• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قزاقستان د ممنوعه ډلو له لېسته د طالبانو لرې کېدل او استازي منل مهم سیاسي پرمختګونه بللي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۱

په کابل کې د قزاقستان سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو» لرې کېدل او په استانه کې د طالبانو د شارژدافیر منل دوه مهم سیاسي پرمختګونه وبلل.

علیم خان یسین ګیلدییف له امیر خان متقي سره په کتنه کې همداراز زیاته کړې، چې افغانستان د قزاقستان لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی او د هغه هېواد غنمو لپاره یو ښه بازار او ټرانزیټي لار ګڼل کېږي.
دواړو لورو د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر لا ښه کېدو ټینګار وکړ.
ښاغلی ګیلدییف وایي، چې قزاقستان او افغانستان دواړه لویو بازارونو ته د توکو د لېږد لپاره یو بل ته ټرانزیټي لارې ورکولای شي.
د نوموړي په خبره؛ د افغانستان موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د قزاقستان لپاره ارزښتناک دی.
له دې سره، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بیا د افغانستان او قزاقستان اړیکې نږدې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
د یادولو ده، چې د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت د روان کال په زمري میاشت کې د طالبانو د شارژدافير محمد الرحمان رحماني د باور لیک د منلو خبر ورکړ.
سره له دې، چې تر اوسه د سیمې ډېرو هېوادونو د سفیرانو په کچه د طالبانو سیاسي استازي نه دي منلي؛ خو اکثره هېوادونو بیا په کاري کچه د دغې ډلې ډیپلوماټیک استازي منلي دي.
اوسمهال چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه درې کاله تېرېږي؛ خو د قرغزستان او قزاقستان په ګډون د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه له دغې ډلې سره ښې ډېپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.

ډېر لیدل شوي

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده
۱

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۲

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۳

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۴

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۵

هبت‌الله اخوندزاده د پولیسو روغتونونو ته د محتسبانو او کورنیو د «امتیازي درملنې» امر کړی