د غزني په بېلابېلو سیمو کې په څلورو ترافیکي پېښو کې ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۹

د غزني ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو سیمو کې په څلورو ترافیکي پېښو کې ۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د طالبانو تر واک لاندې د غزني ملي راډیو ټلویزیون د سیمه ییزو طالب چارواکو له قوله لیکلي، چې په دې پېښو کې ۹ نور کسان ټپيان شوي دي.

په غزني ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند ویلي، چې لومړۍ پېښه د کابل - کندهار پر لویه د یو فرونر موټر او تراکتور تر منځ د ټکر له امله را منځته شوې، چې په پایله کې یې یو ماشوم او یوه ښځه مړه شوي او یو کس ټپی دی.
د نوموړي په خبره، درې نورې پېښې بیا ددې ولایت د مرکز په ګډون په اندړو او اب بند ولسوالیو کې شوي، چې له امله یې اته کسان ټپيان شوي دي.
په غزني ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.
که څه هم طالبانو په وار - وار له موټر چلوونکو غوښتي، چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي، خو په لویو لارو کې موټر چلوونکي بیا د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي نښو نه شتون او د یو شمېر موټر چلوونکو له خوا د ترافیکي اصولو نه په پام کې نیول د خونړیو پېښو لاملونه بولي.

نور خبرونه

رادیو