• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بې پولې خبریالان: ترکیې د اردوغان د سپکاوي په تور ۷۷ خبریالان محاکمه کړي

۲۰ زمری ۱۴۰۳ - ۱۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د بې پولې خبریالانو سازمان په ترکیه کې د رسنیو سره د اردوغان د حکومت د تیرې يوې لسیزې چلند څیړلی او هغه یې «دښمني» بللې ده. دغه سازمان ویلي، چې په دې موده کې پنځه خبریالان وژل شوي، ۱۳۱ نور ټپیان شوي او ۷۷ خبریالان د ولسمشر د سپکاوي په تور محاکمه شوي دي.

د بې پولې خبريالانو سازمان د شنبې په ورځ (د زمري ۲۰مه) په ترکیه کې په تېرو لسو کلونو کې له رسنیو سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت د چلند په اړه یو راپور خپور کړی او ويلي يې دي، چې په دې موده کې د اردوغان له خوا لسګونه خبریالان د دوی د کار له کبله محاکمه شوي دي.

د بې پولې خبريالانو سازمان وايي، ولسمشر اردوغان په تېرو لسو کلونو کې د رسنيو د مديريت يو فوق العاده سيسټم رامنځته کړى، چې په هېواد کې يې د مطبوعاتو ازادي او د رسنيو لویه برخه کمزورې کړې ده.

د بې پولې خبریالانو سازمان په راپور کې ټینګار شوی، چې په ترکیه کې د اردوغان د رژیم د لسیزو دښمنیو په پایله کې خپلواک ژورنالیزم اوس د ورکېدو په حال کې دی.

بې پولې خبریالان وايي، چې د ۲۰۱۳ کال له مې میاشتې څخه تر سپټمبر پورې په استانبول، انقره او ازمیر ښارونو کې تر ۱۵۰ډېرو خبریالانو باندي پوليسو بريدونه کړي دي.

دغه سازمان زیاتوي، چې اوسمهال په ترکیه کې تر ۸۵ سلنې زیاتې کورنۍ رسنۍ د حکومت تر کنټرول لاندې فعاليت کوي.

بې پولې خبريالانو دا هم ليکلي، چې دولتي تلويزيون (ټي ار ټي) د ۲۰۲۳ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د اردوغان په دريمه بريا کې رول لوبولی او په ښکاره يې د هغه لپاره کار کاوه.

په همدې حال کې د بې پولې خبریالانو سازمان څېړنو ښودلې، چې له ۲۰۱۴ کال د اردوغان له ولسمشرۍ راهیسې ۱۳۱ خبریالان نیول شوي، چې لږ تر لږه ۴۰یې د محکمې له خوا په بند محکوم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ترکیې بهر یو شمېر ترکي ژبو ژورنالیستانو او د اپوزیسیون ګوندونو له رسنیو سره د اردوغان د محدودیت څخه پر ډک چلند نیوکې کړې دي.

رویټرز خبري اژانس تېر کال ويلي و، چې په ترکیه کې تر ۹۰ سلنه زیاتې رسنۍ د اردوغان د حکومت تر کنټرول لاندې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د م.م. راپور ورکونکې: اسراییل په ښوونځیو، روغتونونو او کورونو کې د فلسطینیانو نسل وژنه کوي

۲۰ زمری ۱۴۰۳ - ۱۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د غزې په تړانګه کې پر یو ښوونځي د اسراییل د برید په غبرګون کې، د فلسطین په چارو کې د ملګرو ملتونو راپورورکوونکې فرانچسکا البانیز وویل، چې د «متمدن هېوادونو د بې غورۍ» او «د امریکا او اروپا په وسلو سره» اسراییل په ښوونځیو، روغتونونو او کورونو کې د فلسطینیانو «نسل وژنه» کوي.

اغلې البانیز پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي: «زه هیله لرم چې فلسطینیان به د دوی د ساتنې او د نړۍوالو قوانینو بنسټیزو مفاهیمو ته د درناوي په برخه کې زموږ د ډله ییزې بې کفایتۍ له امله موږ وبښي.»
تر دې مخکې فلسطیني رسنیو ویلي وو، چې د غزې په تړانګه کې پر یو ښوونځي چې فلسطیني کډوالو ته یې پناه ورکړې وه، د اسراییل په هوايي برید کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې، درې راکټونه پر ښوونځي هغه مهال ولګېدل چې فلسطیني کډوال د سهار د لمانځه په ادا کولو بوخت وو.

100%


د دغه برید په غبرګون کې د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس یو ویاند له امریکا غوښتي، چې «له اسراییل نه دې خپل ړوند ملاتړ پای ته ورسوي چې د ماشومانو، ښځو او زړو په ګډون د زرګونو بې ګناه ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شوی دی.»
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول جوزف بورل پر اېکس لیکلي، چې د اسراییل له خوا د غزې پر یو ښوونځې د برید د لسګونو قربیانیانو عکسونو «حیران» کړی دی.
بوریل وايي: «په تېرو اونیو کې په غزه کې لږترلږه ۱۰ ښوونځي په نښه شوي.»
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په غزه کې د تابعین په ښوونځي د اسراییل برید او د سلو څخه د زیاتو کسانو وژنه «د بشریت ضد جنایت» بللی دی.
دغه وزارت د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د اوربند د خبرو په ګډوډولو تورن کړی دی.
سعودي عربستان او قطر هم دغه برید غندلی دی.
د حماس چارواکو ویلي، چې د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې پر «تابعین» ښوونځي باندې د اسراییل په برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.
همدا راز، فلسطیني رسنیو لیکلي چې په دغه برید کې د غزې د اوقافو مشر محمد حسن ابو سعده هم وژل شوی دی.
د اسراییل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پر ښوونځي د برید پر مهال شاوخوا ۲۰ د حماس او اسلامي جهاد ځواکونه، د دوی د جګپوړو قوماندانانو په ګډون هلته شته وو. پوځ د حماس له خوا اعلان شوې مرګ ژوبله هم «مبالغه» بللې ده.
د حماس ډلې بیا د اسراییلي پوځ دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې په دغه ښوونځي کې «هېڅ پوځي ځواک» نه و.
د پېښې په اړه په رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د بدن غړي ټوټې پر ځمکه پرتې دي او خلک په چټکۍ سره جسدونه لېږدوي.
فلسطیني چارواکو ویلي، چې په دغه کمپ کې شاوخوا ۳۵۰ کورنۍ ژوند کوي.

100%

د بنګلدېش په دوو زندانونو کې ۱۲ کسان ووژل شول او لسګونه بندیان وتښتېدل

۲۰ زمری ۱۴۰۳ - ۱۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د بنګلدېش چارواکو نن تایید کړه، چې د دغه هېواد له زندانونو د تېښتې په دوو پېښو کې ۱۲ کسان وژل شوي او لسګونه بندیان تښتېدلي دي. د بنګلدېش د زندانونو مشر ابو فتح ویلي، چې د جاماپور په زندان کې شپږ بندیان، پر امنیتي ځواکونو تر برید وروسته وژل شوي دي.

د بنګلدېش چارواکي وايي، چې بندیانو د پنجشنبې په ورځ د زندان پر ساتونکو د اوسپنې مېلو او تیغونو برید وکړ او د زندان دفترونو ته یې اور واچوه.

هغه زياته کړه، چې زندانيانو هڅه کړې، چې له دغه زندان ټول ٦٠٠ بنديان خوشي کړي.

ابوفتح وايي، چې له دې پېښې وروسته د زندان امنيتي مامورينو پر هغو تښتېدونکو زندانيانو ډزې وکړې، چې په پايله کې يې شپږ بنديان ووژل شول.

د پولیسو مشر لطف الرحمان رسنیو ته وویل، چې د سې شنبې په ورځ پلازمنې ډاکا ته څېرمه په کاشیمپور زندان کې شپږ تنه نور زندانیان هم د امنیتي ځواکونو په برید کې ووژل شول.

د پولیسو مشر همدارنګه زیاته کړه، چې بنديانو پر ساتونکو د بريد لپاره د اوسپنې له مېلو کار اخيستى او د زندان مرکزي دروازه يې ماتې کړې ده.

دغه پوليس چارواکي تاييد کړه، چې په دې پېښه کې شپږ تنه بنديان د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

لطف الرحمن وویل، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۰۳ بندیان د کاشیمپور له زندان په تیښته بریالي شوي دي.

د بنګلدېش چارواکي وايي، چې د کاشیمپور په زندان کې د بنګلدیش ځینې خورا بدنام مجرمین بندیان دي.

خو لطف الرحمن وويل، چې په دې پېښه کې مشهور زندانيان او لوى مجرمين له زندانه په تېښته بريالي نه شول.

د بنګلدېش له زندانونو د بندیانو د تېښتې پېښې په داسې حال کې کېږي، چې دغه هېواد له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په ټول هېواد کې د محصلینو له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو کې ښکېل دی.

د بنګله دېش محصلینو په ټول هیواد کې د هغو کسانو کورنیو ته د حکومتي دندو د ورکولو په ضد لاریونونه وکړل، چې د پاکستان سره د دغه هېواد د خپلواکۍ په جګړه کې یې برخه اخېستې وه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په بنګلدېش کې د محصلینو له لاریونونو وروسته لږ تر لږه ۴۵۰ کسان وژل شوي دي.

تېره اوونۍ د دغه هېواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینه د لاریونونو د پراخېدو له کبله له خپلې دندې استعفا وکړه او په یوه نظامي چورلګه کې هند ته وتښتېده.

د پنجشنبې په ماښام په بنګله دېش کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکی محمد یونس په مشرۍ موقت حکومت جوړ شو.

د پاکستان لومړی وزیر: ملت د ترهګرۍ ضد جګړه کې له پوځ سره ولاړ دی

۲۰ زمری ۱۴۰۳ - ۱۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۱۰ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر د پښتونخوا د خیبر په تیرا کې د وسلوالو پرضد د پوځ عملیات ستایي او زیاتوي چې «ولس د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پوځ ملاتړی دی.» لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي‌زرداري په دغه سیمه کې د وسلوالو په برید کې د دریو پوځیانو وژل هم غندلي دي.

د پاکستان پوځ وايي، پرون یې تیرا کې په عملیاتو سره څلور وسلوال وژلي او په مقابل کې یې درې پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان لومړی وزیر دغې پېښې ته په اشاره وايي، چې پوځ به یې له ترهګرۍ د ټول هېواد د خوندي کولو لپاره جګړې ته دوام ور کړي.

د شهباز شریف په خبره، د پاکستان ټول ملت په دغه جګړه کې له پوځ سره ولاړ دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم تیرا کې د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

نوموړي هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان ملت په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د جرړو اېستلو هوډ لري.

په غزه کې پر یوه ښوونځي د شوي برید له امله تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي

۲۰ زمری ۱۴۰۳ - ۱۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۵۲ GMT+۱

په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د غزې په ښار کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دغه چارواکي وایي، دغه ښوونځی هغه مهال په نښه شو چې ګڼ شمېر فلسطینیان د سهار لمونځ لپاره راغونډ شوي وو.

د الجزیرې د راپور له مخې، په تېره اوونۍ کې د غزې په شمال کې لږ تر لږه څلور ښوونځي د اسراییلي پوځ له‌خوا په نښه شوي دي.
د اسراییل د پوځ په وینا، حماس دغه ښوونځي د پوځي او عملیاتي موخو لپاره کاروي.

تر دې وړاندې په غزه کې له ملکي وګړو څخه د دفاع بنسټ په دغه برید کې د وژل شويو کسانو شمېره ۴۰ تنه ښودلې وه.

د دغې ادارې ویاند محمود بسال د ټېلګرام په یوه لیکنه کې دا پېښه د «یوه وحشتناکه قتل عام» په توګه بیان کړه.

هغه ویلي و:« هڅه کوي، چې اور کابو کړي؛ چې د وژل شویو کسانو مړي راوباسي او ټپيان وژغوري.»

د ختیځې اروپا پوځونه هڅه کوي چې د راتلونکې احتمالي جګړې لپاره ځوانان وګماري

۱۹ زمری ۱۴۰۳ - ۹ اګست ۲۰۲۴، ۲۰:۵۰ GMT+۱

د رسنیو د راپورونو له مخې، د ختیځې اروپا پوځونه د روسیې د ګواښونو په مقابل کې د ځواکونو د کمښت له بحران سره مخامخ دي.

د چک جمهوریت د محصلینو او نورو ختیځې اروپا هېوادونو لپاره د اوړي د روزنې کورسونه په لاره اچولو سره د دفاعي ځواکونو د کمښت د جبران لپاره کمپاینونه جوړ کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چک جمهوریت، رومانیا، پولنډ او هنګري په ګډون د ختیځې اروپا د هېوادونو پوځونه چې د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) غړي دي، کلونه کیږي چې د خپلو پوځي ځواکونو د زیاتولو هدف ته د رسېدو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
دا ستونزه په سیمه کې د پوځونو په واحدونو کې د سرتېرو د کمښت او د ځواکونو د جنګي چمتووالي د نشتوالي لامل شوې ده. خو د ختیځې اروپا ځینې هېوادونه هڅه کوي چې په تبلیغاتي کمپاینونو او د دفاعي بودیجې په زیاتولو سره د ځواکونو د کمښت د جبرانولو لپاره د نوي نسل څخه سرتېري استخدام کړي.

ښوونیز پروګرامونه او تبلیغاتي کمپاینونه

په چک جمهوریت کې، د ښوونځیو زده کونکو لپاره د دوبي روزنیز پروګرامونه جوړیږي. په دې پروګرامونو کې زده کونکو هڅول کیږي او له پوځي ژوند سره یې اشنا کوي.
د رویټرز خبري اژانس د جمعې ورځې (د زمري ۱۹مه) د راپور له مخې، دغه پروګرام به د پراګ په لویدیځ کې په یوه تړلي پوځي سیمه کې ترسره شي او عملي زده کړې لکه ډزې او پوځي تاکتیکونه به پکې شامل وي.
دا پروګرام څلور اونۍ دی او د لیسې د دورې ۸۰ زده کونکو پکې ګډون کړی دی.
په نورو هېوادونو، لکه پولنډ او هنګري کې، د بلبورډونو په کارولو سره پراخ تبلیغاتي کمپاینونه، د رسنیو اعلانونه، او حتی د ټلویزیوني سریالونو جوړول د نویو ځواکونو د جذبولو لپاره کارول کیږي.
د کار په بازار کې سیالي او په دې هېوادونو کې د بیکارۍ ټیټه کچه د استخدام په برخه کې نورې لویې ننګونې دي. ځوانان د پوځ سره د یوځای کیدو په پرتله په خصوصي سکتور کې کار کولو ته ترجیح ورکوي.
په مقابل کې، پوځونه هڅه کوي، چې د نورو زړه راښکونکو مالي وړاندیزونو او د طبي او روغتیایي معیارونو په برابرولو سره ځوانان وهڅوي چې په پوځ کې شامل شي.

امنیتي ګواښونه او د دفاعي بودیجې زیاتوالی

په اوکراین د روسیې له برید وروسته په سیمه کې امنیتي ګواښونه زیات شوي دي.
په ختیځه اروپا کې د یو لوی هېواد په توګه پولنډ هڅه کوي خپله دفاعي بودیجه د داخلي ناخالص تولید څخه شاوخوا پنځه سلنه لوړه کړي.
دغه هېواد د ځوانو وګړو د پوځي روزنې لپاره «له پوځ سره رخصتۍ» په نوم کمپاین پیل کړی او پراخ پلانونه لري چې د خپلو پوځیانو شمېر ۳۰۰ زرو ته لوړ کړي.
د ختیځې اروپا د پوځونو بله ستونزه له څو کلن عسکرۍ خدمت ورورسته د دندو پرېښودل دي.
احصایې ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې تر ۹ زرو ډېر مسلکي سرتېري له پولنډ وتلي دي.
د دې ستونزې د حل لپاره، پوځونه د خپلو اوسنیو ځواکونو د ساتلو لپاره نوي او ډیر زړه راښکونکي مالي وړاندیزونه کړي دي.
په رومانیا کې ۴۳ سلنه د افسرانو او ۲۳ سلنه د سرتېرو او نور مسلکي پوسټونه خالي پاتې دي، چې دا په دغه هېواد کې د سرتېرو د کمښت د کړکېچ ښکارندويي کوي.
رومانیا د خپلو نویو پوځي تجهیزاتو لکه ایف - ۱۶ جنګي الوتکو د کارولو لپاره د روزل شویو پوځیانو له کمښت سره مخامخ ده.
د ختیځې اروپا هېوادونه هیله لري، چې د نوي نسل د ځوانو سرتېرو په استخدام سره به وکړای شي د ځواکونو کمښت له منځه یوسي او خپل دفاعي چمتوالی زیات کړي.