• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان انټرنشنل: طالبان مو د نشراتو د بندولو هڅه کوي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د طالبانو حکومت په دې وروستیو ورځو کې د پراخ پرازیت په خپرولو سره هڅه کړې، چې د افغانستان انټرنشنل خپرونې ګډوډې کړي. د افغانستان انټرنشنل مشرتابه د طالبانو دا هڅه د رسنیو د ادازۍ د نقضولو هڅه بللې او خپلو مخاطبینو ته یې نوې فریکونسي معرفي کړې ده.

شته شواهد ښيي، چې دا پرازیت له افغانستان دننه پر ۱۱۲۲۱ فریکونسي په عمودي ۲۷۵۰۰ خپرېږي.
د افغانستان انټرنشنل شبکې بیا د طالبانو له دغه خپور شوي پرازیت سره د مقابلې لپاره خپل نشرات په ۱۱۹۳۸ فریکونسي پیل کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له دننه او بهر څخه ډېری ماهواره یي رسنۍ هم په همدې فریکونسۍ نشرات لري.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان انټرنشنل پر شبکو پراخ بندیزونه لګولي دي.
په دې بندیزونو کې له سیمه ییزو انتنونو څخه د افغانستان انټرنشنل حذف، د دې شبکې د انترنټي سایټ فلټر او د یادې رسنۍ د مخاطبینو ګواښل شامل دي.
پر افغانستان انټرنشنل د پرازیت خپرول د سټمبر له پنځمې څخه پیل شوی او د طالبانو دا اقدام د دوښمنۍ یو بل ګام بلل کیږي.

100%


افغانستان انټرنشنل وایي، چې پر ماهواره یي نشراتو د طالبانو له خوا د پرازیت خپرول د بیان ازادۍ نقض دی او په دې اړه به له قانوني لارې ګام پورته کړي.
د افغانستان انټرنیشنل اجراییوي مدیر هارون نجفي زاده د طالبانو له خوا د دغه پرازیت خپرول د "افغان ولس د غږ خاموشه کولو په برخه یوه نا امیده هڅه" وبلله.
نوموړي د طالبانو دا اقدام «د خپلواکو رسنیو د ځپلو لپاره د سیستماتیک کمپاین دوام او له حیاتي اطلاعاتو څخه د افغانانو محرومه کول» بللي دي.
د هارون نجفي زاده په خبره: «د طالبانو ډله له پوه خلکو څخه ډارېږي او هڅه کوي چې د سانسو، د ناسمو اطلاعاتو په خپرولو او په ګیچ کوونکو تبلیغاتو سره خپل کنټرول وساتي.»
افغانستان انټرنشنل له نړۍوالې ټولنې، د مخابراتو (ای، ټي، یو) نړۍوالو اتحادیو له غړو هېوادونو، د بشري حقونو له سازمانونو او د رسنیو له ملاتړو ادارو غواړي، چې د طالبانو له خوا د نړۍوالو رسنیو د مقرراتو نقضول وغندي او دغه ډله د غیر قانوني اقداماتو اړوند ځواب ویلو ته مجبوره کړي، ترڅو د رسنیو ازادي له تعرض څخه خوندي وي او اطلاعاتو ته د افغانستان د خلکو لاسرسی ازاد وساتل شي.
که څه هم په افغانستان کې پر نشراتو د پرازیت خپرول مخینه نه درلوده؛ خو د ایران د اسلامي جمهوریت په څېر حکومتونو بیا د ځینو رسنیو پر وړاندې چې په دوی پورې اړوند نه وې، ورته اقدام کړی دی.
دغه پرازیت چې په ډېر لګښت سره په ماهواره یي فریکونسونو خپرېږي، تراوسه نه دی توانیدلی چې د ازادو ټلویزیونونو د فعالیت مخه ونیسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو عدلیې وزارت: زموږ پر قوانینو نیوکه کوونکي به محکمې ته معرفي شي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د دې ډلې تقنیني اسناد د اسلامي شریعت له مخې جوړېږي او پر هغو نیوکه پر اسلام نیوکه ده، ځکه به نیوکګر له شرعي چلن سره مخ او محکمو ته معرفي شي. دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې زیاتوي چې که څوک د دوی د قوانیو پر کومه ماده نه پوهېږي، وضاحت ترې غوښتلی شي.

د طالبانو بیا واکمنېدو سره د افغانستان اساسي قانون ځنډول شوی او دا ډله د فرمانونو له مخې قوانین پلي کوي.

خو د دوی پر فرمانونو او قوانینو ان د نورې نړۍ پر اسلامي عالمانو سربېره د افغانستان ځینې عالمان او دینپوهان هم نیوکې کوي او له اسلام سره یې ټکر کې بولي.

په دې وروستیو کې د طالبانو امر په معروف او نهې له منکر وزارت داسې قانون جوړ کړی چې ان د دې ډلې پخوانیو ملاتړو ملایانو هم پرې نیوکې کړې دي.

خو د طالبانو عدلیې وزارت نن د ورته نیوکو په مقابل کې وايي، ټول قوانین یې د قران او حدیث او همدارنګه حنفي فقې له معتبرو کتابونو جوړ او سل په سله شرعي دي: «په دغو تقنیني اسنادو کې تر دې دمه داسې کومه ماده شتون نه لري چې له يادو منابعو څخه تخريج شوې نه‌وي او دا صريحاً دلالت دی پر دې باندې چې قوانين او نور تقنيني اسناد سل سلنه شرعي دي.»

د دې اعلامیې له مخې، که له دې سره بیا هم څوک پر دغو تقنیني اسنادو «د تعصب او د نظام د تخریب» لپاره نیوکه کوي: «دا په شريعت باندې نیوکه ده چې په هیڅ صورت کې د منلو وړ نه ده او که وروسته له دې څوک په رسنيو او يا په نورو مجالسو کې د اسلامي امارت د تقنیني سندونو مخالفت کوي او پر هغو باندې د تخریب په موخه او یا هم د عناد په اساس نیوکه کوي نو له شرعي چلند سره مخ‌کېږي او محکمو ته معرفي کېږي.»

د طالبانو دغه وزارت زیاتوي چې که د دوی پر قوانینو څوک نه پوهېږي، اندېښنه لري او یا هم د سمون لپاره وړاندیز لري، نو د وضاحت لپاره دغه وزارت ته ور تللی شي.

طالبان دا هم وايي، چې د خپل مشر د فرمان له مخې ټولو ادارو کې د شریعت له مخې تقنیني اسناد د مختصصانو او په اړوند برخه کې د مجربو مسلکي کسانو له خوا جوړېږي.

د طالبانو دغه نوی خبرداری په داسې مهال دی چې څه مهال مخکې د دې ډلې د لوړو زدکړو وزیر د نجونو د زدکړو د پیلېدو په هکله پوښتنه هم تر امر ثاني ځنډېدلې وبلله.

د طالبانو واکمنېدو سره څنګه چې ګام پر ګام د نجونو او ښځو پر زدکړو او کار بندیزونه زیاتېږي او خلک له مدني او نورو حقونو بې برخې کېږي، دا ډول یې مختلفو برخو کې د دوی پر چارو د نیوکو په مقابل کې کړنلاره هم سختېږي.

طالبانو د دفاع وزارت یو چارواکی له روسیې د پوځي توکو له غوښتنې وروسته له دندې ګوښه کړ

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر، عبدالبصیر صابري شاوخوا لس ورځې وروسته له هغه له دندې ګوښه کړ چې له روسیې یې د پوځي تجهیزاتو د اخیستلو غوښتنه وکړه. افغانستان انټرنشنل د صابري د ګوښه کېدو مکتوب چې ملا یعقوب لاسلیک کړی، ترلاسه کړی دی.

صابري د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، طالبان د «هوايي دفاع او هوايي حریم د مهارولو لپاره وسایلو» ته اړتیا لري او په راتلونکي کې غواړي د خپلو هوايي دفاعي وړتیاوو د پیاوړي کولو لپاره د روسیې جوړ شوي تجهیزات وپیري.

له دغو څرګندونو وروسته ملا یعقوب مجاهد د دفاع وزارت پخوانی مشر عبدالقیوم الیاس د لوژیستیک د سرپرست په توګه وټاکه.

تر دې مخکې عبدالبصیر صابري د طالبانو د دفاع وزارت د لوژیستیک ریاست مشر و.
د صابري له خبرو وروسته د طالبانو د دفاع وزارت له روسي چارواکو سره د هوايي دفاعي سیستم د پېرلو په اړه شوې خبرې رد کړې.
د دغه وزارت ویاند عنايت الله خوارزمي په خپله ایکس پاڼه ليکلي و، چې له روسي چارواکو سره د الوتکو ضد وسلو د پېرلو په اړه خبرې نه دي شوي او د عبدالبصير صابري څرګندونې «ناسمې» اخیستل شوې.

طالبانو په میدان وردګ ولایت کې یو کس د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلی

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۲ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په میدان وردګ ولایت کې یې پر یوه کس د «لواطت» له امله تعزیري سزا پلې کړه. د طالبانو داسې کړنې په نړېواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی د «اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.

د طالبانو سترې محکمې تېره ورځ چهارشنبه د (زمري ۲۱مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ لومړۍ محکمې یو تن ته د «لواطت» په تور تعزیري سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د یادې ولسوالۍ لومړۍ محکمې له لوري په عام محضر کې پر تورن کس عملي شوه.

په خبرپاڼه کې د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې دغه کس ته ۳۹ دورې او دوه کاله تنفیذي بند سزا ورکړل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې بشري وضیعت مخ پر خرابېدو بللی او د بښنې نړۍوال سازمان بیا وايي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د جرمونو د محاکمې لپاره هیڅ تګلاره نه شته.

که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزا عملي کوي.

د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» په اډانه کې دغه کړنې ترسره کوي.

پکتیا کې یوې بهر مېشتې مېرمنې د مور او ماشوم د پالنې لپاره په خپل لګښت روغتون جوړ کړی

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۹ GMT+۱

د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ سرګل کلي یوې بهر مېشتې مېرمنې په خپل لګښت د مور او ماشوم د پالنې یو روغتون جوړ کړی چې ټول امکانات په کې موجود دي. ویل کیږي، پر دغه روغتون شاوخوا ۷۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی.

تېره ورځ د یاد روغتون د پرانیستې پرمهال د دغې بهر مېشتې مېرمنې یوه استازي سلیمان صالح سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې د مور او ماشوم د پالنې دغه روغتون پر زېږنتون سربېره، بیړنۍ خونه، د ماشومانو داخله څانګه، ۲۲ بسترونه او عصري لابراتوار لري.
هغه ویلي، چې دغه روغتون یې د دوو کلونو په موده کې جوړ کړی چې تر دې دمه یې ټول لګښت شاوخوا ۷۰ میلیونه افغانۍ شوی دی.
ښاغلي صالح وړاندې ویلي، چې د مور او ماشوم په دغه روغتون کې به د سیمې خلکو ته د شپږو کلونو لپاره وړیا خدمتونه وړاندې کوي.
ځاځي اریوب کې د سیمې خلکو د دغه روغتون په جوړېدو خوښي ښودلې او هیله لري چې دغه روغتون یې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړېنې په کچه کې کموالی راولي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس هم تېره ورځ چهارشنبه (وږي ۲۱مه) په ایکس پاڼه يو خبر خپور کړی و او په کې ویلي یې و، چې په پکتیا کې د دغه روغتون د پرانیستې مراسمو ته د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هم ورغلی و.
باختر اژانس د نور جلال جلالي له قوله لیکلي چې، دا مهال په پکتیا کې د روغتیا برخې ستونزې ډیرې دي او هڅه یې دا ده چې دغه ستونزې راکمې او خلکو ته ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
د طالبانو روغتیا وزیر ویلي، چې د ټول افغانستان په کچه په ۴۰۰ ولسوالیو کې یوازې ۹۳ یې د ولسوالۍ په کچه روغتونونه لري او پاتې هغه د ولایتونو مرکزونو ته ځي.
د پکتیا په لرې پرته ولسوالۍ ځاځي اریوب د مور او ماشوم د پالنې دغه روغتنون په څلور جرېبه ځمکه جوړ شوی چې په دوو پوړونو کې ۲۲ بسترونه، زېږنتون، بیړنۍ خونه، د ماشومانو داخله څانګه او عصري لابراتوار لري.
ځاځي اریوب د پکتیا له مرکز ګردیز څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې پرته غرنۍ ولسوالي ده چې د ولسوالۍ او کلیو سړکونه یې ویجاړ او د سختو ناروغیو او زېږون پر مهال ډېری ناروغان روغتیايي مرکزونو ته پر وخت نه شي رسېدلی او په لاره کې ساه ورکوي.
د افغانستان په ډېرو ولایتونو په ځانګړې توګه په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي مرکزونه او ډاکټران نه شته.

د لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی او د روغتیایي کارکوونکو په ځانګړي توګه د ښځینه ډاکترانو او کارکونکو کموالی د میندوارۍ اړوند ناروغیو له امله د میندو د مړینې ډېرېدو لوی لاملونه بلل کیږي.
که څه هم روغتيايي نړۍوالو سازمانونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د مور او ماشوم د وضعت په اړه خپل وروستي معلومات نه دي شريک کړي؛ خو تېر ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ويلي و، چې افغانستان د زېږون پر مهال د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.

همدا راز، د روغتیا نړۍوال سازمان هم د ۲۰۲۳ کال په خپل راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د دغه هېواد تر شپږو ګاونډیو هیوادونو لوړه ده او د میندو د روغتیا د لا خرابیدو وېره شته.

د امریکا کانګرس غړي یو پلان وړاندې کړ چې په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډې ملاتړ کوي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د امریکا ولسي جرګې غړي ټیم برچیټ د چهارشنبې په ورځ د «ویانا له بهیر» د ملاتړ لپاره ولسي جرګې ته یو پلان وړاندې کړ چې په کې د مقاومت جبهه او د طالبانو نور مخالفان شامل دي. دغه پلان پر امریکا او نورو هېوادونو غږ کوي چې د ویانا په غونډو کې برخه واخلي.

د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو د مخالفانو یوې ډلې د اتریش په پلازمینه ویانا کې څو غونډې وکړې.

د غبرګولي په میاشت کې په خپله وروستۍ غونډه کې، د طالبانو ۷۰ تنو مخالفو څېرو د «سیاسي یووالي او د ازادو افغانانو ترمنځ د یوه روښانه او ګډ لیدلوري پر رامنځته کولو» خبرې وکړې.

ټیم برچیټ د ویانا بهیر د طالبانو ضد سیاسي ځواکونو لپاره د یوه ټول‌ګډونه چوکاټ په توګه بیان کړ.

د جرګې دغه غړي په یوه بیان کې ویلي، «دغه پلان طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه غندي او پر امریکا غږ کوي چې په ویانا او نورو هېوادونو کې له دغه بهیر سره د یو ځای کېدو لپاره ګډون وکړي.»
له طالبانو سره پر اړېکو سربېره، د امریکا او اروپا استازو د مقاومت له جبهې او نورو طالب ضد ځواکونو سره خپل واټن خوندي ساتلی. خو په یوه نوي پرمختګ کې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال پرون په واشنګټن کې د مقاومت د جبهې له استازو سره وکتل.

د ښاغلي برچیټ په پلان کې راغلي، چې د ویانا غونډه د دې وړتیا لري چې «د طالبانو پر وړاندې یوه متحده جبهه جوړه کړي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره لاره هواره کړي.»
برچیټ له ولسي جرګې وغوښتل چې د ویانا د بهیر د ملاتړ لپاره دغه پلان د بهرنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو ته واستوي.