• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاله یوسفزۍ: د غزې جګړه دې ژر تر ژره ودرول شي او اسراییل یې باید په اړه حساب ورکړي

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د غزې پر ښوونځیو د اسراییل بریدونه غندلي او په غزه کې یې د اوربند او د اسراییل د حساب ورکولو غوښتنه کړې.

په یوه بیان کې ملالې یوسفزۍ ویلي، چې په غزه کې پر ښوونځیو د اسراییل روان بریدونه ډېر وحشتناک دي.
هغې زیانه کړې، چې په زرګونو بې ځایه شویو خلکو په دغو ښوونځیو کې پناه اخیستې ده.
د ملالې په خبره، د اسراییل په بریدونو کې د ملګرو ملتونو مرستندویه کارکوونکي هم وژل کېږي، ښوونځي او د بشري مرستو کارکوونکي باید هېڅکله په نښه نه شي.
ملالې یوسفزۍ غوښتنه کړې، چې په غزه کې دې جګړه په سملاسي توګه ودرول شي او اسراییل دې د نړۍوالو قوانینو د سرغړونو حساب ورکړي.
له بل پلوه حماس ویلي، چې په مذاکراتو کې به هیڅ یو نوی شرط ونه مني.
تسنیم خبري اژانس تېره ورځ خبر ورکړی و، چې حماس ډله د اوربند په اړه د جولای د دویمې نېټې ټولو وړاندیزونو ته ژمنه ده.
دغې ډلې په ټینګار سره ویلي، چې په دې برخه کې به هیڅ کوم نوی شرط ورته د منلو نه وي او په هرې هوکړه کې باید دایمي اوربند او له غزې څخه په بشپړه توګه د اسراییلي پوځیانو وتنه شامله وي.

ډېر لیدل شوي

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي
۱

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۴

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي

۵

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده