• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو څار اداره: د طالبانو له‌خوا افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز د تمې خلاف نه و

۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۱

د بشري حقونو څار ادارې د طالبانو هغه پرېکړه چې افغانستان ته یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر تګ بندیز لګولی، شرموونکې بللې.

د اسیا څانګې د بشري حقوقو د څار مشرې اېلین پییرسون وویل، چې د طالبانو له‌خوا بشري حقونو ته د بشپړې بې پامۍ له امله افغانستان ته د ریچارډ بېنېټ د سفر بندیز له تمې خلاف نه و.
اغلې پیرسون د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکي پر سفر د طالبانو بندیز باید د نړۍوالې ټولنې اراده پیاوړې کړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې په خلاص مټ مستندې کړي.
په دې وروستیو کې د طالبانو ویاند اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ته نوره اجازه نه شته چې افغانستان ته سفر وکړي.
ذبیح الله مجاهد ریچارډ بېنېټ د طالبانو د حکومت پر ضد په "پروپاګند" تورن کړ او ویې ویل، چې نړۍوالو بنسټونو ته یې د افغانستان د وضعیت په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې افغانستان ته یې پر سفر بندیز ولګاوه، وویل، چې هغه به په افغانستان کې "د بشري حقونو د سرغړونو د پېښو مستندولو" ته دوام ورکوي.
ښاغلي بېنېټ په یوه بیان کې د طالبانو دغه ګام ته د « شاته تګ ګام» نوم ورکړی او هغه یې د اندېښنې وړ بللی دی.

ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۴

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۵

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي