پاکستان او امریکا ژمنه کړې، چې د افغان کډوالو ستونزو ته دایمي حل لاره ومومي

د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو ایالتي وزیر وايي، چې هېواد یې له امریکا او نړۍوالې ټولنې سره په ګډو هڅو د افغان کډوالو د دایمي حل په لټه کې دی. امیر مقام دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د امریکا له سفیر ډونالډ بروم سره په کتنه کې کړې دي.