• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: په ۸۸ هېوادونو کې ۲۰ زره پاکستانیان بندیان دي

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۵ GMT+۱

د‌ پاکستان د قومي اسمبلۍ له لوري داسې سندونه خپاره شوي، چې پکې ویل شوي د نړۍ په ۸۸ هېوادونو کې ۲۰زره پاکستانیان بندیان دي. د راپور له مخې، ۸۵ پاکستاني وګړي په افغانستان کې هم بندیان دي.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې د پاکستان قومي اسمبلۍ داسې سندونه خپاره کړي، چې د هغې له مخې د نړۍ په ۸۸ هېوادونو کې ۲۰ زره پاکستانیان بندیان دي.
د راپور له مخې، په دغو پاکستاني بندیانو کې پر ۶۸ کسانو یې د اعدام حکم هم صادر شوی دی.
دغه ۶۸ پاکستاني بندیان د ترهګرۍ، قتل او نشه‌یي توکو د قاچاقو په تور په اعدام محکوم شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې تر ټولو ډېر ۱۰ زره پاکستانیان د سعودي عربستان په زندانونو کې بندیان دي.
د پاکستان د قومي اسمبلۍ په حواله د جیونیوز په راپور کې ویل شوي، چې ۵۲۹۲ پاکستانیان په متحده عربي اماراتو کې، ۴۶۲ په مالیزیا کې، ۳۲۱ په بریټانیا کې، ۵۷۸ په عمان کې، ۳۸۷ په ترکیه، ۳۷۱ په بحرین، ۵۹۸ په یونان، ۴۰۶ په چین، ۹۰ په جرمني، ۴۰ په عراق، ۱۱۴ په امریکا، ۸۹ په سریلانکا، ۹۲ په اسپانیا، ۸۵ په افغانستان، ۴۸ په سویلي افریقا او ۲۸۶ په فرانسه کې بندیان شوي دي.
په پاکستان کې د سیاسي کشالو ، د ای اېم اېف د پورونو، د توکو د لوړو بیو او بې‌کاری کچې د لوړېدو له امله مېلیونونه پاکستاني وګړي د نړۍ بېلابېلو هېواودونو ته د کار کولو په موخه تللي دي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وشول