• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: که کماله هرېس ټاکنې وګټي، نو اسراییل به ختم شي

۱۶ وږی ۱۴۰۳ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ تله ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د امریکا پخوانی ولسمشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ اسراییلي رای ورکوونکو ته خبرداری ورکړی، که کماله هرېس ټاکنې وګټي؛ نو اسراییل به ختم شي.

هغه په لاس ویګاس کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، که دا ځل ټاکنې وګټي؛ نو د غزې د کډوالو پر بیا مېشتولو به بندیز ولګوي او د حماس هغه پلویان به ونیسي، چې امریکايي پوهنځي یې ویجاړ کړي دي.
له بل پلوه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوې غونډه کې ویلي، بایډن له خپلو پلویانو غوښتي چې د کماله هرېس ملاتړ وکړي، موږ به یې هم ملاتړ وکړو.
هغه په ټوکې سره وویل:« کماله هرېس داسې خاندي، لکه هر څه چې سم دي.»

هغه وایي، ټرمپ د امریکا د ټولو ولسمشرانو پرتله پر روسیې زیات بندیزونه لګولي دي؛ که کماله هرېس راشي، ښايي د ټرمپ په څېر کار ونه کړي.
هغه وویل، چې د امریکا خلک به خپل ولسمشر وټاکي او موږ به د امریکا د خلکو ارادې ته درناوی وکړو.
له بلې خوا د پوتین د څرګندونو په اړه امریکا د روسیې ولسمشر ته سپارښتنه کړې، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه له تبصرو ډډه وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي بیا د پوتین د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، ولسمشر پوتین باید د دوی د ټاکنو په اړه خبرې بندې کړي او په هېڅ توګه له هیچا ملاتړ ونه کړي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲
د اسماعیل میاخېل لیکنه

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري

۳

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۴

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۵

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي