• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا یو پاکستاني وګړی د سلیماني د غچ اخیستو لپاره د یو کس د وژلو د پلانولو په تور نیولی

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د اصف رضا مرچنټ په نوم یو پاکستاني وګړی په رسمي توګه په دې تورن شوی، چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د غچ اخیستو په هدف یې د امریکايي چارواکو د وژلو په دسیسه کې لاس درلود.

۴۶ کلن اصف مرچنټ د پاکستان په کراچۍ کې زېږېدلی او په ایران او پاکستان کې ښځې او ماشومان لري.

نوموړی د روان کال په چنګاښ میاشت کې له امریکا څخه د وتلو د هڅې له امله ونیول شو.
د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې د امریکا د عدلیې وزارت په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې یو پاکستانی وګړی یې د یوه سیاستوال یا لوړپوړي امریکايي چارواکي د وژلو د پلان په تور نیولی دی.
د امریکا د عدلیې وزارت د اطلاعاتو پربنسټ؛ اف بي ای او د نیویارک پولیسو د هغه د نیولو په برخه کې سره همکاري کړې ده.
مرچنټ په ایران کې له یوې دورې اقامت وروسته د ۱۴۰۳ کال په غویي میاشت کې امریکا ته رسېدلی او د یوه سیاستوال د وژلو لپاره د یوه مزدور د ګومارلو په هڅه کې و.
نوموړي تر هغه وروسته چې یو مزدور پیدا کړ دا تصور یې درلوده، چې تکړه او مسلکي کس یې ګومارلی دی او مخکې له مخکې یې ورته پنځه زره ډالره هم ورکړي وو او ویلي یې وو، چې پاتې پیسې به یې وروسته ورکړي.
همدا کس چې مرچنټ تصور کړی و، د اعتبار وړ قاتل دی، د اف بي ای پټ مامور و، چې له همدې لارې بیا نوموړی ونیول شو.
په ۱۳۹۸ کال کې د امریکايي ځواکونو له خوا د قاسم سلیماني له په نښه کولو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ژمنه کړې وه، چې د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو په ګډون به له هغو کسانو غچ واخلي، چې د سلیماني د وژلو امر یې کړی و.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲
د اسماعیل میاخېل لیکنه

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري

۳

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۴

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۵

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي