• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په سوریه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د سوریې دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په لویدیځ کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. دغه برید د اپریل په میاشت کې په دمشق کې د ایران پر سفارت تر برید وروسته د اسراییل تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

د اسراییل له خوا لا تر اوسه د دغه برید په اړه کومه تبصره نه ده شوې.‌

دغه هېواد تر ډېره په سوریه کې د بریدونو په اړه چوپه خوله پاتې کیږي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي، چې اسراییل د شپې شاوخوا ۱۱:۲۰ دغه بریدونه کړي او "په مرکزي سیمه کې یو شمېر نظامي موخې" په نښه کړې دي. هغه د برید په اړه د نورو جزییات له ورکولو ډډه کړې ده.

سرچینې ویلي، چې د سوریې هوايي دفاعي سیسټم د اسراییل یو شمېر توغندي رانسکور کړي دي.

سانا د یو ځايي روغتیايي چارواکي له قوله ویلي، چې په دغه برید کې ۳۶ کسان ټپیان شوي، چې د شپږو روغتیايي حالت نازک دی.

100%

دوو سیمه ییزو استخباراتي سرچینو رویټرز خبري‌ اژانس ته ویلي، چې د مدیترانې ساحل ته څېرمه د حما ولایت په مسیاف ښار کې د کیمیاوي وسلو د تولید پر یو لوی پوځي مرکز څو ځلې برید شوی دی.

دوی ویلي، چې ګومان کېږي د ایران د پوځي کارپوهانو یوه ډله د وسلو په تولید کې ښکېله وي.

دمشق او تهران ته نږدې سیمه ییزې پوځي سرچینې دغه معلومات رد کړي، چې ګواکې دا د کیمیاوي وسلو مرکز و او ویلې یې دي، چې د برید هدف د سوریې د څېړنو یو مشهور مرکز و.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د سنا له خوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې برید کې د ۱۶ کسانو د وژل کېدو او ۳۶ کسانو د ټپي کیدو سربېره "د استوګنې ځینو سیمو ته مادي زیانونه اوښتي."

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، تهران په سوریه کې دغه "جنایي برید" په کلکه غندي.

هغه د یوې خبري غونډې پر مهال وویل: "موږ هغه رپوټونه نه تاییدوو چې د صهیونیستي رژیم (اسراییل) پورې تړلو رسنیو له خوا د ایران په یوه مرکز یا د ایران تر ساتنې لاندې مرکز باندې د برید په اړه خپاره شوي دي."

د سوریې دولتي رسنیو هم راپور ورکړی، چې بریدونه د دوو اورلګېدنو لامل شوي، چې د اور وژونکو له خوا یې د کنټرول هڅه کیږي.

اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې هغه څه په نښه کوي، چې دوی یې د ایران یا ایران ملاتړي اهداف بولي، چیرې چې ایراني ځواکونه او د تهران ملاتړې ملېشې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ لپاره په پراخه کچه ځای پرځای شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو په یو راپور بایډن د افغانستان په مساله کې ملامت کړ

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د امریکا استازو جرګې جمهوري غوښتونکو د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د دوی د څېړنو په اړه یو راپور خپور کړ، چې د ولسمشر بایډن اداره یې تورنه کړې چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړه یې په بحراني توګه پای ته رسولې.

په دغه رپوټ کې د افغانستان په موضوع د ټرمپ رول چې طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی و،‌ ضعیف ښودل شوی دی.

د اسوشییتید پرس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان جګړې ته دغه ګوندي بیا کتنه د ۲۰۲۰ کال په فېبروري کې د طالبانو سره د ټرمپ د سولې تړون له لاسلیک کېدو وروسته په افغانستان کې رامنځته شویو پوځي او ملکي ناکامي انځور کړې.‌

دغه تړون طالبان ته اجازه ورکړه، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې پر ټول افغانستان خپل واک ټینګ کړي او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کابل ونیسي.

په ګډه وډه توګه له افغانستانه د امریکا وتل د دې سبب شو، ډېر شمېر امریکایان، د امریکا افغان متحدین، فعالې مېرمنې او نور هغه کسان په افغانستان کې پاتې شي، چې د طالبانو له خوا یې ژوند ته خطر متوجې و.

د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د استازو جرګې پخوانیو څېړنو او تحلیلونو د تېرو څلورو ولسمشرانو په ادارو کې پرلپسې سیسټماټیکو ناکامیو ته اشاره کړې او دې پایلې ته رسیدلي چې بایډن او ټرمپ تر ټولو ډېر ملامت دی.

د ټیکساس جمهوري غوښتونکي سناتور مایکل مک‌کال چې د جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې د رییس په توګه یې د څېړنو مشري کوله وویل، چې د بایډن ادارې "د افغانستان د حکومت د کېدونکې سقوط په برخه کې د پلان جوړولو لپاره اړین معلومات او فرصت درلود. موږ کولای شول چې په خوندي توګه د متحده ایالاتو پرسونل، امریکایي وګړي، د امریکا د دایمې استوګنې د کارتونو لرونکي او زموږ زړور افغان متحدین وباسو؛ خو داسې ونه شول."

هغه په یوه اعلامیه کې وویل: "د بایډن ادارې په هر ګام کې د خلکو د امنیت پر ځای سیاست غوره کړ."

سره له دې چې ویل کیږي؛ د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي د افغانستان له موضوع د ډیموکراتانو په وړاندې سیاسي ګټه پورته کوي ځکه یې دغه راپور له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې خپور کړی؛ خو مک‌کال دا موضوع رد کړې او ویلي یې دي، چې جمهوري غوښتونکې د افغانستان په موضوع کې د ټرمپ تېروتنې له پامه نه غورځوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې شارون یانګ وویل، چې د جمهوري غوښتونکو راپور د "د ځینو حقایقو، ناسمو معلوماتو او پخوانیو تعصبونو" پر بنسټ جوړ شوی دی.

یانګ په یوه اعلامیه کې وویل: "د هغه ناوړه تړون له امله چې پخواني ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره لاسلیک کړ او وعده یې وکړه، چې امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱ کال تر می میاشتې پورې له افغانستانه وباسي، ولسمشر بایډن مجبور و، چې یا د پیاوړو شویو طالبانو پر وړاندې د متحده ایالاتو جګړې ته دوام ورکړي او یا خپل ځواکونه وباسي. "

د استازو جرګې ډېموکراتانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی د جمهوري غوښتونکو همکارانو راپور په جوړولو کې د ټرمپ د رول په اړه حقایق له پامه غورځول شوي دي.

د استازو جرګې د بهرنیو چارو په کمېټه کې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ۱۸ میاشتو په موده کې د افغانستان په موضوع څېړنې شوې دي.

سیمه ییزې سرچینې: لکي مروت کې پولیسو د پاکستاني پوځ پر ضد لاریون کړی

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل پښتو ته له سیمې څخه سرچینو ویلي، چې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ لسګونو ځايي پولیسو د پاکستاني پوځ پر ضد لاریون کړی او غوښتنه یې کړې چې پوځ دې له دغې سیمې ووځي. له پولیسو سره د هغوی د کورنیو غړو او سیمې اوسیدونکو هم د دوی غږ بدرګه کاوه.

له خیبرپښتونخوا ایالت لکي مروت څخه سیمه ییزو سرچینو نن دوشنبه د (وږي ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د لکي مروت اړوند لسګونه پولیسو او د هغوی د کورنیو غړو او د سیمې سلګونو نورو اوسیدونکو په دغې سیمه کې د پاکستاني پوځ پر ضد لاریون کړی او هغوی ته یې ویلي چې په څو ساعتونو کې د دوی له سیمې ووځي.

له سیمې خپلواک خبریال او د حالاتو څارونکي لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پولیسو ځکه دغه لاریون کړی چې په دې وروستیو کې یې ډیر ملګري په هدفي وژنو کې په نښه او وژل شوي.

هغه وايي، «پولیسو په دغه لاریون کې د پاکستان پوځ تورن کړ چې د ترهګرۍ په پیښو کې لاس لري او پولیس په وسله ډلو باندې وژني.»

هغه وايي، په سیمه کې د پاکستاني پوځ کسان دغه لاریون ته ورغلي او له پولیسو یې غوښتنه کړې چې خبرو ته ورسره کیني.

ویل کیږي، لاریون کوونکو د لکي مروت او ډېره اسماعیل خان تر منځ لویه لاره د احتجاج په ډول تړلې ده.

100%

خپله پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم د پاکستان کورنیو چارو وزارت د پولیسو دغه لاریون تایید کړی.

شنونکي وايي، تر وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په ځینو ولسوالیو کې پولیسو د پاکستاني پوځ په کړنو شک ښودلی و او په دې اړه احتجاجونه کړي وو.

پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هیواد کې د انساني قاچاق یوه ډله نیول شوې ده

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۶ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د څېړنو فدرالي ادارې له قوله د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د «افغان او هندي» وګړو د انساني قاچاق یوه نړۍواله ډله یې نیولې ده. د پاکستان د څېړنو د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې دغې ډلې د جعلي اسنادو په برابرولو سره خلک تېر اېستل.

د پاکستان (اې ار وای) خبري رسنۍ د یکشنبې په ورځ د (وږي ۱۸مه) د پاکستان د څېړنو فدرالي ادارې په حواله راپور ورکړی چې دغې ډلې په خپلو چاپخونو کې بېلابېل جعلي اسناد جوړول او خلک یې پرې تېر اېستل.

د یادې ادارې په وینا، دغې ډلې له خلکو څخه په «ميلياردونه روپۍ» وانه کړې ده.

د پاکستان د فساد ضد ادارې وویل، «په دغې ډله کې د هند او افغانستان خلک هم شامل وو.»

د دې ادارې په وینا یادې ډلې له پاکستانه بهر د سیاسي پناه غوښتنو او یا له پاکستانه بهر د کاري فرصتونو برابرولو جعلي اسناد جوړول.

خو د پاکستان د څېړنو فدرالي ادارې دا نه دي ویلي چې دغه ډله څو تنه وو او د دوی په ډله کې څو تنه پاکستاني وګړي وو.

پاکستان په سیمه کې د جعلي اسنادو په جوړولو کې تر ټولو ډیر نوم‌بدی هیواد دی چې وکړي یې ان بهرنیو وګړو ته د خپل هیواد پېژندپاڼې او پاسپورټونه جوړوي او بهر ته یې لیږي.

درې اسراییلیان له اردن سره پر پوله په یو وسله وال برید کې وژل شوي دي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۱ GMT+۱

اسرايیلي چارواکو ویلي، چې د اردن څخه یوه وسله وال په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د ایلنبي پُل په سرحدي دروازه کې درې اسراییلي ولسي وګړي وژلي دي. دغه وسله وال له برید وروسته د اسراییلي امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

دا د اکټوبر له اوومې راهیسې له اردن سره د پولې په اوږدو کې د خپل ډول لومړی برید و.

د تېر کال د اکټوبر میاشتې په اوومه فلسطیني اسلامپالې ډلې حماس د اسراییل پر سویلي سیمو برید وکړ،‌ چې په پایله کې یې ۱۲۰۰ اسراییلیان او بهرنیان ووژل شول.

وروسته بیا اسراییل د دغه برید په ځواب کې په غزه پراخ ځمکني او هوايي بریدونه وکړل او نږدې ټوله غزه یې ورانه.

د اسراییل په بریدونو کې له ۴۰ زرو څخه زیاد فلسطینیان وژل شوي او په ټوله سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.‌

اسراییلي چارواکو وویل، چې د نن ورځې برید د اسراییل تر کنټرول لاندې د سوداګریزو توکو په یوه سیمه کې شوی چېرې چې د اردن بار وړونکې لارۍ لوېدیځې غاړې ته ننوتې.

دغه کرښه چې د پاچا حسین د پُل په نوم هم یادیږي، د ارام سمندر په شمال کې د عمان او بیت المقدس تر منځ پرته ده.

د کورنۍ د غړو په وینا؛ برید کوونکی ۳۹ کلن د لارۍ چلوونکی و، چې د اردن په سوېل کې د حوییتات قبیلې څخه راغلی و.

د اسراییل پوځ ویلي: "یو ترهګر په یوه لارۍ کې له اردن څخه د ایلنبي پُل سیمې ته نږدې شوی، له لارۍ څخه وتلی او په پُل کې یې د اسراییل پر امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي."

پوځ زیاته کړې: "ترهګر د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه یوړل شوی، د برید په پایله کې درې اسراییلي ملکي وګړي ووژل شوي دي."

اردن د ډزو په اړه پلټنې پیل کړي او د اردن یوه چارواکي ویلي دي چې دغه سرحدي دروازه تړل شوې ده.

روسیې د اوکراین یو بل ښار نیولی او د پوکروفسک پر لور یې پرمختګ دوام لري

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۲ GMT+۱

روسیې د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دوی ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د یو ښار بشپړ کنټرول په داسې حال کې ترلاسه کړی، چې د مسکو ځواکونه د ستراتیژیک پوکروفسک ښار په لور روان دي او د اوکراین د دفاعي لومړۍ کرښې د ماتولو هڅه کوي.

روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال په فېبرورۍ کې په اوکراین د یرغل له پیل راهیسې د اوکراین د خاورې پنځمه برخه نیولې ده.

دغه ځواکونه اوس د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې د نیولو هڅه کوي، چې پراخوالی یې شاوخوا د افغانستان د پنځمې پرخې په اندازې دی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د نووهرودیفکا ښار نیولی، چې له پوکروفسک ښار څخه ۱۲ کیلومتره لرې پروت دی.

پوکروفسک ښار د اوکرایني ځواکونو لپاره د اکمالاتو مهم مرکز بلل کیږي.

دغه ښار تر جګړې مخکې ۱۴۰۰۰ نفوس درلود.

په اوکراین کې زېږیدلی روسي پلوه پوځي بلاګر یوري پوډولیاکا هغه نقشه خپره کړه، چې ښیې روسي ځواکونه له پوکروفسک څخه لږ تر لږه 7 کیلومتره لرو سیمو باندې بریدونه کړي دي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ وویل، چې د کورسک په سیمه کې د اوکراین برید د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پرمختګ په کمولو کې پاتې راغلی؛ خو د روسي ځواکونو پر وړاندې یې د کییف دفاع کمزورې کړې ده.

د اوکراین لوړپوړي پوځي قوماندان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د کورسک په سیمه کې د کییف عملیات پر مخ روان دي او په تېرو شپږو ورځو کې په پوکروفسک کې د روسیې ځواکونو هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

100%

هغه وویل، چې د کورسک د عملیاتو یوه موخه دا وه، چې د روسیې ځواکونه له نورو سیمو څخه وباسي، په ځانګړې توګه د پوکروفسک او کورخوف څخه.

هغه زیاته کړه، چې روسیې لوی شمېر ځواکونه کورسک ته استولي وو؛ خو د پوکروسک جبهه هم پیاوړی کوي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي دي، چې د کورسک عملیات هم د دې لپاره وو، چې د روسي ځواکونه له پولې څخه د مخالف لوري ته د تېرېدو مخه ونیسي.

روسیه اوس مهال د دونباس شاوخوا ۸۰٪ خاوره باندې کنټرول لري.

په ختیځ کې د روسیې د وروستیو پرمختګونو سرعت ته په پام سره د روسیې ځینې جنګي واحدونه ښايي د دې توان ونه لري چې لا پراخې سیمې وساتي.

پوتین د ۲۰۲۲ کال د فېبرورۍ په میاشت کې اوکراین ته د لسګونو زرو پوځیانو د استولو امر وکړ او دغه جګړه یې د ځانګړو پوځي عملیاتو په نوم یاده کړه.

اوکراین او لویدیځو ملاتړو یې ژمنه کړې، چې روسي ځواکونو ته به ماتې ورکړي او ټول روسي ځواکونه به له اوکراین څخه اوباسي.