• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلمی خلیلزاد: داعش بلوچستان کې خوندي مرکزونه لري او هلته روزل کیږي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۱

‏ د افغانستان په چارو کې د امريکا پخوانی استازی وايي، داعش په بلوچستان کې خوندي مرکزونه لري او هلته روزل کیږي. ‏زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان په کور دننه له سختو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی، او سیمه یې هم ناامنه کړې ده.

‏د افغانستان او سیمې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد چهارشنبې د (وږي ۲۱مه) په ایکس پاڼه د پاکستان د وروستي سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه لیکلي، چې د دغه هیواد په بلوچستان ایالت کې داعش وسله واله ډله خوندي مرکزونه لري او هلته روزل کیږي.
شنونکي وايي، چې دا مهال پاکستان له سختې سیاسي، امنیتي او اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ دی چې دغو ستونزو ته د پاکستاني چارواکو له لوري هیڅ حل لارې نه دي لټول شوې.
ښاغلي خليلزاد د پاکستان د اوسني حکومت او امنیتي ادارو له لوري د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اوو تنو غړو د نيولو په تړاو لیکلي، چې پاکستاني ځواکونه اوس ان سياسي مخالفان هم نيسي: «په پاکستان کې له جنرال عاصم منير څخه چې په اصل کې حکومت هم چلوي ناهيلي زیاته شوې، چې په دې سره ولسي اعتراضونه پراخ شوي. بلوچستان کې ناامني زیاته شوې، او هلته داعش ډله په کرارۍ سره راټولیږي او روزنه ترلاسه کوي. دغه بې ثباتي په سیمه کې ترهګرۍ ته لاره هواروي.»
‏هغه وايي، د پاکستان اقتصاد لا هم د پيسو له نړۍوال صندوق خړوبیږي، او په دغه هیواد کې ناسم حالت به په نورو تکيه لا زياته کړي.
‏زلمي خلیلزاد په متحده ایالاتو کې راتلوونکي نوي حکومت ته وړانديز کړی چې د پاکستان د شته حکومت په اړه بايد ارزونه وکړي چې په کوم لوري روان دی او بيا هماغسې دریځ غوره کړي.
ښاغلی خلیلزاد د ۱۱م سبټمبر په پلمه ټویټ کې د پاکستان د بد امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې نا امني تر پخوا ډیره شوې او د حکومت په وړاندې اعتراضونه په پراخېدو دي.
د خیبرپښتونخوا په لکي مروت، بنو، باجوړ او ډېره اسماعیل خان کې پولیسو په احتجاج لاس پورې کړی او په خپلو سیمو کې یې له پاکستاني پوځ غوښتي چې د دوی له سیمو ووځي او دوی په خپلواک ډول د خپلو سیمو امن وساتي.
د پاکستاني حکومت له لوري د لوړو مالیو لګولو، د برېښنا او نفتي توکو د ګرانولو او په ټوله کې د ګرانۍ راوستلو په وړاندې خلکو اعتراضونه پیل کړي او بازارونه او لویې لارې تړي چې دغه کار په ټولییز ډول هم یو ډول بې ثباتي رامنځته کړې ده.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۳
ځانګړی

طالبان په کابل کې پر عامو خلکو د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه قطع کوي

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

د طالبانو ادعا؛۶کاله وروسته به د ګاونډیو هېوادونو ناروغان د درملنې لپاره افغانستان ته راځي

•
•
•

نور کیسې

امنه بلوچ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وټاکل شوه

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد یوه تجربه کاره ډېپلوماته امنه بلوچ د دغه وزارت د مرستیالې په توګه ټاکل شوې ده. امنه بلوچ تر دې وړاندې په چین کې د پاکستان د استازې او په بلجیم، مالیزیا او لوګزامبورګ کې د سفیرې په توګه کار کړی دی.

امنه بلوچ د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۱ مه) نېټه د سيروس سجاد قاضي د تقاعد وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې په توګه دنده پيل کړه.

مېرمن بلوچ چې د دوو ماشومانو مور ده، په سرېلانکا کې د وزیرې د سلاکارې په توګه هم کار کړی دی.

امنه بلوچ د تاریخ په برخه کې ماسټري لري او تر دې وړاندې یې د لومړي وزیر په دفتر کې د سکرتر او د بهرنیو چارو په وزارت کې د اضافي سکرتر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څو دفترونه لري.

له تهمینې جنجوعه وروسته امنه بلوچ دویمه ښځه ده، چې دغه مقام یې تر لاسه کړی دی.

د شهباز شریف په لومړي حکومت کې حنا رباني د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وه.

د ۲۰۲۴ هاکي اسيايي اتلولیو کې پاکستان دوه د یو په مقابل کې جاپان مات کړ

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د پاکستان هاکي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال اسیا هاکي اتلولۍ په سيالیو کې جاپان لوبډلې ته ۲ د یو په مقابل کې ماتې ورکړه. دا د پاکستان لوبډلې لومړۍ بريا وه، تر دې وړاندې د هاکي په دې سیالیو کې پاکستان دوې لوبې مساوي کړې وې.

د پاکستان هاکي لوبډلې دوو مخکښو لوبغاړو احمد نديم او سفيان یو یو ګول وکړ او لوبډله یې د بريا يو بل پړاو ته ورسوله.

د هاکي اسيا اتلولۍ سيالۍ د چين په کوربتوب شروع شوې دي.

پاکستان په دې سيالیو کې د دوو مساوي او يوې لوبې په بريا ۵ نمرې لرې، چې د جدول په دوهم ځای کې قرار لري.

سبا ته به پاکستان د کوربه چين سره د سیالۍ ډګر ته کښته کيږي او خپل بخت به ازمويي.

ایرانی چارواکی: سږنۍ څلوېښتۍ کې یو لک افغانان او پاکستانیان زموږ له خاورې عراق ته لاړل

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت کونسلي مرستیال وايي، سږنۍ څلوېښتۍ کې له ۷۰ زرو ډېر پاکستانیان او تر ۳۷ زرو افغانان د دغه هېواد له لارې وړیا ویزې سره عراق ته لاړل. د نړۍ له مختلفو په تېره نږدې هېوادونو شیعه یان هر کال د امام حسین څلوېښتۍ یا اربعین کې د ګډون لپاره کربلا ته ځي.

د ایسنا د راپور له مخې، عليرضا بیګدلي د حسیني څلوېښتي د مرکز په ۱۲۸ غونډه کې وویل، چې افغان او پاکستاني زیارتوالو ته یې د لا ښو خدمتونو لپاره په لارو کې ۱۴ کونسلي ادارې پرانیستې وې او همدارنګه یې د عراق په کربلا، نجف، بغداد، اربیل، سلیمانیه کې هم کونسلګریو څلرویښت ګړۍ خدمت کاوه.

ښاغلی بېګدلي وايي، د عراق حکومت ته د قناعت ور کولو لپاره یې ډېره هڅه وکړه، چې د دغه هېواد خاورې ته د افغان او پاکستاني زیارتوالو د تګ لپاره د محرم میاشتې له پیل تر پایه ویزې ور کړي.

له دې سره نوموړی بیا هم مني چې د ایران خاوره کې به دغه زیارتوال له ستونزو سره مخ شوي وي، ځکه ترې بښنه غواړي.

څلوېښتۍ ته د تلو په درشل کې افغان زیارتوالو شکایت درلود چې د ایران دولت د ۱۸۰ شرکتونو کسانو ته وزیرې نه دي ور کړې چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي.

ایپل کمپنۍ د اروپایی اتحادیې په محکمه کې د ۱۳ میلیارده یورو مالیې ورکړې قضیه کې ناکامه شوه

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۹ GMT+۱

ایپل ایرلنډ ته د ۱۳ میلیارد یورو (۱۴/۴ میلیارد ډالرو) مالیې پور په اړه خپله حقوقي قضیه وروسته له ډېرو هڅو وبایلله.

په لوګزامبورګ کې د اروپایي اتحادیې محکمې د دوشنبې په ورځ (د وږي۱۹مه) پرېکړه وکړه، چې ایرلنډ د اروپايي ټولنې د ۲۰۱۶ کال د پرېکړې خلاف ایپل ته د ناقانونه مالیاتو په ورکولو سره د دولتي مرستو له مقرراتو سرغړونه کړې ده.
د دغې محکمې د پرېکړې له مخې؛ د اروپايي ټولنې د کمېسيون د پرېکړې په اړه د لومړۍ محکمې د قاضيانو د تېروتنې له امله د دغې محکمې پرېکړه چې د ایپل په ګټه وه، بايد لغوه شي.
دا حکم په بروکسل کې د خپل دوه کلن ماموریت په وروستیو ورځو کې د اروپایي اتحادیې د "انحصار ضد" مشرې مارګرت وستاګر لپاره بریا ده.
وستاګر په ۲۰۱۶ کې په ایرلنډ کې د ایپل د مالیاتو تنظیماتو باندې تمرکز کولو سره لوی جنجال رامنځته کړ.
هغې وويل، چې ایرلنډ دغه شرکت ته ناقانونه ګټې ورکړې او اجازه يې ورکړې وه، چې د کلونو لپاره د نورو شرکتونو په پرتله لږه ماليه ورکړي.
ایپل وویل، چې له دې پرېکړې ناهیلی دی.

د ایپل شرکت یوه ویاند وویل: «موږ د نن ورځې له پرېکړې ناهیلي یوو، ځکه چې عمومي محکمې مخکې پر دې قضیې بیاکتنه کړې وه او دا یې رد کړې وه.»

د نیویارک بورس کې د ایپل شرکت د سهم د ارزښت کمښت

د دې خبر په تعقیب؛ د نیویارک بورس د بیا پرانیستلو د مخه د ایپل د ونډو ارزښت ۱/۳ سلنه راټیټ شو.
دا قضیه ۱۹۹۱ او ۲۰۰۷ کلونو کې د ایرلنډ حکومت سره د ایپل مالیاتي تړونونو پورې اړه لري ، چې دغه شرکت ته یې اجازه ورکړې وه، چې خپل سود هغه مرکزي دفتر ته ورکړي، چې یوازې د کاغذ پر مخ موجود و او په پایله کې لږه مالیه ورکړي.
وروسته له هغې چې وستاګر پر ابتدایي محکمې اعتراض وکړ، دغه قضیه د اروپایي اتحادیې سترې محکمې ته راجع شوه.
د ۲۰۲۳ په سپتمبر کې اروپایی اتحادیې د نړۍ ډیجیټل لوی شرکتونه؛ لکه مایکروسافټ، امازون، بایټ ډنس، اپل، میتا او ګوګل ته شپږ میاشتې وخت ورکړ ترڅو د ډیجیټل بازارونو قانون (ډي ایم ای) سره سم ډیجیټل اقتصاد ډېر رقابتي او عادلانه کړي.
د اروپایي اتحادیې د انحصار ضد تنظیم کونکي پلان لري چې د اپل ، ګوګل او میټا له خوا د "ډیجیټل بازارونو قانون" احتمالي سرغړونو پلټنه وکړي.
ایپل یو له لومړنیو امریکایي ټکنالوژۍ شرکتونو څخه و چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې د ټیټې مالیې ورکولو له امله یې په ایرلنډ کې دفتر خلاص کړ.
ایپل خپل اروپایي مرکزي دفتر په ۱۹۸۰ کې د ایرلنډ کارک ښار ته نږدې تاسیس کړ او دا مهال په دې هېواد کې شاوخوا ۶۰۰۰ کسان ورسره په کار بوخت دي.

پاکستاني رسنۍ:پر ډېورنډ کرښه له پاکستاني ځواکونو سره په تازه نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۱ GMT+۱

اېکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د سرچینو له قوله ویلي، چې د خوست په ځاځي میدان کې د پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې ۱۶ طالبان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي. د دغه خبر له مخې؛ په دغو نښتو کې د طالبانو دوه ټانکونه هم له منځه تللي دي.

دغې رسنۍ خبر ورکړی، چې پاکستاني ځواکونو د افغان پولې په اوږدو کې د دغه هېواد پر پوځي پوستو د طالبانو له بريد وروسته غبرګون ښودلی او په پايله کې د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه پیل شوه.

د دغه رپوټ له مخې؛ د طالبانو او د پاکستان د فوځ تر منځ نښتې د وږي مياشتي د ۱۷مې نېټې له سهار څخه بیا تر وږي د ۱۹مې نېټې تر ماښامه دوام وکړ.

ایکسپرېس ټریبیون لیکي، چې دا ډزې د افغانستان له پلوسین سیمې څخه پرته له کوم ځانګړي دلیل څخه پیل شوې دي.

طالب چارواکو تر اوسه د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې جیونیوز او د پاکستان دولتي راډیو د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې وه، چې په دغو نښتو کې د طالبانو دوه قوماندانان هم وژل شوي دي.

د شام سیمه ییزو سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې په تېره اوونۍ کې د دویم ځل لپاره د دواړو لورو د ځواکونو تر منځ پر ډېورنډ کرښه نښته شوې او په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.