• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏د افغان کډوالو د ستنولو په لړ کې له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۲۶۹ کورنۍ راستنې کړل شوې

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۳ GMT+۱

دغه افغان کډوال تېره ورځ د پاکستان او ایران څخه د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات له لارو راستنې کړل شوې دي. طالب چارواکو ویلي، چې پر تازه راستنو شویو کډوالو یې مرستې هم وېشلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس لیکلي، چې د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ستنولو په لړ کې تېره ورځ ۲۶۹ کورنۍ افغانستان ته راستنې کړل شوې.
په دغه تازه راستنو شویو کورنیو کې ۱۸ د ننګرهار د تورخم، ۳۹ د کندهار د سپین بولدک، ۸۹ د نیمروز د وریښمو پله له لارې او ۱۲۳ کورنۍ هم د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
طالبان وايي، د یادو کډوالو له ډلې څخه ۱۴ کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولې دي.
پاکستان او ایران د تېر یوه کال راهیسي د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوامداره ساتلې او په دې موده کې یې سلګونه زره افغان کډوال په زور له خپلې خاورې اېستې دي.
خو د راپورونو له مخې، په هېواد کې د بې‌کارۍ د کچې د لوړېدو له امله هره ورځ سلګونه افغانان د کار په لټه خپل هېواد پرېږدي او پر ناقانونه لارو ایران، ترکیې او اروپایې هېوادونو ته ځانونه رسوي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي