیل د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف او هندي او ترکمن مشرانو له خوا پرانیستل شو.
تمه وه چې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دا اتلس سوه کیلومتره اوږده پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پلې شي، خو په افغانستان کې د ناامنۍ له امله تر اوسه د کاغذ پرمخ پاتې ده.

افغانستان کې د ایران اقتصادي اتشه وايي، دغه هېواد له ۸۰ سلنې ډېر اړتیا وړ توکي په وارداتو پوره کوي او دې وارداتو کې ۲۵ سلنه برخه هم د ایران ده. حسین روستايي د طالبانو واکمنېدو ته په اشاره زیاتوي: «افغانستان کې امنیت او مرکزي حاکمیت له دغه هېواد سره د ایران تجارت لا پراخ کړی دی.»
ښاغلي روستايي د ایران دولتي خبري اژانس یا صدا و سیما ته ویلي، ایران د سږ کال لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته ۷۲۴ میلیون ډالر صادرات درلودل، چې د تېر کال تر ورته مودې ۲۸ سلنه ډېر شوي
نوموړی وايي، خوراکتوکي، کرنتوکي او سونتوکي افغانستان ته د ایران د وارداتو اصلي برخه جوړوي، خو زیاتوي، که تهران په دې برخه کې منظم پلان ونه لري، قطر، امارات، ترکیه، پاکستان او چین به یې ځای ونیسي.
د پاکستان دولتي بانک هم تېره سې شنبه وویل، سږني مالي کال کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۴.۱۲ سلنه زیات شوي، چې له ۵۲۲ میلیون ډالرو ۵۴۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
د پاکستان نیشن ورځپاڼې نن خبر ورکړ، چې د پاکستان د دولتي بانک د میاشتنۍ احصایې له مخې، په جون میاشت کې افغانستان ته د دغه هېواد ټول صادرات له ۴۶ میلیونو ډالرو ډېر وو، چې تېر کال دغه شمېره ۴۳ میلیونه او ۶۵۷ زره ډالره وه.
د همدې کال په جون کې د پاکستان صادرات د تېر کال تر همدې وخت ۵.۵۳ سلنه ډېر شوي دي.
دغې رسنۍ لیکلي، چې نورو هیوادونو ته د پاکستان صادرات په عمومي ډول په یوه کال کې ۱۱.۵۳سلنه زیات شوي او څه باندې ۳۱ میلیارد ډالرو ته رسیدلي دي.
خو په مقابل کې له افغانستانه پاکستان ته واردات ۲۱.۹۵ سلنه کم شوي او له ۱۵ میلیونو ډالرو ۱۱ میلیونه ډالرو ته ټیټ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا له مخورو او سوداګرو څخه جوړې شوې جرګې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې په تورخم کې ولاړې بار لارۍ دې ژر تر ژره خوشې او هغه بندیزونه دې لرې کړای شي چې پر موټر چلوونکو لګول شوي دي.
دغه جرګې چې ګڼ ګډونوال یې سوداګر ول د چهارشنبې په ورځ د (زمري په ۱۷مه) ویلي، چې د تورخم دروازې تړل د دواړو خواوو سوداګرو ته زیانونه اړوي او په بازارونو کې ورسره بیې هم لوړې شوې دي.
دوی وايي، خلک نه شي کولای په ارزانه بیه میوې دانې او نور اړین توکي وپېري.
د دغې جرګې مشر خان بابا وايي، همدا اوس د پاکستان په بېلابېلو مارکېټونو کې د تازه میوو او سبو بیې لوړې شوې او عام خلک یې د اخیستو وس نه لري.
هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې په تورخم کې دې افغان او پاکستاني سوداګرو لپاره په ګمرکي خدمتونو کې هم اسانتیاوې برابرې شي.
د جرګهوالو تر ټولو ستره غوښتنه دا وه، هغه بار لاریو ته دې ژر تر ژره اجازه ورکړل شي چې دا مهال د تورخم دروازې په دواړو خواو کې اېسارې پاتې دي او هغه توکي چې په کې بار دي د خوسا کېدو په حال کې دي.
پاکستان هغو لاریو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړې، چې موټر چلوونکي یې ویزې، پاسپورټونه او یا د تېرېدلو لنډمهاله کارټونه نه لري.
دغه کارټونه په کابل کې د پاکستان سفارت او په پېښور کې د طالبانو قونسلګرۍ لهخوا موټر چلوونکو ته ورکول کېږي.
په تورخم کې ځايي خبریال فرهاد شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دا مهال په تورخم کې زرګونه لارۍ د موټر چلوونکو د اسنادو د نشتوالي له امله ولاړې دي چې ډېرې یې تشې لارۍ دي.
ښاغلي شینواري زیاته کړه، د عامو افغان وګړو له پاره چې قانوني ویزې لري د تورخم دروازه خلاصه ده؛ خو هغه کسان چې د روغتیايي ویزو په لرلو سره پاکستان ته راځي د هغوی د ناروغۍ اسناد کتل کېږي او هغه چې ناروغان نه وي او د ناروغۍ په ویزو راغلي وي هغوی نه پرېښودل کېږي.
دا رنګه ښاغلي شینواري زیاته کړه، هغه ځوانان چې په تعلیمي ویزو پاکستان ته تګ راتګ کوي د هغوی تحصیلي سندونه هم کتل کېږي او په جعلي سندونو د دغو زدهکوونکو او زدهکړیالانو لپاره هم بندیزونه لګول شوي دي.

د امریکا د مذهبي ازادیو دولتي کمېسیون وايي، په افغانستان کې د مذهبي ډلو د ازادیو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی. دغه کمېسیون پر طالبانو تور پورې کړی، چې د مذهبي ازادیو څخه سرغړونه کوي او د دغې ډلې پر چارواکو یې د بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه.
دغه کمېسیون په خپل کلني راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۷مه) خپور شوی، له واشنګټنه وغوښتل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان دې «د اندېښنې وړ هېوادونو» په ډله کې وشمېري.
د دغه کمېسیون په راپور کې راغلي، چې طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې د ټولو افغانانو په شخصي او مذهبي ازادیو په تېره بیا د ښځو، مذهبي لږکیو لکه شیعه مذهبو، احمدیه، سیکانو، هندوانو او مسیحانو بندیزونه زیات کړي او دغه لړۍ یې روانه ساتلې ده.
طالب چارواکو د محرم په شپو ورځو کې وویل، چې د ماتم کوونکو د امنیت د خوندیتوب لپاره دې د عاشورا مراسم محدود او په ځانګړو سیمو کې دې تر سره شي.
د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون وايي، چې طالبانو د شیعه مذهبو ازادۍ محدودې کړې دي.
داعش په څو پېښو کې د افغانستان په پلازمېنه کې د شیعه مذهبو پر مذهبي ځایونو بریدونه کړي او طالبان په دې کې پاتې راغلي، چې پر شیعه مذهبو د داعش د بریدونو مخه ونیسي.
د دغه راپور له مخې، د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې پر شیعه مذهبو خپلو بریدونه ته دوام ورکړی.
داعش د ۱۴۰۲ کال په تلې میاشت کې د پلخمري په امام زمان جومات برید وکړ.
طالبانو ویلي و، چې په هغې پېښه کې اووه تنه وژل شوي؛ خو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په یاده پېښه کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي وو.
د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په توپیري او تبعیضي چلند تورنوي او د طالبانو لهخوا د اخلاقي جرمونو په تور په عام محضر کې د خلکو په دورو وهلو ته دوام ورکوي.
دغه کمېسیون د امریکا له حکومته غواړي، پر هغو طالب چارواکو بندیزونه ولګوي چې د مذهبي ازادیو مخه نیسي او د هغوی شتمنۍ دې کنګل کړي.
د امریکا د مذهبي ازادیو کمېسیون ویلي، چې طالبانو تېر کال یو شمېر خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان او د مذهبي لږکیو خلک نیولي دي.
د مذهبي ازادیو کمېسیون د امریکا له حکومته غوښتي، چې افغانستان دې د هغو هېوادونو په نوملړ کې راولي چې هلته د خلکو د ازادیو په اړه اندېښنې زیاتې دي.
دغه کمیسیون ویلي، چې د طالبانو سره د تعامل او لېدو کاتو پر مهال دې امریکايي ډیپلوماتان د هغوی سره په افغانستان کې د مذهبي ازادیو پر وضعیت هم خبرې وکړي.
د امریکا د مذهبي ازادیو نۍوال کمېسیون یوه خپلواکه اداره ده، چې په کال ۱۹۹۸ کې جوړه شوې ده.
