• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏طالبان: ملاهبت الله شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال له چارواکو او قومي مشرانو سره لیدلي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۰۳ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ شمالي، شمال لوېدیځو او شمال ختیځو ولایتونو ته د ملاهبت الله د وروستیو سفرونو په اړه خبرپاڼه خپره کړې ده.

په دغې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملاهبت الله د دغو سفرونو په لړ کې بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، ‏بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته تللی دی.
د خبر پاڼې له مخې، ملاهبت الله په بلخ کې له مسوولینو، علماوو او قومي مخورو سره لیدلي دي.
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، چې نوموړي په مزارشریف ښار کې د شمال زون ولایتونو د علماوو شورا ګانو له مسوولینو او غړو سره مشورتي ناستې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ملا هبت الله علماوو ته د اتفاق، اتحاد او د ولس د ستونزو د حل په اړه سپارښتنې وکړې ‏او هغو یې د ولسي اختلافاتو او قومي شخړو حل ته هڅولي دي.
خو تر دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس ویلي و، چې نوموړي د دغو سفرونو په لړ کې د طالبانو د ملکي او پوځي ادارو په ټولو مسوولینو د شرعي حدودو پر پلي کولو، د خلکو د سر او مال د خوندیتوب او سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې پر لازمو اقداماتو ټینګار کړی دی.
دغې لیکنه کې د ملاهبت الله له قوله مسوولینو ته په خطاب کې ویل شوي،«چې له کبر او غروره ځان وساتئ، تقوا غوره کړئ او د شهيدانو له کورنيو، ټپيانو، معلولينو سره چې په سخت وخت کې له تاسو سره ملګري وو نن یې باید هېر نه کړئ او لاسنیوی یې وکړئ.»
خو د ارګ په خبرپاڼه کې د دغو لیدنو کتنو کوم عکس او انځور نه دی خپور شوی او نه هم کومې خپلواکې سرچېنې د دغه سفر په تړاو څه ویلي دي، ځکه په تېرو درېیو کالو کې د طالبانو مشر عامو خلکو نه دی لیدلی او نه هم چا له هغه سره له نږدې خبرې اترې کړې؛ خو یوازې د هغه شاوخوا خلک وخت ناوخت د هغه سره د لیدو کتو په اړه څرګندونې کوي.
د ګڼو خلکو دغه پوښتنه تر اوسه بې ځوابه پاتې ده، چې ولې د طالبانو مشر د خلکو له عمومي انظارو پټ ساتل کېږي.

ډېر لیدل شوي

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو
۱

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۲

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی

۳

په مانیښ کانال کې د پناه‌غوښتونکو د مرګ په تړاو افغان تورن کسان محاکمه کېږي

۴
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ

۵

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی