• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: په بلوچستان کې ۳ زره ۸۴۱ ښوونځي د ښوونکو د نشتون له امله تړلي دي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۴ GMT+۱

پاکستانۍ ډاڼ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۳ زره ۸۴۱ ښوونځي د ښوونکو د نشتون له امله تړلي دي. دې ورځپاڼې د بلوچستان د پوهني ادارې له قوله ویلي، چې ډېری ښوونځي د دغه ایالت په پښین، خزدار، کلات، قلعه سیف الله، برخان، اواران او کوټه ولسوالیو کې تړلي دي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، له یاد شمېر سره د بلوچستان ایالت په ۳۵ ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو د غیرفعالو ښوونځیو شمېر ۳ زره ۶۹۴ ته رسیږي.
په راپورونو کې دغه راز زیاته شوې ده، چې دا مهال په بلوچستان ایالت کې ۱۵ زره ۹۶ دولتي ښوونځي شته، چې ۴۸ زره ۸۴۱ ښوونکي لري.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان ایالت په تعلیمي ادارو کې شاوخوا ۱۶ زره بستونه خالي دي.
د دغه پاکستانۍ ورځپاڼي د موندونو له مخي، د بلوچستان ایالت په پښین۲۵۴ خزدار ۲۵۱، کلات ۱۷۹، قلعه سیف الله ۱۷۹، برخان ۱۷۴، اواران ۱۶۱ او کوټه کې ۱۵۲ ښوونځي غیري فعاله دي.
د دغه ولایت د وزیر اعلی سرفراز بګټي په ټاټوبي دېره بګټي کې د تعلیمي کارکوونکو د کمښت له امله هم ۱۳ ښوونځي تړل شوي دي.
د ډاڼ ورځپاڼې اسناد ښيي، چې دمګړی دغه ایالت د ۱۶ زره ښوونکو له کمښت سره مخ دی.
د یادولو ده، چې په نېږدې وختونو کې د پاکستان حکومت په دغه ایالت کې د خالي بستونو د ډکولو په موخه د ۹۴۹۵ ښوونځيو د ګومارنې لړۍ پیل کړې ده.
د معلوماتو له مخې، د یاد ایالت په پښین ولسوالۍ کې ۱۶۸ د هلکانو او ۸۴ د نجونو ښوونځي تړلي دي او همدا ډول د بلوچستان په مرکز کوټه کې ۸۸ د هلکانو او ۶۴ د نجونو ښوونځي تړلي دي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي