• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د نن ورځې لوبه د باران له کبله وځنډېده

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۴ GMT+۱

په ګرېټر نویډا کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې او نیوزیېلنډ ترمنځ د یواځینۍ ټېسټ لوبې په دویمه ورځ لوبه د باران له امله وځنډېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ په اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل په وخت په یوولسو بجو به دغه لوبغالی د لوبڅارانو له‌خوا وارزول شي او د لوبې پرېکړه به هغه مهال کېږي.
تېره ورځ هم د دغې لوبې په لومړۍ ورځ کرېکټ بورډ په اېکس پاڼه خبر ورکړی و، چې د لوبغالي د لوندوالي له امله لوبه لغوه شوې ده.
له بل پلوه تېره ورځ کرېکټ بورډ په اېکس پاڼه لیکلي و، چې د افغانستان د ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ د تمرین پر مهال ټپي شوی او د نیوزیلنډ تر څنګ له سوېلي افریقا سره هم په لوبلړۍ کې نه شي لوبېدی.
تر ابراهیم ځدراڼ وړاندې کرېکټ بورډ خبر ورکړی و، چې د افغان ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی نوید ځدراڼ د ژوبلېدو له امله له دغو لوبو بهر شوی دی او روغتیاپالانو ورته د استراحت سپارښتنه کړې.
درې ورځې وړاندې کرېکټ بورډ د دغې لوبې لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور کړ.
په دغه نوملړ کې د حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر)، ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهيرشاه محبوب، اکرام علي خېل (وېکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، افسر ځاځی (وېکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، ضیاء الرحمان اکبر، شمس الرحمان، قيس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، خلیل احمد او یما عرب نومونه شامل دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن له مراکش سره دوستانه لوبه وکړي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۸ GMT+۱
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن له مراکش سره دوستانه لوبه وکړي
100%

د طالبانو د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، دغه لوبه به د ازبکستان په کوربه توب د تاشکند پر وخت ماښام شپږ او د کابل ۵:۳۰ بجې پیل شي. د فوټسال افغان لوبغاړو تېر ماښام یوه بله دوستانه لوبه له پاراګوا سره ۲-۲ مساوي پای ته ورسوله.

په ازبکستان کې د فوټسال نړۍوال جام سیالیو ته د لا زیات چمتوالي په موخه د افغانستان فوټسال لوبډله له مراکش سره لوبه ترسره کوي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به ​​نن ماښام په تاشکند کې د ازبکستان نړۍوال جام سیالیوته د چمتووالي په موخه له مراکش سره لوبه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون د لوبو برخې نن دوشنبه د (وږي ۱۹مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله له مراکش هیواد سره د یوې دوستانه لوبې په موخه نن ماښام د کابل پر وخت د ماښام ۵:۳۰ دقیقې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې دوستانه لوبه کوي.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ په ازبکستان کې د روانې وږي میاشتې په ۲۴مه پیلیږي.

ابراهیم ځدراڼ د ټپي کېدو له امله له نیوزیلنډ لوبډلې سره په نننۍ ټېسټ لوبه کې برخه نه اخلي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۳ GMT+۱
ابراهیم ځدراڼ د ټپي کېدو له امله له نیوزیلنډ لوبډلې سره په نننۍ ټېسټ لوبه کې برخه نه اخلي
100%

د افغان کرېکټ بورډ له لوري په اېکس پاڼه لیکل شوي، چې د افغانستان د ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدران تېره ورځ د تمرین پر مهال ټپي شوی او د نیوزیلنډ تر څنګ له سوېلي افریقا سره هم په لوبلړۍ کې نه شي لوبېدی.

د افغانستان کرېکت بورډ تېره ورځ ناوخته په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملي لوبډلې پيلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدران له نیوزیلنډ سره د ټېسټ لوبې د چمتوالي او تمرین پر مهال تېره ورځ په پښه ټپي شوی.

کرېکټ بورډ زیاتوي چې نوموړی به د نیوزیلنډ لوبډلې سره د ټېسټ لوبې او سوېلي افریقا په وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ برخه نه وي.

کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې فزیوتراپیسټ او ډاکټر له قوله ویلي، چې د ابراهیم ځدران ښنګري یو څه سخته ضربه لیدلې او د ډاکټرانو له لوري ورته د استراحت سپارښتنه شوې.

ابراهیم ځدران د شل اوریزو، یو ورځینو او ټېسټ لوبو یو له تجربه لرونکو او پیاوړو لوبغاړو څخه دی.

له نیوزیلنډ او سوېلي افریقا سره په راتلونکي لوبلړۍ کې د ابراهیم ځدران نه شتون د نومړي مینه‌وال ډیر خواشیني کړي دي.

سبا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې او نیوزیلنډ لوبډلې تر منځ یواځینۍ ټیسټ لوبه ترسره کیږي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۱
سبا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې او نیوزیلنډ لوبډلې تر منځ یواځینۍ ټیسټ لوبه ترسره کیږي
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ په هند کې د ګریټر نوېډا لوبغالي څخه د افغان لوبغاړو د تمرینونو ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي او ښکاري چې د سبا ورځې لپاره چمتوالی نیسي. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې او نیوزیلنډ لوبډلې تر منځ یواځینۍ ټېسټ لوبې ته ایله یوه ورځ پاتې ده.

د دغو دواړو لوبډلو تر منځ لوبه سبا د افغانستان پر وخت د سهار نهه بجې پیلیږي.

افغان کرېکټ بورډ د خواله رسنیو له لارې پر خپلو رسمي پاڼو د ټېسټ سبانۍ لوبې د چمتوالي او تمرینونو انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د افغان ملي لوبډلې مشر روزونکی جانټن ټراټ افغان لوبغاړو ته د توپ‌وهنې او توپ اچونې په اړه لارښوونې کوي.

افغان لوبغاړي وايي، د دوشنبې ورځې لوبې ته یې چتموالی ښه روان دی.

افغان لوبډلې تېره شپه د نیوزیلنډ لوبډلې ته د ماښام ډوډۍ هم چمتو کړې وه.

دغه لوبې د افغانستان په کوربه توب د هند ګریټر نوېډا لوبغالي کې ترسره کیږي.

افغانستان د ۲۰۱۷ کال د جون په ۲۲مه نېټه د ټېسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړ.

د افغانستان کرېکټ لوبډلې تر اوسه پورې نهه ټېسټ لوبې کړې، چې درې یې ګټلې او شپږ یې بایللې دي.

افغانستان په ټېسټ سیالیو کې د نیوزیلنډ پرتله ډېره کمه تجربه لري.

افغانستان تردې مهاله دوه لوبې له بنګله دېش، دوه له زیمبابوې، دوه له اېرلینډ، یوه یوه له وېسټ اېنډیز، سریلانکا او هند سره کړې دي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له پاراګوا سره د سیالۍ لپاره ازبکستان ته رسېدلې

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۱
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له پاراګوا سره د سیالۍ لپاره ازبکستان ته رسېدلې
100%

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به ​​نن ماښام په تاشکند کې د ازبکستان نړۍوال جام لوبو لپاره د چمتووالي په موخه له پاراګوا سره لوبه وکړي. د فوټسال دغه لوبه به د دوو ډلو ترمنځ نن د کابل پر وخت ۶:۳۰ بجې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون د لوبو برخې نن یکشنبه د (وږي ۱۸مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله له پاراګوا هیواد سره د یوې دوستانه لوبې په موخه تېره ورځ شنبه ازبکستان ته رسېدلې ده.

خبر زیاتوي چې له پاراګوا هیواد سره د افغانستان دغه لوبه یوه تمریناتي او دوستانه لوبه ده.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام سیالۍ په ازبکستان کې د روانې وږي میاشتې په ۲۴مه پیلیږي.

د فوټسال په انټرکانټینینټال جام سیالو افغانستان د برنزو مډال خپل ګټلی، دغه سیالۍ (د وږي په ۱۰مه) پیل او وړمه ورځ پای ته ورسېدې.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي واحدالله نژند خپل چکي سیال ته ماتې ورکړه

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۸ GMT+۱
د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي واحدالله نژند خپل چکي سیال ته ماتې ورکړه
100%

واحدالله نژند په دغې سیالۍ کې له چک جمهوریت څخه خپل سیال مکس هاندانجیک ته د سیالۍ په لومړي پړاو کې د یوه ځانګړي حرکت په ترسره کولو سره ماتې ورکړه.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي واحدالله نژند تېره شپه د جرمني په اوبرهاوزن کې د «رادولف وبر ارنا» په لوبغالي کې د اوکتاګون سازمان د ازادو سیالیو په ۶۰م پړاو کې برخه واخیسته.

نژند په دې لوبه کې له پیل څخه په بشپړ ځواک او روحیه سره د خپل سیال په وړاندي واکمن و.

واحد الله نژند په دې وتوانېد چې ۲۷ کلن چکي لوبغاړی، چې د نژند پرتله ډېر ریکارډونه لري، د غاړې په یوه ځانګړي حرکت ترسره کولو سره هغه ته ماتې ورکړي.

ښاغلي نژند تر دې مهاله د ازادو سیالیو ۱۱ سیالۍ ترسره کړې دي، په دغو سیالیو کې دا د نژند نهمه بریا وه.

د چک جمهوریت لوبغاړي بیا تردې مهاله ۱۷ سیالۍ ترسره کړې دي او د تیرې شپې په ماتې خوړولو سره یې تردې مهاله اووه ماتې تجربه کړې.

اوکتاګون په چک جمهوریت کې د ازادو سیالیو سازمان دی چې په دغه هیواد کې تر ټولو لوی سازمان هم ګڼل کیږي.

نژند لومړنی افغان لوبغاړی دی چې د اوکتاګون په سازمان کې یې سیالي وکړه.

دغه لوبغاړی په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه ووت او په جرمني کې ګډوال دی.