• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرزی: مسعود یو وطندوسته افغان و او تل یې د هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوله

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۱

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د ۲۳ تلین په مناسبت ویلي، چې مسعود د خپلې مبارزې او د خلکو د بسیج کولو له امله په یوه مخکښ جهادي شخصیت بدل شوی و. کرزي په اېکس کې لیکلي: «مسعود یو وطندوسته افغان و او تل یې د هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوله.»

له دې سره، د ملي پخلاینې شورا مخکینی مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم په همدې مناسبت وایي، چې احمد شاه مسعود د سیاسي او نظامي کړنو ترڅنګ د یوه ثابت قدمه، اعتدال پلوي، له تعصب، کرکې، تاوتریخوالي او کینې څخه د پاک شخص په توګه ثبت شوی دی.
د نوموړي په وینا، مسعود د افغانستان له قومي او مذهبي تنوع او خلکو څخه ژوره پوهه درلوده او تل یې هڅه کوله، چې د افغانستان خلک د ملي‌ او ولسي‌ ګټو په محور سره را ټول کړي.
د یادولو وړ ده، چې د وږي اتلسمه د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود له ۲۳ تلین سره برابره ده.

100%


د اسلامي جمعیت ګوند د یوې څانګې مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر صلاح الدین رباني وایي، چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره اړتیا ده، چې د احمد شاه مسعود له اعمال او افکارو الهام واخیستل شي.
یاد ګوند د رباني له قوله د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي : «نن چې افغانستان بیا ځلې له ناورینونو، کړاوونو او د افراطیت له هجوم سره مخ دی، د نورو وختونو په پرتله اړتیا ده، چې د احمد شاه مسعود له اعمال او افکارو څخه الهام واخیستل شي.»
د نوموړي په وینا، د احمد شاه مسعود او د هېواد د نورو (شهیدانو) د ارمانونو د پوره کولو یوازینۍ لار اتفاق او اتحاد دی، چې د افغانستان خلک له همدې لارې کولی شي خپلو حقونو، سولې او ارامۍ ته ورسېږي.
د افغانستان د مقاومت جبهې مشر او پخوانی جهادی قومندان احمد شاه مسعود ۲۳ کاله مخکې د وږي په اتلسمه د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شو.دا برید چې په افغانستان کې لومړنی ځانمرګی برید بلل کیږي، د هغو دوو عربو بریدګرو له خوا چې ځان یې خبریالان معرفي کړي و، تر سره شو.احمد شاه مسعود د دوست محمد خان زوی، د ١٣٣٢ کال د وږي په ۱۱ مه د پنجشېر ولایت په جنګلک سیمه کې زېږېدلی دی او لومړنۍ زده کړې یې په پنجشیر کې پیل کړې.مسعود تر هغه وروسته په جهادي شخصیت بدل شو، چې د شوروي ځواکونو پر ضد یې جهاد پیل کړ.د جمهوریت په رامنځته کېدو سره پخواني حکومت نوموړي ته د اتل نوم ورکړ او د وږي په اتلسمه به په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وه.





ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۴

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۵

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي