• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خوست کې د طالبانو والي: هېڅوک مه پرېږدئ، چې د هېواد یوه لوېشت خاوره مو تر واک لاندې راولي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۰ GMT+۱

د طالبانو والي د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ څخه د لیدنې پر مهال پاکستان ته په اشارې خپلو جنګیالیو ته ویلي، «هېڅوک مه پرېږدئ، چې یوه لوېشت خاوره مو تر خپل واک لاندې راولي.»

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د (وږي ۱۹مه) ویلي، چې په خوست کې د طالبانو والي عبدالقیوم روحاني د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ څخه د لیدنې پرمهال خپلو جنګیالیو ته ویلي، « هېڅوک مه پرېږدئ، چې یوه لوېشت خاوره مو تر خپل واک لاندې راولي؛ بلکې کلک مخنیوی یې وکړئ.»
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې « نوموړي په داسې حال کې دغې ولسوالۍ ته سفر کړی، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو پر افغان خاوره د تېري هڅه کړې وه.»
د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه د یوې امنیتي پوستې د جوړېدو پر سر پیل شوې ده.
دواړو لوریو ترمنځ جګړه د روانې سپټمبر میاشتې د څلورمې نیټې څخه په وقفه‌یي ډول دوام لري.
ویل کېږي، چې دواړه لوري په جګړه کې د درنو او سپکو وسلو څخه کار اخلي.
په ځینو راپورونو کې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعاوې هم شوې دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت له لوري په تازه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د خوست له ځاځي میدان ولسوالۍ څخه د جګړې له ډاره ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.
طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د یادې جګړي له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

ایران په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي دي
۱

ایران په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي دي

۲

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې

۳

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۴

سرچینې: په سمنګان کې د یوه قومي مشر په وژنه تورن طالب له زندان څخه ازاد شوی

۵

یوې افغانې انجنیرې له دندې نه تر ګوښه کېدو وروسته د روب جوړولو کاروبار پیل کړی