• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناټو عمومي منشي وايي، د روسیې پر خاوره د اوکراین برید ګڼې لاسته راوړنې لرلې

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې اوکراین د روسیې سره د کورسک په سرحدي سیمه برید کې ستر بریالیتوب ترلاسه کړی دی. هغه وویل، چې هلته د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ راتلونکی ناڅرګند دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې اوکراین له ځانه د دفاع حق لري او کولای شي د روسیې په خاوره کې پر پوځي اهدافو د اوږد واټن ویشتونکي توغندي وکاروي.

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالات له اوکراین سره یوې موافقې ته نږدې شوي چې کییف ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي واستوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې امریکا د مسکو سره کرښه د ټوکې په توګه نیولې ده.

ستولتنبرګ وویل؛ د اوکراین پر خاوره د روسیې د برید په ترڅ کې د لویدیځو وسلو د کارولو محدودیتونه نرم شوي او د ناټو غړي هېوادونه له دې پرېکړې خوښ دي.

د ناټو عمومي منشي وویل: "یوازې اوکراینیان کولی شي هغه ستونزمن انتخابونه وکړي چې اړتیا ورته وي، په شمول د خپلو ځواکونو ځای پرځای کول او په دې شرایطو کې کوم ډول جګړه مناسبه ده."

د اوکراین په ختیځ کې روسي ځواکونه ورو - ورو پرمختګ کوي.

اوکرایني ځواکونو د روسیې په کورسک سیمه کې یو شمېر سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

داسې ښکاري؛ اوکراین پلان لري چې د مسکو سره په راتلونکو خبرو کې د روسیې د اشغال شوې برخې څخه د معاملې وسایلو په توګه کار واخلي.

د جرمني د شپیګل ورځپاڼي په وینا؛ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي به د جمعې په ورځ د رامشټین ګروپ په غونډه کې ګډون وکړي، چې اوکراین ته وسلې ورکوي.

هغه به د لا زیاتو وسلو، په ځانګړې توګه د لرې واټن ویشتونکو توغندیو د زیاتولو غوښتنه وکړي. زېلینسکي په لویدیځو هېوادونو غږ کړی، چې د روسیې د هوايي بریدونو پر وړاندې مبارزه کې له اوکراین سره مرسته وکړي او د روسیې په خاوره کې د لویدیځو وسلو په کارولو بندیزونه لرې کړي.

ځینې لویدیځ هېوادونه اندېښنه لري، چې د روسیې په خاوره کې د دې وسلو د کارولو لپاره د شرایطو لرې کول ممکن د ناټو غړي د مسکو سره جګړې ته اړ کړي.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۴

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي

۵

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې