د هېواد پخوانیو ولسمشرانو د پارالمپیک په سیالیو کې د ذکیه خدادادي پر بریا خوښي وښوده

د هېواد پخواني ولسمشر اشرف غني د پارالمپیک په سیالیو کې د ذکیه خدادادي بریا وستایله. ښاغلي غني پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د خدادادي دا لاسته راوړنه د راتلونکې لپاره د هیلو څراغ دی، چې د جنسیتي توپير په ګډون په کې هر ډول تبعیض محکوم دی.